د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

انځور: رخشانه رسنۍ

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې استازې سوزان فرګوسن، د دې سازمان دفترونو ته د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د لاسرسي محدودیت د یو کلن کېدو پر مهال ویلي، د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته، نه شي کولی افغان ښځو او نجونو ته د دوی له کلتور او شرایطو سره سمې مرستې وړاندې کړي.

رخشانه: هغې نن (دوشنبې د وږي ۱۶ مه) په یوه بیانیه کې ویلي، د ملګرو ملتونو اړوند دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو محدودیت، د ملګرو ملتونو په منشور کې د درج شویو بشري حقونو او برابرۍ د بنسټیزو اصولو تر پښو لاندې کول دي.

فرګوسن وايي، د نړۍ په هېڅ ځای کې ښځې د دوی د جنسیت په دلیل د ملګرو ملتونو مرکزونو ته له ننوتو نه راګرځول کېږي او دا اقدام د ملګرو ملتونو په ۸۰ کلن تاریخ کې بې مخینې دی.

د هغې په وینا، د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو دا محدودیتونه، په افغانستان کې د دې سازمان او د هغوی د شریکانو فعالیتونه کمزوري کوي او ښځو او نجونو او د هغوی کورنیو ته لاسرسی او د هغوی د اړتیا وړ مرستو د برابرولو توان کموي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې استازې ویلي، په تېر یوه کال کې د دې سازمان افغان ښځینه کارکوونکو د خپلو اساسي دندو تر سره کولو ته دوام ورکړی دی.

هغې ټینګار کړی، چې دغو کارکوونکو د ټولنې په کچه د ښځو د سازمانونو ملاتړ کړی، د ښځو سره یې د ژوند فرصتونو ته د لاسرسي او د اقلیمي بدلون په وړاندې د انعطاف زیاتولو کې مرسته کړې ده.

مېرمن فرکوسن وايي، د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو د لاسرسي بندیز د افغان ښځو د زده کړو، کارموندنې، تګ راتګ او په عامه ژوند کې د ګډون په اړه د یو لړ نورو محدودیتونو په توګه وضع شوی دی.

نوموړې زیاته کړې، د دې محدودیتونو ټولګه نه یوازې په اړمنو افغانانو، بلکې پر کورنیو، ټولنو او د هېواد پر اقتصادي غوړېدا هم اغېز کوي.

سوزان فرګوس ویلي دي: «ملګري ملتونه د افغان ښځینه کارکوونکو له شتون پرته، نه شي کولی افغان ښځو او نجونو ته د دوی له کلتور او شرایطو سره سمې مرستې وړاندې کړي.»

د دې په وینا، په افغانستان کې باید د ښځو له خوا د ښځو لپاره مرستې وشي. د ملګرو ملتونو د ماموریت تر سره کولو لپاره، د افغان ښځینه کارکوونکو بشپړ ، برابر او له خنډ پرته ګډون اړین دی.

فرګوسن له طالبانو غوښتي، چې د دې بنسټ اړوند دفترونو ته د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د لاسرسي محدودیت لرې کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجراييوي مشرې سیما باهوس هم د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د لګول شوي محدودیت یو کلن کېدو ته په اشارې د دې محدودیت د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

هغې ویلي، طالبانو د ښځو پر زده کړوو کار او په عمومي ژوند کې د ګډون محدودیتونه نه یوازې لغوه کړي نه دي، بلکې لا یې سخت کړي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرايیوي مشرې د افغان ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې زیاته کړې، چې دا وضعیت دوام نه شي کولی.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه