د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: ۷۰ سلنه افغان مېرمنې له ناوړه رواني حالت سره مخ دي

2 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: ۷۰ سلنه افغان مېرمنې له ناوړه رواني حالت سره مخ دي

انځور سینګار شوی: رخشانه رسنۍ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) ویلي دي، افغانستان کې له هرو ۱۰ شځو ۷ هغه یې له ناوړه رواني حالت سره مخ دي.

رخشانه: دې بنسټ په خپله اېکس پاڼه له افغان ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې لیکلي، له زده کړو، کار او په عمومي ژوند کې له ګدونه د کلونو محرومیت، د افغان ښځو او نجونو روغتیا او رواني حالت ته ژور زیان رسولی دی.

د دې بنسټ په وینا، د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي، چې افغانستان کې له هرو ۱۰ ښځو ۷ هغه له ناوړه رواني حالت سره ژوند کوي.

ملګرو ملتونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې لیکلي: «موږ باید د هغوی تر څنګ ودرېږو او همدارنګه د هغو خدماتو او ملاتړونو لپاره چې دوی ورته اړتیا لري پانګونه وکړو.»

طالبانو په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د سختو او سیستماتیکو محدودیتونو په لګولو سره، د نیمايي وګړو حقونه له منځه وړي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

دې ډلې په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو پر ضد له ۱۰۰ زیات فرمانونه صادر کړي، چې تبعیض یې بنسټیز او د هغوی اساسي حقونه یې ترې اخیستي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان کې نیمايي ښځې او نجونې په تګ راتګ او عمومي ځایونو ته پر لاسرسي د کلکو بندیزونو له امله، په میاشت کې یو یا دوه ځلې له کوره د باندې وځي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه