د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

6 سپتمبر 2026
کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

انځور: ټولنیزې شبکې

تمنا تابان

صوفیه به هر سهار له کوره وته او هر هغه دروازه به یې ټکوله، چې ګمان کېده څوک به یې مرسته وکولی شي. کومې نخسې چې ډاکتر د هغې مېړه ته ورکړې وې، په لاس کې به یې نیولې، ناروغي به یې بیانوله او له خلکو به یې مرسته غوښته.

خو ځوابونه تل یو شان وو: «مرسته درسره نه شو کولی»

اوس د صوفیې د خاندو له مرګه ۲۲ ورځې تېرېږي، هغه کس چې له ایران څخه تر راستنېدو وروسته یې ونه شوای کولی په افغانستان کې کار پیدا کړي، ناروغ شو او په پای کې یې درملو ته په منظم نه لاسرسي ژوند له لاسه ورکړ.

۴۶ کلنه صوفیه او ۱۴ کلن زوی یې اوس یوازې پاتې دي.

هغې و ویل: «اوس زما کار یوازې ژړا ده. سهار کېنم تر ماښامه د خپلې بې پنایۍ او بېوسۍ لپاره ژاړم.»

د صوفیې کورنۍ کابو اته کاله په ایران کې ژوند وکړ. مېړه یې د پلاستیک جوړولو په یوه کارخونه کې کار کاوه او په څه ډول چې صوفیه په ایران کې د کډوالو له ځورولو کیسه کوي، د هغوی ژوند لږ تر لږه له یوه نسبي ثبات څخه برخمن وو، د خوړو لپاره یې خواړه درلودل او یو چت یې په سر ولاړ وو.

په دې اړه نور ولولئ...

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

ملګري ملتونه: افغان مرستندیه ښځې باید وکولی شي په خوندي او تګ راتګ کې له محدودیت پرته کار وکړي

خو شاوخوا دوه کاله وړاندې دې ژوند پای وموند. دا کورنۍ لکه د نورو ډېری افغان کډوالو کورنیو په څېر، د باوري اسنادو نه لرونکي وه. له ایران څخه په زور افغانستان ته را وایستل شوه. هغوی هڅه وکړه، چې د استوګنې لپاره قانوني اسناد چمتو کړي، خو بریالۍ نه شوه.

د هغوی لپاره افغانستان ته ستنېدل د یوه نوي ژوند پیل نه وو، د بېوزلۍ، بېکارۍ او ناروغۍ پړاو وو.

کورنۍ له راستنېدو وروسته وتوانېده، چې د بامیان مرکز کې یو پخوانی خټین کور په کرایه کړي. د صوفیې مېړه او ۱۴ کلن زوی به هره ورځ د کار موندلو په موخه بازار ته تلل، خو کار به یې پیدا نه کړ.

صوفیې و ویل: «له سهاره تر ماښامه به بازار ته د کار لپاره تلل، ماښام ناوخته به کور ته تش لاس راستانه شول.»

دې وضعیت شاوخوا اته میاشتې دوام درلود.

بېکارۍ او اقتصادي فشار د صوفیې په وینا، خاوند یې په تدریج سره وروست کړ. د کور کرایه، د خوراکي توکو د بیې لوړوالي او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو کې ناتوانۍ فشار نور هم زیات کړ.

صوفیه وايي: «د بېکارۍ وضعیت زما په خاوند ډېر بد اغېز کړی وو. ورځ تر بلې زړېده او ماتېده، تر دې چې په یوه ناعلاجه ناروغۍ اخته شو.»

د تېر کال د تلې میاشتې وروستۍ وې، چې د مېړه پښو یې سخت درد پیدا کړ او ټول بدن یې وپړسېده، کورنۍ یې هغه لومړی د بامیان ولایتي روغتون ته یووړ، خو ډاکترانو ویل د تشخیص او لا ښې درملنې لپاره باید کابل ته یووړل شي.

ستونزه دا وه، چې کورنۍ یې ان د موټر د کرایې او کابل ته د تګ لګښت هم نه درلود.

صوفیې و ویل: «هلته ډاکتران پوه نه شول، ویل یې باید کابل ته یې یوسۍ. له یوه لوري مو ان د کابل ته د تګ لپاره د موټر کرایه نه درلوده، څه دا چې د درملو او درملنې پیسې ولرو.»

بالاخره د یوه ګاونډي په مرسته یې مېړه کابل ته ولېږداوه. له معاینې وروسته معلومه شوه، چې د زړه په ناروغۍ اخته دی.

صوفیه وايي، ډاکترانو داسې درمل ورته تجویز کړل، چې دوی وکولی شوای یوازې د یوې دورې لپاره یې بیه پرې کړي.

«یوازې همغه لومړی ځل چې کابل ته لاړو وتوانېدو، چې درمل ورته واخلو. د زړه د ستونزې درمل خورا ګران دي. خدای یې د انسان دښمن ته هم نه ورښيي.»

درملو یې یوه موده د خاوند وضعیت ښه کړ، خو کله چې درمل تمام شول، کورنۍ یې د بیا ځلي اخیستو توان نه درلود.

صوفیې له دې دفتره و هغه دفتر ته په تګ پیل وکړ.

نوموړې و ویل: «کوم ځای نه و چې ورنغلم، څوک وو چې مخ مې وروانه اړاوه؟ د موسساتو له دفترونو نیولې تر د آیت الله ګانو، بډایو او ټولو هغو کسانو، چې فکر مې کاوه کولی شي مرسته راسره وکړي. ټولو ته مې مخ واړاوه، هیله مې وکړ، خو له ټولو ځایونو ناهیلې راستنه شوم.»

له ټولو محدودیتونو سره سره، صوفیه یوه ورځ بامیانو کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ته هم ورغله. د خاوند نخسه یې په لاس وه او هیله یې کړې وه، چې څوک ورسره د درملو په چمتو کولو کې مرسته وکړي.

له ساعتونو انتظار وروسته، بالاخره واتوانېده، د بامیانو د عامې روغتیا رییس محمد غني صمیم سره وګوري.

د صوفیې په وینا، د هغه ځواب دا وو: «خاله خدای دې ناروغ ته شفا ورکړه، موږ هېڅ مرسته نه شو کولی.»

وايي د بامیانو بازار کې یې ۱۲ درملتونونو ته مراجعه کړې، نخسه یې وښودلې او د خاوند ناروغي یې ورته بیان کړې. له هغوی یې غوښتي، چې که په بامیانو کې درمل نه وي، لږ تر لږه له کابله یې دې ورته چمتو کړي یا یې د یو ډول درملو بیه پرې کړي.

په همغه ورځو کې یې د کورنۍ ۱۴ کلن زوی هم د لوږې او د پلار له ناروغۍ رنځېده. د صوفیې په وینا، هغه ورځ تر بلې وزن کمولو او روحیه یې ماتېدله.

د صوفیې وروسته تمه، په ایران کې د خاوند کورنۍ وه.

هغه یې له دوه خویندو سره اړیکه ونیوه او د ورور وضعیت یې ورته بیان کړ. له هغوی یې وغوښتل، چې ژر تر ژره مرسته ورسره وکړي. ځکه چې د هغې په وینا ځنډ کولای شوای د مېړه د ژوند په بیه ورته تمام شي. هغو په ایران کې د هغوی وضعیت هم د صوفیې له ژوند سره چندان توپیر نه درلود.

بالاخره د صوفیې مېړه په داسې حال کې ژوند له لاسه ورکړ، چې کورنۍ یې ورته د منظم درملو اخیستو توان نه درلود.

د هغه په مرګ کورنۍ نه یوازې یو غړی، بلکې یوازینۍ ډوډۍ راوړونکی او ملاتړی یې هم له لاسه ورکړ.

صوفیه باوري ده، چې که یې کورنۍ زیات مالي توان درلودای او کولی یې شوای خاوند ته په منظم ډول درمل چمتو کړي، ښايي هغه به نن ژوندی وای.

اوس صوفیه او د هغې زوی د بې کورۍ او لوږې له خطر سره مخ دي. صوفیه وايي، په وار وار یې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست ته مراجعه کړې ده. یوازینۍ مرسته چې تر لاسه کړې یې ده، دوه بوجۍ غنم وو او له هغې وروسته یې هطڅ ډول ملاتړ نه دی تر لاسه کړی.

هغه اوس نه پوهېږي چې څه ډول خپل او د زوی ژوند ته دوام ورکړي.

د صوفیې لپاره وطن ته راستنېدل، د کور، ګټې، روغتیا او په پای کې د خاوند له لاسه ورکولو په مانا وو، او په خپله وینا یې «مطلقه بې پنايي».

د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې بېوزلي لا مخ په ژورېدو ده او میلیونونه کورنۍ د ژوند لپاره تر ټولو لومړنيو اړتیاوو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرم راپور ښيي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان شاوخوا ۷۴ سله وګړي، چې نېږدې ۲۸ میلیونه کسانو ته رسېږي، د ژوند د اساسي اړتیاو پوره کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو.

اړوندې لیکنې

«اوس باید پوهنتون کې وای او کال ته به فارغېدم» هغه ارمان چې فاضله یې د ځان وژنې تر بریده ورسوله
دسته‌بندی نشده

«اوس باید پوهنتون کې وای او کال ته به فارغېدم» هغه ارمان چې فاضله یې د ځان وژنې تر بریده ورسوله

2 سپتمبر 2026
یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ په افغانستان کې له ۴۰ زرو زیات ملکی وګړي وژل شوی
خبر

یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ په افغانستان کې له ۴۰ زرو زیات ملکی وګړي وژل شوی

2 سپتمبر 2026
تر دوو دردونو لاندې مور، زوی یې د ایران په پوله مرمۍ وخوړه او لور یې په زړه سورۍ ده
دسته‌بندی نشده

تر دوو دردونو لاندې مور، زوی یې د ایران په پوله مرمۍ وخوړه او لور یې په زړه سورۍ ده

1 سپتمبر 2026
جهانزېب ویسا د افغان ښځو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه
خبر

جهانزېب ویسا د افغان ښځو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه

31 اگست 2026
د کابل لوېدیځ کې ډلیز مسمومیت: د بحران په زړه کې پرېښودل شوي خلک
دسته‌بندی نشده

د کابل لوېدیځ کې ډلیز مسمومیت: د بحران په زړه کې پرېښودل شوي خلک

30 اگست 2026
دشت برچي کې شکمنه ناروغي: د یوه سړي کیسه چې تازه له روغتون ته رخصت شوی
دسته‌بندی نشده

دشت برچي کې شکمنه ناروغي: د یوه سړي کیسه چې تازه له روغتون ته رخصت شوی

29 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه