غزال محمدي
شپږ میاشتې کېږي، چې ژولیا پارسي د آلمان د مګدبورګ په څنډو کې په یوه کلیسا کمپ کې شپې تېروي، له کورنۍ لرې او په یوه ناڅرګنده برخلیک کې.
ژولیا پارسي یو له اعتراض کوونکو ښځو او د طالبانو پخوانۍ زنداني ده. هغه وايي، د پناه غوښتلو پروسه یې په دوبلین کې روانه ده او له دې وېره لري، چې په پای کې بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستنه کړای شي.
هغه له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، افغانستان ته ورته ستنېدل په دې مانا دي، چې بیا یوه داسې نظام ته ورستنېږي، چې دا یې یو ځل زنداني او ربړولې ده. «زه یوازې بیا زنداني کېدو ته په اندېښنه کې نه یم، له بیا پوښتنې ګروېږنې، ربړونې او پر ځای او کورنۍ فشار ته اندېښمنه یم. طالبان ما پېژني او پوهېږي، چې کلونه کلونه د ښخو ایستلو د سیاستونو په وړاندې ولاړه یم.»
«دوبلین» پروسه په اروپايي ټولنه کې یو کړنلاره ده او هغه هېواد مشخص کوي، چې د یوه کس د پناه غوښتنلیک د څېړلو مسوولیت لري. د دې پروسې پر بنسټ، که چېرې پناه اخیستونکي په کوم بل اروپايي هېواد کې د پناه غوښتنلیک ورکړی وي یا له هغه هېواد څخه داخل شوی وي، ښايي المان یې دوسیه همغه هېواد ته بېرته ولېږي.
د ۲۰۲۱کال د اګست په ۱۵ مه واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، ښځې له لومړیو ورځو د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې واټونو ته راووتې او په لاریونونو یې لاس پورې کړ. په لومړیو میاشتو کې په دغو اعتراضو کې د ښځو ګډون او رسنیز پوښښ یې خورا پراخه وو.
خو د طالبانو په سختو ځپلو، نیولو، ګواښلو، ربړونې او له معترضانو سره په بد چلند، اعتراضونه له واټونو و سرپټو یا تړلو ځایونو ته واوښتل.
په وروستیو کې د طالبانو مشر د کورنیو چارو وزارت د پولیسو قانون په توشېح سره، د افغانستان په پولو کې د هر ډول لاریونونو تر سره کول بند کړل.
د بښنې نړیوال سازمان آسايي څانګې د طالبانو د پولیسو قانون د توشېح به غبرګون کې ویلي، دا سند په بشري حقونو پراخ برید دی، چې د عدالت ته د لاسرسي، د عادلانه محاکمې د حق او د بیان د آزادۍ لپاره به جدي پایلې ولري.
د دې قانون تر ټولو اندېښمنه ماده د ټولو ډولونو غونډو او لاریونو باندې بشپړ بندیز دی، چې د سوله ییزو غونډو د آزادۍ له حق څخه ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.
د دې ډول قانون په سیوري کې د ژولیا پارسي په څېر مېرمنو چې یوه پېژندل شوې معترضه افغان ښځه ده، جبري ستنول کولی شي، زیات سرخوږی جوړ کړي.
ژولیا له لومړنیو ښځو وه، چې د واک ته د طالبانو تر بیا رسېدو وروسته یې د کابل په واټونو په لاریونونو کې ګډون وکړ. هغه په لومړي ځل د معترضو ښځو له یوې ۴۰ کسیزه ډلې سره د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۲۳ مه د کابل په فواره آب سیمه کې پر واټ اعتراضي پروګرام پیل کړ.
نوموړې د هغو ورځو په اړه رخشانې ته و ویل: «په هغو ورځو کې شرایط خورا خطرناک وو او لا معلومه نه وه، چې طالبان له زنداني ښځو سره څه ډول چلند وکړي. له ټولو وېرو او ګواښونو سره سره موږ واټونو ته را ووتو او خپلې غوښتنې مو مطرح کړې.»
ژولیا لږ تر لږله په ۵۰ اعتراضي پروګرامونو کې ګډون درلود او د دې په وینا، هغه مهال د معترضانو اصلي غوښتنهو د کار، زده کړې، آزادۍ او د ښځو لپاره د عدالت د حق غوښتنه وه. «دا زما لپاره د منلو نه وه، چې په یوه شپه کې افغان نجونې له ښوونځي او پوهنتون څخه بندې کړای شي. له کاره لرې شي او ښځې او نجونې له ټولنې و ایستل شي. نه مې شوای کولی د دې وضعیت په وړاندې چوپه شم، په همدې خاطر مې له نورو ښځوسره یو ځای چې همدا درد او اندېښنې درلودې، خپل د اعتراض غږ پورته کړ.»
ژولیا وايي، د ندا پرواني په ګډون د یو شمېر معترضونو ښځو تر نیول کېدو وروسته، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۲۷ مه، خپل کور ته نېږدې ونیول شوه. دا له خپل زوی سره یو ځای د طالبانو د استخباراتو ۴۰ ریاست ته ولېږدول شوه او درې میاشتې هلته زنداني وه.

هغې د زندان د وضعیت او له زندانیانو سره د طالبانو د چلند په اړه و ویل: «په هغه کوټه کې چې زه په کې ساتل کېدم. د شکنجې د کوټې په سر وو. د هغو کسانو چینې او فریادونه چې لاندې شکنجه کېدل زما تر کوټې را رسېدل او اورېدل مو، د ګوزار غږ، د چینو او ژړا غږنو مو اورېدل، خو هېڅ مو له وسه نه کېدل. دا زما لپاره خپله یوه رواني شکنجه وه. دا چې د بل انسان د ربړولو غږ اورې او په ورته وخت خپله هم زنداني وې او په دې نه پوهېږې، چې زما په برخه به څه وي.»
نوموړې همدارنګه وايي، طالبانو یې له زوی څخه پر دې د رواني فشار راوړلو په توګه کار اخیست. د ژولیا په وینا، طالبانو د پوښتنو پر مهال زما له زوی څخه ویډیو کوله او وروسته به یې دا ويډیوګانې دې ته ورښودلې.
هغه بیانوي: «له زوی مې یې هم زما د رواني شکنجې لپاره کار اخیست. کله به یې چې د پلټنو او پوښتنو پر مهال له هغه ویډیو وکړه او وروسته به یې ما ته راښودلې. په هغو شرایطو کې مې د زوی لیدل ډېر دردونکي وو. هغوی پوهېدل چې زه یوه مور یم او دوی زوی په اړه به یې زما له احساساتو ، زما د رواني فشار لپاره کار اخیست. هر ځل به مې چې د هغه ویډیو ولیده، نه پوهېدم چې څه پېښه به پرې وشي او له هغې وروسته به څه وشي.»
همدارنګه ژولیا وايي، طالبانو د دې د اعتراضي فعالیتونو په اړه د څېړنو پر مهال له هغې په اعتراضونو کې د ګډون لامل پوښته او د هغې د اعتراض د ارزښت په کمولو سره یې نوموړې د بهرنیو مرستو په تر لاسه کولو او له اسلام سره په مخالفت تورنوله.
دې و ویل: «دوی هڅه کوله زما اعتراضونه داسې وښيي، چې ګویا زه د اسلام یا د حجاب مخالفه یم، په داسې حال کې چې زما اعتراض د اسلام یا حجاب پر ضد نه وو. زما اعتراض له خپلو اساسي حقونو د ښځو او نجونو په محرومیت، ځپلو او له ټولنې د ښځو په ایستلو وو.»

د طالبانو په زندان کې د ژولیا د ژوند تر ټولو سخته دوره، له هغې په زور د اعتراف اخیستل وو. هغه وايي، طالبانو تر رواني او بدني فشارونو لاندې دا په زرو اعتراف کولو ته اړ کړه: «کله چې یو انسان یوازې ساتې، له کورنۍ یې بې خبره کوې، هغه تر رواني او بدني فشار لاندې راولې او وروسته له هغې غواړې په یوه داسې شي اعتراف وکړي، چې نور هغه اعتراف آزادنه نه وي. زما لپاره د هغه خبرو کولو ته اړ کول، چې خپله راته د منلو نه وو، د زندان یوه تر ټولو درنده او ترخه برخه وه.»
نوموړې همدارنګه دوام ورکوي، چې د زندان په دوران کې یې د ګوزار له امله یوه غوږ زیان لیدلی دی: «د نیولو پر مهال خپله هم له تاوتریخوالي او فزیکي ربړونې سره مخ شوم، په غوږ مې یو کلک ګوزار ولګېد او د غوږ پردې مې زیان ولید. له خوشي کېدو وروسته، د همدې زیان له امله اړ شوم، چې غوږ مې عملیات کړم. له عملیات کولو سره سره، د زیان رسېدو اغېز لا هم پر ځای پاتې دی.»
ژولیا پارسي له کابو درې میاشتو زندان وروسته د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په ۱۸ مه له بنده خوشې شوه. هغه وايي، د دې خوشي کېدل د اعتراضي فعالیتونو د درولو او چوپ کولو په شرط وو. «له ما یې ژمنه واخیسته، چې اعتراضي فعالیتونو او هغه کړنو ته، چې طالبانو د خپلو سیاستونو خلاف بللې دوام ور نه کړم. په واقعیت کې یې له ما د ژمن لیک په اخیستو سره غوښتل ما چوپ کړي او زما د فعالیتونو د دوام مخه ونیسي.»
ژولیا له خوشي کېدو وروسته څه موده په افغانستان کې پاتې شوه او وروسته پاکستان او بیا له خپلې کورنۍ سره برازیل ته ولاړه.
دا معترضه ښخه وايي، شپږ میاشتې وړاندې یې په یوه پروګرام کې د ګډون لپاره هسپانیا ته سفر درلود او له هغه ځایه یې پرېکړه وکړه، چې برازیل ته ونه ګرځي او المان ته ولاړه. خو په دې هېواد کې په دوبلین پروسه کې راغله او انتظار ده، چې قانوني پروسه یې معلومه شي، چې کوم هېواد به یې د پناه اخیستو غوښتنې ته رسیدکي وکړي.
دې و ویل: «د دوسیې لپاره مې وکیل نیول دی او کارونه مې له قانوني لارو مخ ته روان دی. د اوس لپاره باید دا قانوني پروسه سر ته ورسوم تر څو په پای کې معلومه شي، چې کوم هېواد مې د پناه غوښتلو د غوښتنې مسوولیت پر غاړه اخلي.»
ژولیا پاري د ښځو د یوه اعتراضي غورځنګ مسووله ده، چې د طالبانو د سیاستونو په وړاندې اعتراضي پروګرامونه پلي کوي او ټینګار کوي، چې د دې او نورو ټولو ملګرو مبارزه یې، د افغان ښځو د عدالت غوښتنې د غږ پورته کول دي. نوموړې و ویل: «خو له زندان څخه زما خوشي کېدل، زما د باورنو د آزادۍ په مانا نه وو، زه اوس هم همغه ښځه وم او لا هم همغه باورونه لرم، چې افغان ښځې حق لري آزاد ژوند وکړي، زده کړې وکړي، کار وکړي او په ټولنه کې ګډون ولري.»
د بامیان پخوانۍ والي او د ښځو د حقونو پېژندل شوې څېره حبیبه سرابي وايي، پر ښخو د طالبانو فشارونو، هغوی په سړکونو له حضور را ګرځولې، خو دا د دوی د مبارزې د پای په مانا نه ده. مېرمن سرابي و ویل: «اعتراضونو د لومړیو کلونو په پرتله کم شوي دي او موږ یې په دلیل پوهېږو، په دې خاطر چې فشار په خورا لوړه کچه زیات شوی دي، طالبان له ډول ډول فشارونو، ګواښلو، ربړوې او ان زنداني کولو او جنسي تېري هم درېغه نه کوي، خو دا اعتراضونه په کورونو کې د ننه او په تړلو چاپېریالونو کې په دېوالونو د لیکلو په په څېر او په بېلا بېلو ډولونو دوام لري.»
د مېرمن سرابي په وینا، د واټونو اعتراضونو د زیاتې پاملرنې راوړولو په دلیل، ډېر اغېز درلود، خو بیه او پایلې یې د ښځو لپاره خورا درندې وې. هغې و ویل: «هغه اعتراضونه چې په واټونو وو، اغېز یې ډېر وو، ځکه ډېر پام یې را اړولو، خو تلفات او عواقب یې هم خورا ناوړه وو. موږ د هغو لاریونونو په جریان کې د خواشینوونکو پېښو شاهد وو.»
آلمان له دې هېواد د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ته زور ورکړی دی. ټاکل شوې وه، په لومړي سر کې هغه افغان کډوال چې په درندو لکه، جنسي تېري، قتل، د ملي امنیت په ګواښلو او د نشه يي توکو اړوند جرمونو باندې محکوم شوي دي، وایستل شي، خو په دې وروستیو کې یې هغه کسان هم ایستلي، چې کوم جرمي ریکارډ نه لري.
آلمانۍ «بیلد» ورځپانې سه شنبې د وږي ۳ مه راپور ورکړ، چې ۳۰ تنه افغان کډوال په یوه چارتر الوتکه کې د لایپزیګ له هوايي ډګره کابل ته ولېږدول شول.







