د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي

8 سپتمبر 2026
طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي

انځور: ټولنیزې شبکې

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) وايي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو خوس کې دوولس تنه خبریالان د کتابونو د یوه نندارتون د خبري پوښښ پر مهال په «سپکوونکې توګه» نیولي او کمرې یې ترې ضبط کړې دي.

رخشانه: دې بنسټ نن (سه شنبې د وږي ۱۷ مه) په اعلامیه کې دا اقدام په کلکه غندلی او هغه یې د انساني کرامت او د خبریالۍ د مسلک د حقونو سره په ټکر کې بللی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز لیکلي دي، دا پېښه نن سهار ۹:۳۰ بجې د خوست ښار په دویمه ناحیه کې د کتابونو د یوه ورځني نندارتونو د خبري پوښښ پر مهال رامنځ ته شوې ده.

دې مرکز زیاته کړې، خبریالان د انځور اخیستو او له نندارچیانو سره د خبرو اترو په حال کې وو، چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د دوی د کار مخه ونیوه.

د افغان خبریالانو د مرکز په وینا، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خبریالانو سره له سپکاوي ډک چلند وکړ، هغوی یې ونیول او کمرې یې ترې واخیستې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، د خبریالانو کمرو د نیولو په څو ساعته تېرېدو سره، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو لا هم د خبریالانو وسایل نه دي ورکړي.

دا مرکز وايي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له دې امله چې په خوست کې «د ساه کښو انځور خپرول منع کړای شوی دي» د خبریالانو کمرې ضبط کړې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، چې خبریالانو ته د کمرو د ورکړې تر څنګ، په بېړنۍ توګه له هغوی سره بد چلند او سپکاوی پای ته ورسوي او اجازه ورکړي، چې خبریالان خپل مسلکي کار له وېرې په تشه فضا کې تر سره کړي.

د طالبانو له لوري په رسنیو کې د ساه کښو انخور نه خپرولو بندیز د ۱۴۰۳ کال د زمري له میاشتې پلی شوی او تر اوسه د هېواد له ۲۳ ولایتونو په ۲۵ هغو کې پلی شوی دی.

اړوندې لیکنې

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026
ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي
خبر

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

3 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه