د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

8 سپتمبر 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

انځور: رویټرز

د بشري حقونو د څار سازمان اعلان کړی، چې د تېر یوه کال په اوږدو کې، په افغانستان کې جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی دی.

رخشانه: دې بنسټ نن (دوشنبې د وږي ۱۶ مه) د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي وروستي راپور ته، چې په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه دی، غبرګون ښودلی.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د بنټ راپور په افغانستان کې د تېر یوه کال د بدلونو په اړه یو ټکان ورکوونکی انځور وړاندې کوي او دا په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو په اړه د طالبانو د پنځه کلنو سیاستونو یو ویجاړونکی غېز ښکاره کوي.

د دې سازمان په وینا، له ۲۰۲۱ کال را په دېخوا، طالب چارواکو ښځې او نجونې په هدفي ډول له خپلو اساسي حقونو محرومې کړې دي.

د بشري حقونو څارډلې ټینګار کړی، چې د تېر یوه کال په اوږدو کې، جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی او له مخکې محدود شوي حقوقي ملاتړونه یې نور هم له منځه وړي دي.

دې بنسټ د طالبانو د زوجینو جلاوالي اصولنامې توشېح ته په اشارې ویلي، په دې سند کې «له حد زیات وهل ټکول» د ښځو په وړاندې د کورني تاوتریخوالي په توګه په رسمیت پېژندل شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، لا هم خبریالان، د بشري حقونو مدافعین، معترضان او د دولت پخواني کارکوونکي، له خپل سرو نیونو، جبري لادرکه کولو، ربړونې او د بشري حقونو له نورو فاحشو سرغړونو سره مخ دي.

دې بنسټ ویلي، د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید پر خپل هوډ ودرېږي او په افغانستات کې د بشري حقونو د ملاتړ، د سرغړونو د مخنیوي او د هغو د عاملینو د ځواب ویوونکي کولو لپاره باوري تګلارې تدوین کړي.

د بشري حقونو څار ډلې زیاته کړې، چې د ځانګړي راپور ورکوونکي خپلواکه څارنه، راپور ورکول او د افغان مدني ټولنې سره تعامل لا هم اړین او نه بدلېدونکی دی.

دې بنسټ له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د هغه د بشپړ ماموریت له تمدید څخه ملاتړ وکړي، د سپارښتو د تر سره کولو لپاره یې هڅې وکړي، د هغو د دفتر په واک کې وړ سرچینې په واک کې ورکړي او د وضعیت په اړه د منظم راپور ورکولو غوښتونکي شي.

د بشري حقونو څار ډله وايي، هېوادونه باید د بشري حقونو د روښانه او نه اندازه کولو وړ معیارونو له ټاکلو پرته، له طالبانو سره تعامل عادي کړي.
دا بنسټ وايي، هېڅ هېواد نه باید یو کس د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته په زور ستون کړي، ځکه په دې هېواد کې ځورونه او تعقیب په منظمه او مستنده توګه دوام لري.

د بشري حقونو څارډلې ټینګار کړی، چې دولتونه باید جنسیتي توپیر په نړیوال چوکاټ کې د بشريت په وړاندې د جرم په توګه په رسمیت وپېژني او د هاګ نړیوالې محکمې له لوري د جنسیتي توپیر د ځور او تعقیب او په افغانستان کې د نورو نړیولو فاحشو جرمونو د عاملینو د تعقیب له هڅو ملاتړ او ساتنه وکړي.

دې بنسټ ټينګار وکړ، چې د افغانستان قربانیان او ژوندي پاتي شوي کسان او د هغوی کورنۍ، له اوږدې مودې راهیسې، د حقیقت، عدالت او زیانونو د جبران په تمه دي.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه