د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هرات کې په مرموزه ډول د یوې وژل شوې نجلۍ جسد موندل شوی

30 اگست 2026
هرات کې په مرموزه ډول د یوې وژل شوې نجلۍ جسد موندل شوی

انځور: هرات ښار- رخشانه رسنۍ

هرات کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د دې ولایت په مرکز ښار کې، یوه ماشومه نجلۍ په مرموز ډول وژل شوې او جسد یې د یوې « بوجۍ» له منځه موندل شوی دی.

رخشانه: هرات ښار کې دوو سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، د دې ماشومې نجلۍ جسد پرون سهار (شنبې د وږي ۷ مه) د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند «جوی نو» سیمه کې موندل شوی دی.

د سرچینو په وینا، دا ماشومه نجلۍ مریم نومېده او شپږ کلنه وه.

سرچینو زیاته کړې، چې نوموړې د جمعې په ورځ د ۱۸ مې ناحیې اړوند «عمه سکینه» سیمه کې خپل کور ته نېږدې ورکه شوې وه.

د سرچینو په وینا، د دې ماشومې نجلۍ جسد پرون سهار (شنبې د وږي ۷ مه) د سیمې د اوسېدونکو له خوا په یوه بوجۍ کې موندل شوی دی.

سرچینو تایید کړه، چې د نجلۍ په ستوني کې د خفه کولو نښې درلودې.

په دې اړه نور ولولئ...

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

تر اوسه معلومه نه ده، چې دا ماشومه نجلۍ د چا له خوا او په کوم هدف وژل شوې ده.

هرات کې طالب امنیتي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، پر هېواد د طالبانو په تېره پنځه کلنه واکمنۍ کې، جنايي او مرموزې پېښې، په ځانګړې توګه د ښځو مرموزې وژنې بې مخینې زیاتې شوې دي.

اړوندې لیکنې

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله
خبر

افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله

10 نوومبر 2026
کونړ کې یوه ښځه او ځوان زوی یې وژل شوي
خبر

کونړ کې یوه ښځه او ځوان زوی یې وژل شوي

9 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه