د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

نورستان کې سېلابونه، څلور کورونه ویجاړه، د یوه ماشوم او دو ښځو جسدونه موندل شوي

1 سپتمبر 2026
نورستان کې سېلابونه، څلور کورونه ویجاړه، د یوه ماشوم او دو ښځو جسدونه موندل شوي

Social Media

نورستان کې ځايي طالب چارواکي وايي، د دې ولایت وانټ وایګل ولسوالۍ کې د راوتلو سېلابونو له امله، څلور کورونه نړیدلي او د یوه ماشوم او دوو ښځو جسدونه موندل شوي دي.

رخشانه: نورستان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد حسین ثاقب ویلي، سېلابونه پرون ماښام (دوشنبې د وږي ۹ مه) د وانټ وایګل ولسوالۍ په «اشو» کلي کې راوتلي دي.

د ثاقب په وینا، په دې سیمه کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله، څلور کورونه ویجاړ شوي او د یوه ماشوم او دوو ښځو په ګډون د دریو تنو جسدونه موندل شوي دي.

ثاقب زیاته کړې، د پاتې کسانو د ژغورنې لپاره پلټونکي عملیات روان دي.

نورستان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د سېلابونو په ترڅ کې لسګونه جرېبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

د هغه په وینا تالندې او برېښنا له امله د دې ولایت د مرکز په لوړه سیمه «چاتراس» کې دوه تنه ټپیان شوي او ۲۲ سره څاروي له منځه تللي دي.
د نورستان ولایت مرکز پارون ښار د روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې په وروستیو کې د خونړیو سېلابونو شاهد وو.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د دې ولایت مرکز پارون ښار کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی وو، ۲۴ تنه ټپیان او یو شمېر نور لادرکه شوي وو.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه