د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ، د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې، له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د هغوی له حقونو په کلماتو نه بلکې په عمل کې دفاع وکړي.

رخشانه: بنټ دغه څرګندونې نن (دوشنبې د مرغومي ۱۶ مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې وکړې.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په دې ناسته کې ویلي، طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه، له نړیوالو سرو کرښو پښه اړوي.

هغه، په هېواد کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو سختو له تبعیضه ډکو محدودیتونو ته اشاره وکړه او د هغوی له حقونو دفاع ته یې ژمنتیا وښوده.

همدارنګه بنټ د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو او د دې سازمان د بشري حقونو د شورا له غړو غوښتي، چې د شعار ورکولو پر ځای دې، په عملي توګه د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي.

نوموړي په دې غونډه کې ویلي، د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي، چې په افغانستان کې د ماشومانو او نویو ځوانانو ژوند او ماشومتوب، په وېره، محرومیت او ناهیلۍ کې تېر شي.

بنټ پر دوام زیاته کړې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یې د نجونو د ځان وژنې په اړه ګڼ شمېر راپورونه اورېدلي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه

یوناما: کابل او هرات کې کابو ۵۲ ښځې او نجونې توقیف یا نیول شوې

هغه د طالبانو د مشر له خوا تازه توشېح شویو فرمانونو ته په اشارې ویلي، دغې ډلې د دې فرمانونو او نویو حکمونو په صادرولو سره، د ماشومانو حقونه مخکې له مخکې کمزوري کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، له خلکو سره د طالب ځواکونو د تاوتریخولي، جسمي او رواني ناوړه چلند څخه ټکان خوري.

نوموړي د طالبانو د «زوجینو جلاوالي اصولنامې» توشېح ته په اشاره ویلي، دې سند د ماشومتوب ودونه په رسمیت پېژندلي دي.

اړوندې لیکنې

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي
خبر

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

7 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي
خبر

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

6 اکتوبر 2026
د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه