یادونه: دا روایتونه د هغو نجونو کیسې دي، چې سږ کال له شپږم ټولګي پاتې شوې. له زده کړو محرومیت د ټولیز تاوتریخوالي تر ټولو هغه ښکاره ډول دی، چې د یوه نسل راتلونکې ترې اخلي. رخشانه رسنۍ د لومړنۍ لاس کیسې د نوامبر د ۲۵ په مناسبت، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، خپروي.
زه عالیه یم ۱۲کلنه، هغه عمر چې باید د ژوند یو تازه پړاو مې وای، خو زما لپاره د ښوونځي لارې په پای ته رسېدو تبدل شو. تېر کال مې شپږم ټولګی پای ته ورساوه او په دې خاطر چې نجلۍ یم د زده کړې او تحصیل له دوام څخه محرومه کړای شوم.
له هغې مخکې مې ژوند یو ځانګړی نظم درلود، هر سهار په لېوالتیا سره له خوبه پورته کېدم، د ښوونځي جامې مې اغوستې او ښوونځي ته روانېدم. کله به چې له ښوونځي بېرته راتلم، لومړی به مې کورنۍ دنده تر سره کوله او وروسته به مې نورو کارونو ته رسیدګي کوله. ورځې مې له پروګرامونو، موخو او لالهاندۍ ډکې وې.
په ښوونځي کې مې یوازې درس نه ویلو، فوټبال لوبه مو هم کوله، له ملګرو سره مو وخت تېراوه او تر ټولو ډېره د ښوونځي په واړه کتابون مینه وم. د کتابتون کارت مې اخیستی وو او هره اوونې به مې د کیسو کتابونه کور ته وړل او له کورنۍ دندې وروسته به مې د شپې لخوا کیسې لوستې. ځینې شپې ان دومره په لوستلو کې ډوبېدم، چې د وخت تېرېدو ته به مې هېڅ پام نه وو.
په ټولو مضمونونو کې مې ریاضي زیاته خوښېده. ښايي د ډېرو لپاره د حیرانتیا وړ وي، خو زما لپاره به چې هر څومره یوه موضوع سخته وه، زیاته لېوالتیا مې ورسره درلوده. تل مې خوښېدل داسې څه زده کړم چې سخت تر سترګو کېږي. د یوې ستونزمنې مسلې حل راته دومره په زړه پورې وو، چې بل هېڅ شي یې ځای نه شوای نیولی.
ریاضي د دې لپاره چې اسانه مضمون نه وو خوښېده مې. ښايي همدا ذهنیت مې د دې لامل شوی وي، چې تر نن ورځې پورې سره له سختو شرایطو او ننګونو لا هم په پښو ولاړه یم، جنګېږم او خپلو هیلو ته له رسېدو لاس په سر نه یم.
که مې کولای شوای خپلو زده کړو ته دوام ورکړم، هیله مې وه، چې د ښکلو هنرونو په برخه کې زده کړې وکړم. د تحصیلاتو له پای ته رسېدو وروسته مې خوښېدل، چې د موډ طراحه شم. له ماشومتوبه مې له جامو، رنګونو او ډیزان سره مینه وه. سینما او بازیګري مې هم ډېر خوښېږي. اوس هم چې کله کاغذ او قلم په لاس کې واخلم، ناپامه د جامو ډیزان باسم او ځان په راتلونکې کې انځوروم، چې ډیزاینونه مې د نندارې په صحنو یا د پلورنځیو په ویترینونو کې ولیدل شي.
د ښوونځي وروستۍ ورځې مې له نورو نجونو سره توپیر درلود. په هغه ورځ د ممتازو زده کوونکو د ستاینې د ورځې مراسم نیول شوي وو او زه په ټولګي کې اوله نمره شوې وم. د ګڼو زده کوونکو او ښوونکو تر منځ زه یې د دریځ مخې ته ور وغوښتم، ستاینلیک یې راکړ، یو قلم او کتابچه یې راته ډالۍ کړه. ټولو چک چکې راته وکړې او ویې هڅولم.
هغه ورځ مې باید د ژوند یوه تر ټولو له خوشحالۍ ډکه ورځ وای، خو پرعکس د ژوند په تر ټولو ترخه ورځ بدله شوه. هغه ورځ مې د خوښۍ د اوښکو پر ځای، د ناارامۍ او غم اوښکې توی کړې.
د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته مې ژوند بدلون وکړ. نور مې اجازه نه درلوده، چې ښوونځي ته لاړه شم. که څه هم ناهیلې شوم، له روحي لحاظه وځپل شوم، روح او روان مې زیان ولید، خو داسې یوه نجلۍ هم نه وم، چې خپلو هیلو ته د رسېدو څخه لاس وباسم. له تر ټولو کوچیني فرصت څخه چې په وړاندې مې وو ګټه مې ترې وکړه. په ژمي کې مې انلاین ښوونځی پیل کړ، د هغې تر څنګ مې د نقاشۍ په زده کړه هم لاس پورې کړ. په هغو ورځو کې مې لا هم د ښوونځیو د پرانستل کېدو تمه درلوده. له ځان سره مې ویل، ښايي پسرلی راورسېږي، د ښوونځیو دروازې بېرته پرانستل شي او وکولی شم اووم ټولګی ولولم، خو پسرلی راغی او هېڅ شي بدلون ونه کړ.
هغه ورځ پوه شوم چې امید درلودل او ناامیده کېدل څومره دردناک کېدای شي، اوس مې ډېرې ورځې په انځورګرۍ تېرېږي. طبیعت انځوروم، د انسانانو څېرې باسم او ډېر وخت مې د جامو په ډیزان چې په فکر کې یې لرم د کاغذ مخ ته راوړم. انګلیسي ژبه هم په انلاین بڼه لولم. ځکه لا هم غواړم خپلو هیلو ته ورسېږم، فکر کوم که کومه ورځ د جامو د ډیزان په برخه کې کار وکړم. باید وکولی شم، له د باندې نړۍ او نورو هېوادونو له وګړو سره اړیکه ولرم.
کتابونه او کتابچې مې لا هم ساتلې دي. کله کله یې له المارۍ راباسم او پاڼې یې اړوم. کوچینۍ خور مې تازه دویم ټولګي ته تللې ده. ډېری ورځې هغه تر ښوونځي پورې رسوم، دلیل یې دا دی، چې غواړم لږ تر لږه څو دقیقې نورې هم د ښوونځي انګړ او دیوالونه ووینم. غواړم د هغو ورځې خاطرې چې زده کوونکې وم بیا ژوندۍ کړم.
خو له ښوونځي راګرځېدل د ورځې تر ټولو سخته برخه ده. کله چې خور رسوم او یوازې کور ته راګرځم، زړه مې تنګ شي. په وار وار مې په لار له ځان سره فکر کوم، چې که شرایطو توپیر کولای، وس به زه هم باید په اووم ټولګي کې وای. کله دومره ناارامه کېږم، چې مور مې څو ورځې اجازه نه راکوي، چې خور مې تر ښوونځي پورې ورسوم. وايي، نه غواړي هره ورځ په مات زړه کور ته راوګرځې.
د ښوونځي تړل کېدو یوازې لوستل له ما نه دي اخیستي، بلکې، د خوښیو، انګېزو او هوساینې یوه برخه یې هم له ځان سره وړې ده. هره ورځ چې تېرېږي له ځان سره فکر کوم چې که ښوونځی پرانستی وای، اوس به مې څه نوي شیان زده کړی وای او څومره به مې خوبونو ته نېږدې شوې وای.
له دې ټولو سره سره مې کورنۍ تل تر شاه ولاړه ده. ما ته یې په حضوري او آنلاین ټولګیو کې نوم لیکنه وکړه تر څو له خپل درس او موخو لرې نه شم. هغوی هڅه کوي، تر څو مې هیلې ژوندۍ پاتې شي او زه هم هڅه کوم چې هېڅ وخت ماته نه شم.
زه لا هم باور لرم چې پوهنتون ته تګ او د تحصیل دوام د هرې نجلۍ حق دی. لکه یو طبیعي حق.
زما پیغام د نړۍ په هر ګوټ کې هغه کسانو ته چې دا لیکه لولي دا دی، لطفآ افغان نجونې مه هېروۍ. د ښوونځي د هرې تړلې دروازې تر شاه د زرګونو نجونو خوبونه ولاړ دي. موږ لا هم زده کول خوښوو، لا هم د راتلونکې لپاره پلانونه لرو او لا هم هیلې لرو. موږ یوازې فرصت غواړو.
ښايي تاسو هره ورځ زموږ درد ونه شی لیدالی یا یې درک نه شی کړای، خو زموږ غږ کولی شۍ واورۍ او زموږ درد نه شۍ لوستای. مه پرېږدۍ چې وضعیت همداسې دوام وکړي او موږ راتلونکي نسلونه، داسې نجونې و واسو، چې له زده کړو او تحصیل څخه محرومې پاتې شو.







