د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

دشت برچي کې شکمنه ناروغي: د یوه سړي کیسه چې تازه له روغتون ته رخصت شوی

29 اگست 2026
دشت برچي کې شکمنه ناروغي: د یوه سړي کیسه چې تازه له روغتون ته رخصت شوی

انځور: رخشانه رسنۍ

سینا سعیدي

حمید د یوه خصوصي پوهنتون د دویم کال زده کړیال دی. هغه له دریو نورو زده کړیالانو سره یو ځای د دشت برچي په نقاش تم ځای کې په یوه کوچینۍ کرایي کوټه کې ژوند کوي. حمید شاوخوا درې اوونۍ وړاندې له هغې څو ورځې وروسته، چې د پوهنځۍ د دویم سمستر ازموینې پای ته ورسوي، یو دم ناروغ شو.

ناروغۍ د هغې پښه تر روغتون پورې ورسوله: «سر مې راوڅرخېد، سترګې مې تورې شوې او په کوټه کې راولوېدم. کله چې په هوش راغلم، ومې لیدل چې سېروم یې راته تړلی دی او په یوه درملتونو کې یم، د کوټې ملګرو مې درملتون ته وړی وم. ډاکتر وکتل او ویل یې کوم خاصه خبره نشته، بدن دې کمزوری شوی او وروسته یې زه رخصت کړم.»

حمید بېرته خپلې کوټې ته وګرځېد، د سبا ورځې په سهار لږ لږ نورې نښې یې په بدن کې پیدا شوې. په پیل کې یې اشتیا له منځه ولاړه، وروسته یې سر وګرځېد او وروسته یې زده بدوالی او کانګې پیل کړې.

حیمد دا ځل د بد اقتصادي وضعیت له امله اړ شو، چې د ټانګ تېل موټر په تم ځای کې دولتي «د دشت برچي سل بستره» روغتون مراجعه وکړي. د دې روغتون روغتیاپالانو د هغه له کتلو او وینې له معاینې وروسته حمید په روغتون کې بستر کړ.

«کله چې روغتون ته ولاړم او معاینات مې وشول، ډاکترانو ویل احتمال لري ته محرقه ولرې او باید څو ورځې په روغتون کې بستر شې. هغوی یوه نخسه ما ته راکړه او ویې ویل دا درمل له روغتون نه د باندې درملتونو څخه واخله او راشه چې بستر د کړو.»

د روانې اونۍ په پیل کې د دشت برچي په «ولیعصر او عرفاني» ښارکوټو او بیست متره کې سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، د دې سیمې لسګونه اوسېدونکي، چې ډېری یې ماشومان دي، مسموم شوي او په روغتونونو کې بستر دي. دغه ناروغانو، د سردرد، تبې، اسهال او ګانګو په علامو لرلو سره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

حمید ویلي د «دشت برچي د سل بستره» دولتي روغتون د ډاکترانو د معایناتو پایلې، چې دی یې د محرقې په ناروغۍ اخته تشخیص کړی وو یوه خپل ملګري ډاکتر ته ولېږل تر څو د دې روغتون د ډاکترانو له تخیص څخه ډاډه شي.

هغه حمید ته په ځواب کې ویلي، ته په محرقه نه یې اخته او د «دشت برچي د سل بستره» دولتي روغتون ډاکترانو د هغه ناروغي احتمالي محرقه تشخیص کړې ده. «کله چې روغتیاپالانو و ویل ته محرقې ته ورته ناروغۍ نښې لرې خو موږ ډاډه نه یو، چې سل به سلو کې په دې ناروغۍ اخته یې. ما ورته و ویل خی ما رخصت کړی. هغوی د رخصتېدو اجازه را نه کړه او ویې ویل، باید څو ورځې دلته بستر شې، تر څو معلومه شي، چې ته په رښتیا محرقه لرې که نه.»
حمید دیارلس ورځې د «دشت برچي په سل بستریز» دولتي روغتون کې، په یوه لوی واټ کې له ۱۲ نورو ناروغانو سره، چې هره ورځ یې پر شمېر نور هم ور زیاتېږي بستر شو. د هغه په وینا، په دې روغتون کې ډېری بستر شوی ناروغان، د ده د ناروغۍ نښې نښانې درلودې او ډېری یې ښځې او ماشومان وو.

هغه ناروغان چې روغتیايي وضعیت یې ښه وو، یوه شپه ورځ او هغه ناروغان چې وضعیت یې خراب وو، تر یوې اوونۍ یا له هغې زیاته موده په دې روغتون کې بسترېدل.

د دشت برچي په «ولیعصر او عرفاني» ښارګوټو او بیست متره کې سرچینې، د خلکو د مسمومېدو لامل د څښاک اوبه بللې دي. د دوی په وینا، د دغه سیمې خلک د اوبو رسولو له یوې شبکې څخه په ګډه کار اخلي.

هغه د دې روغتون د روغتیاپالانو له درملنې او چلند څخه ناخوښي وښوده وايي، په دې روغتون کې شاوخوا دوه اونۍ بستر وو، په وار وار یې له ناروغانو سره د روغتیاپالانو او نرسانو ناوړه چلند لیدلی دی. «یوې نرسې پر ځای د دې چې کنول د لاس په رګ کې را ته و وهي، په هډوکي کې و واهه. کله مې چې ورته و ویل پام کوه په ډېره بده ژبه یې را ته و ویل، که ناراحته وې، ولې شخصي روغتون ته نه ورتلې، چې دلته راغلې.»

حمید وايي، د «دشت برچي په سل بستریز» دولتي روغتون کې درملنه ډېره ټکنۍ مخ ته تله او دا پروسه د دې لامل شوه، چې دی د ډاکترانو له همغږۍ پرته له روغتون څخه ووځي. «هغه درمل یې چې ما ته راکړي وو، اصلآ یې هېڅ اغېز نه راباندې کاوه. په هغو دیارلسو ورځو کې مې ناروغۍ چندان توپیر ونه کړ، کله چې له روغتون څخه و وتم ملګري ډاکتر سره مې اړیکه ونیوه و د هغه په سلا مشورو مې تقوییتي درمل واخیستل او اوس مې وضعیت ښه دی او ورځ تر بلې ښه کېږي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ د (وږي اوله) د دشت برچي د «ولیعصر او عرفان» ښارګوټو او بسیت متره بېلابېلو څخه بېلا بېلو روغتونونو ته د ناروغانو د لېږدولو په پار له لسو زیات امبولانسونه ولېږل. دې وزارت د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ یو روغتیايي ډله دشت برچي ته ور ولېږل تر څو د دې سیمې د خلکو د مسومیت لامل وپېژني.

د څو ورځو په تېرېدو سره، تر اوسه هم د دشت برچي د «ولیعصر او عرفان ښارګونو» قلعه نو او بیست متره سیمو د اوسېدونکو د ناروغه کېدو علت نه دی معلوم. روغتونونه او د دشت برچي روغتیايي مرکزونه لا هم د ناپېژانده ناروغیو د اخته کېدو کوربانه دي.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: افغان مرستندیه ښځې باید وکولی شي په خوندي او تګ راتګ کې له محدودیت پرته کار وکړي
خبر

ملګري ملتونه: افغان مرستندیه ښځې باید وکولی شي په خوندي او تګ راتګ کې له محدودیت پرته کار وکړي

2 سپتمبر 2026
«اوس باید پوهنتون کې وای او کال ته به فارغېدم» هغه ارمان چې فاضله یې د ځان وژنې تر بریده ورسوله
دسته‌بندی نشده

«اوس باید پوهنتون کې وای او کال ته به فارغېدم» هغه ارمان چې فاضله یې د ځان وژنې تر بریده ورسوله

2 سپتمبر 2026
یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ په افغانستان کې له ۴۰ زرو زیات ملکی وګړي وژل شوی
خبر

یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ په افغانستان کې له ۴۰ زرو زیات ملکی وګړي وژل شوی

2 سپتمبر 2026
تر دوو دردونو لاندې مور، زوی یې د ایران په پوله مرمۍ وخوړه او لور یې په زړه سورۍ ده
دسته‌بندی نشده

تر دوو دردونو لاندې مور، زوی یې د ایران په پوله مرمۍ وخوړه او لور یې په زړه سورۍ ده

1 سپتمبر 2026
جهانزېب ویسا د افغان ښځو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه
خبر

جهانزېب ویسا د افغان ښځو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه

31 اگست 2026
د کابل لوېدیځ کې ډلیز مسمومیت: د بحران په زړه کې پرېښودل شوي خلک
دسته‌بندی نشده

د کابل لوېدیځ کې ډلیز مسمومیت: د بحران په زړه کې پرېښودل شوي خلک

30 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه