د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

انځور: AFJC

د افغانستان د خبریالانو مرکز(AFJC) ویلي، د طالبانو د عدلیې وزارت ځواکونو، کابل کې د راه فراد خصوصي تلوېزیون او صدای اصلاح راډیو دفترونه وتړل او د دې دوو رسنیو فعالیت یې بند کړ.

رخشانه: د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د راه فراد تلوېزیون دفتر پرون یکشنبې د (وږي ۱۵ مه) او د صدای اصلاح راډیو دفتر لس ورځې وړاندې مهر ولاک شوی دی.

دې مرکز لیکلي، طالب ځواکونه پرون له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه، د کابل ښار د دریمې ناحیې اړوند «سر کاریز» سیمه کې د راه فردا خصوصي تلوېزیون په دفتر یرغل وکړ او هغه ځای یې مهر و لاک کړ.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، طالب ځواکونو د دې رسنۍ نوی د امتیاز خاوند سلمان اخلاقي ونیوه او له ځان سره یې یووړ.

دغه راز طالبانو د یوه قومي مخور دفتر هم چې د راه فردا خصوصي تلوېزیون تر څنګ یې موقعیت درلود تړلی او هلته شته کسان یې نیولي او له ځان سره یې وړي دي.
طالبانو ویلي، د راه فردا تلوېزیون او قومي مخور د دفتر ودانۍ، د افغانستان د حزب وحدت ګوند د مشر محمد محقق اړوند دي او په همدې خاطر دوی دغه رسنۍ او د قومي مخور دفتر تړلي او د دې رسنۍ د امتیاز خاوند او قومي مخور یې هم نیولي دي.

دې ډلې د تېر کال د کب په ۹مه نېټه هم د راه فردا خصوصي تلوېزیون دفتر تړلی او د دې رسنۍ فعالیت یې بند کړی وو.

خو دا رسنۍ له څو میاشتو فعالیت درېدو وروسته، د روان لمریز کال په اوړي کې د امتیاز د نوي خاوند په راتګ سره بېرته خپل فعالیت پیل کړ.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د راه فردا تلوېزیون د مهر و لاک د غندلو تر څنګ، له طالبانو غوښتي، چې د دې رسنۍ د امتیاز خاوند له قید و شرط پرته خوشی کړي.

دې مرکز په یوه بله اعلامیه کې لیکلي، د طالبانو د عدلیې وزیر اړونده ځواکونو، کابل کې د صدای اصلاح راډیو دفتر هم تړلی او د دې رسنۍ خپرونې یې بندې کړې دي.

د دې خصوصي رسنۍ دفتر د روان لومریز کال د زمري میاشتې په ۵ مه نېټه د طالبانو د عدلیې وزیر اړونده ځواکونو له خوا مهر و لاک شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، د طالبانو عدالیې وزارت د دې خصوصي رسنۍ دفتر له «جمعیت اصلاح او د افغانستان ټولنیزې پراختیا ټولنې» سره د تړاو په دلیل تړلی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

د دې مرکز په وینا، د صدای اصلاح راډیو له ۱۳۹۷ راهیسې نویو مالکینو ته سپارل شوې او د «افغانستان د جمعیت اصلاح او ټولنیزې پراختیا ټولنې» پورې اړه نه لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د راه فردا خصوصي تلوېزیون او صدای اصلاح راډیو په وړاندې د طالبانو د عدلیې وزارت اقدام غندلی او د دې دوو رسنیو د دفترونو د پرانستو غوښتنه یې کړې ده.

طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې، په هېواد کې په رسنیو بې شمېره محدودیتونه لګولي دي. د دې محدودیتونو په ترڅ کې لسګونه غږیزې، تصویري او چاپي رسنۍ له فعالیت څخه پاتې شوې دي.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه