د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

انځور: رخشنې رسنۍ ته رالېږل شوی

د «افغانستان لپاره د ښځو بنسټ» اعلان کړی، چې «افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» یې د څو نورو بنسټونو په همکارۍ، په جینوا ښار کې د یوه پروګرام په ترڅ کې وړاندې کړی دی.

رخشانه: دا پروګرام پرون جمعه د (وږي ۱۳) د بشري او ښځو د حقونو د فعالانو او په جینوا کې په ملګرو ملتونو کې د ایرلنډ او کاناډا د دایمي استازو په شتون کې جوړ شو.

د «افغانستان لپاره د ښځو بنسټ» ویلي، دا سند له ۷۰ څخه زیاتو ملي او نړیوالو سازمانونو، د معترضو ښځو، بري حقونو او تخصصي بنسټونو په سلا مشورو او د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د دفتر سره په همغږۍ چمتو شوی دی.

د دې بنسټ په وینا، د دې سند موخه د ځواب ویلو میکانېزمونو پیاوړتیا او اغېزمن کارولو او د دې تګلارو د پلي کولو په پروسه کې د ملي بنسټونو د پراخ ګډون لپاره لارښوونې چمتو کول دي.

په دې تګلارو کې د افغانستان لپاره خپلواک تحقیقاتي میکانېزم، د جرمونو په نړیواله محکمه کې روانې محاکمې، د جنسیتي توپیر د جرم کولو کمپاین او په افغانستان کې د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکی دفتر شامل دي.

د دې سند له مخې، هېوادونه او اړونده نړیوال بنسټونه باید د روڼتیا زیاتولو لپاره همکاري وکړي او د طالبانو د ځواب ویلو پروسې اړوند بنسټونو او شخصتیونو سره نېغې اړیکې رامنځ ته کړي.

د دې سند په مخکتنه کې په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې دایمي استازي، د افغانستان د بشري حقونو لپاره ځانګړي راپور ورکوونکي، د برابرۍ او بشري حقونو لپاره د هسپانیا سفیر او د افغانستان لپاره د ښځو بورډ مشرې فوزیې کوفي ویناوې وکړې.

په دې پروګرام کې په افغانستان کې د ښځو په وضعیت باندې د دې میکانېزمونو اغېزې او په ټولنه کې د هغوی د تحقق او پلي کولو لپاره د نارینه وو په رول هم خبرې شوې دي.

طالبانو پر هېواد په تېرو پنځه کلنه واکمنۍ کې د ښځو او نجونو په وړاندې له ۱۰۰ زیات فرمانونه صادر کړي او هغوی یې خپلو تر ټولو لومړنیو اساسي حقونو ته له لاسرسي محرومې کړې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

د بشري حقونو بنسټونو او معترضو ښځو په تېرو پنځو کلونو کې په پرلپسې توګه طالبان د «جنستي توپیر» په چلند تورن کړي، پر ښځو د محدودیتونو لغوه کولو او د طالبانو د دې محدودیتونو د پلي کولو په اړه یې د ځواب ویلو غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه