د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د «ملي خبرو اترو ناستې» ګډونوال: افغانستان کې د واک انحصار او له بشري حقونو سرغړونې د منلو نه دي

30 اگست 2026
د «ملي خبرو اترو ناستې» ګډونوال: افغانستان کې د واک انحصار او له بشري حقونو سرغړونې د منلو نه دي

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

یو شمېر افغان سیاسي او ټولنیزو فعالانو، د ښځو او بشري حقونو فعالانو د «ملي خبرو اترو» ناسته کې ویلي، افغانستان کې د واک انحصار او له بشري حقونو سرغړونې د منلو وړ نه دي.

رخشانه: د ملي خبرو اترو شپاړسمه غونډه پرون شنبې د وږي (۷ مه) په واشنګټن ډي سي کې د لسګونو افغانانو په ګډون جوړه شوېوه.

د دې ناستې ګډونوالو ویلي، «افغانستان په یوه سیاسي بن بست کې دی، په هېواد کې ریښتینې سوله، خپلواکي، هوساینه او امید شتون نه لري.»

دوی په دې ناسته کې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره په لار موندلو او پر افغان وګړو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو په لغوه کولو ټينګار وکړ.

فعالانو و ویل، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک انحصار او له بشري حقونو سرغړونې هېڅ د منلو وړ نه دي.

هغوی د طالبانو له لوري د واک د انحصار پر دوام، د اساسي قانون په نشتوالي، د مشروع نظام نه شتون او له بشري حقونو په سرغړونو اندېښنه وښوده ویې ویل، دا موضوعات به جدي بحرانونو ته لار هواره کړي.
د دې ناستې د ګډونوالو په وینا، «افغانستان یوې ملي، رڼې او د خلکو په خوښه پروسې ته اړتیا لري، چې په هغې کې ټولې ډلې، قومونه، ښځې، ځوانان او مخور رول ولري.»

دوی ویلي، د افغانستان خلک باید د بشري حقونو د سرغړونو، تبعیض، انحصار او بې عدالتۍ په وړاندې غلي نه شي او د بدلون لپاره له مدني او سوله ییزه لارو هڅه وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

فعالانو ټيڼګار وکړ، چې د خلکو فشارونه، عامه پوهاوی او ملي انسجام کولی شي، په افغانستان کې مثبتو اصلاحاتو او بدلونونو ته لار هواره کړي.

دا غونډه د هغې پروسې پر دوام ده، چې له ۲۰۲۵ کال راهیسې پیل شوې او تر اوسه، د اروپا، شمالي امریکا او استرالیا په بېلا بېلو ښارونو کې جوړې شوې دي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه