د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د خالدې پټ ژوند، د طالبانو د ګواښ او مېړه د تاوتریخوالي تر منځ

9 سپتمبر 2026
د خالدې پټ ژوند، د طالبانو د ګواښ او مېړه د تاوتریخوالي تر منځ

انځور: رخشنې رسنۍ ته رالېږل شوی

زحل آزاد

۳۷ کلنه خالده نه پوهېږي تر کومې به کولی شي په هغه کور کې، چې اوس یې په کې پناه اخیستي پاتې شي. په ګواښلو سره یې هر وخت دې ته اړباسي، چې توکي یې راټول کړي او بل کور ته لاړه شي. یو ځای چې ښايي د لنډې مودې لپاره خوندي وي.

هغې کابو یوه لسیزه د افغانستان د ښځو د حقونو لپاره کې فعالیت وکړ او له هغو ښځو ده، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یې، د ښځو په اعتراضونو کې ګډون وکړ. خو اوس د دې په وینا، د طالبانو د ګواښ، د پېژندلو له وېرې، کورني تاوتریخوالي او بې پیسوتوب سره لاس او ګرېوان ده.

خالده وايي، د ۱۴۰۰ کال د زمري ۲۴ مه، د کابل له سقوط وروسته یې ژوند په بشپړ ډول بدل شوی دی، د «ښځې د ښځو لپاره» بنسټ کې یې د اروا پوهې په توګه دنده له لاسه ورکړه او د پخوا په څېر په آزاده توګه تګ راتګ او فعالیت نه شي کولی.

واک ته د طالبانو په راتګ سره، هغه ښځه چې کلونه یې د نورو د ژوند ښه کولو لپاره هڅې کړې دي، ناڅاپه یې ځان او دوه اولادونه په یوه نامعلومه راتلونکې کې ولیدل.

هغې چوپتیا غوره نه کړه. واټونو ته راووته او د ښځو په اعتراضونو کې یې ګډون وکړ، په هغو اعتراضونو کې، چې د طالبانو د بیا راتګ په لومړیو میاشتو کې د افغانستان په بېلا بېلو ښارونو کې رامنځ ته شول.

په هغو ورځو کې ډېرې ښځې واټونو ته حاضرېدلې او اعتراضونو په رسنیو کې پراخ انعکاس درلود، خو د معترضینو د ځپلو په زیاتېدو، نیولو او له هغوی سره په بد چلند، اعتراضي غونډې په وړو ناستو بدلې او تړلو ځایونو ته ولېږدول شوې.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت لپاره د پولیسو قانون په توشېح سره، په ټول افغانستان کې لاریونونه بند اعلان کړل.

خو د خالدې لپاره دا فشارونه او محدودیتونه په پای کې په یوې سختې پرېکړې کولو تمام شول، د افغانستان پرېښودل.

د ۱۴۰۰ کال د ژمي په وروستیو کې خالدې افغانستان پرېښود او ایران ته لاړه. هیله یې درلوده، چې هلته به د طالبانو له ګواښونو او په افغانستان کې د ژوند له فشارونو لرې، د ځان او اولادونو لپاره خوندیتوب پیدا کړي.

خو ګواښونه، د دې په وینا، له مخکې مودو راهیسې پیل شوي وو: «زما لپاره ګواښونه همغه د طالبانو د راتګ په لومړیو میاشتو کې پیل شوي وو. په فسبوک کې یې راته پیغام راکړ، چې که د دوی پر ضد څه ولیکم، پایلې به مې ښې نه وي.»

هغه وايي، اړیکې یې هم تر لاسه کولې، چې له دې یې غوښتل امنیتي حوزې ته ورشي او ژمنه وکړي، چې د طالبانو په وړاندې به فعالیت نه کوي: «اړم شوم کور مې چې له پلاره په میراث راته پاتې وو، ګرو کړم او ایران ته کډه وکړم.»

خالده شاوخوا یو کال په ایران کې پاتې شوه، خو هلته یې هم هغه ارامتیا، چې دا یې په لټه وه ونه لیده. د ایستلو وېره ورسره وه، پوهېده، چې د دې او اولادونو لپاره یې ایستل، بیا له هغه ناامنۍ او محدودیتونو سره مخ کېدل دي، چې له هغو یې تېښته کړې وه.

په پای کې د هغې وېرې په واقعیت بدله شوه. د ایران پولیسو دا او لور یې په خپل کار ځای، چې د جامو د تولید کارخونه وه، ونیوې او افغانستان ته یې و ایستلې: «کله یې چې زه ونیوم، زارۍ مې ورته وکړې، ورته ومې ژړل او سلګونه دلیلونه مې ورته راوړل، چې په افغانستان کې مې ژوند په خطر کې دی، د لور او زوی ژوند مې له ګواښ سره مخ دی. خو هېچا هم وا نه اورېده، او رنځ مې په هېچا پورې اړوند نه وو.»

د هغې په وینا، له ډېر ټینګار وروسته یې یوازې کورنۍ ته اجازه ورکړل شوه، چې زوی یې هم دوی ته راولي: «په پنډغالي کې د یوې شپې تېرولو وروسته، له پولې واړول شو.»

په وروستیو پنځو کلونو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ زور اخیستی دی. هغه بهیر چې د ډېری کورنیو ژوند یې له بې ثباتۍ او جبري ستنولو سره مخ کړی دی. خالده هم په ایران کې له شاوخوا یو کال ژوند تېرولو وروسته، د ۱۴۰۱ کال په سلواغې میاشت کې افغانستان ته و ایستل شوه.

خالدې له راستنېدو وروسته، د افغانستان د شمال په یوه ولایت کې، د خپلوانو په یوه کور کې پناه واخیسته، خو د دې په وینا، د پېژندل کېدو له وېرې او د مستقیمو او غیر مستقیمو ګواښونو له امله تر اوسه پورې هغه اړ شوه، چې ۱۰ ځلې د اوسېدو ځای ته تغیر ورکړي.

نوموړې و ویل: «ډېره موده مې ونه شوای کولی له کوره ووځم. له دې وېرې چې څوک مې له راستنېدو خبر نه شي، یو کال مې زوی ښوونځي ته ونه لېږه. ان د ساده شیانو د اخیستو لپاره مې هم بل څوک لېږل. خپله کور او انګړ لرم. خو له وېرې هلته نه شم اوسېدای. څو میاشتې د یوه خپل په کور کې او څو میاشتې د بل په کور کې وم. خدای شاهد دی خورا ډېره ترې شرمېږم، چې په دې سختو او له بېکارۍ ډکو شرایطو کې زه هم د هغوی پر اوږو بار یم.»

هغه وايي، وېرې یې لا هم په ژوند سیوری غوړولی دی: «له سختې وېرې لا هم نه شم کولی د کوم کار غوښتنلیک ورکړم.»

خالده ادعا کوي، چې د کورنۍ له راستنېدو دوه کاله وروسته یې، په کال ۱۴۰۳ کې د طالبانو استخباراتي ځواکونو د دې ۱۵ کلن زوی د لنډ وخت لپاره ونیوه.

په دې اړه نور ولولئ...

قومي پاکونه څه ده؟ (درېیمه برخه)

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

دا زیاتوي، چې د مور په ټینګار یې زوی ښوونځي ته ولېږه، خو څو میاشتې وروسته، د همغه کال په پسرلي کې استخباراتي ځواکونه هغه ښوونځي ته چې د دې زوی په کې زده کړې کولې ورغلل: «چا ورته ویلي وو، چې د خالدې زوی دی. وروسته یې وپېژانده او هغه یې ډېری وځوراوه. غوښتل یې زوی مې له ځان سره یوسي، تر څو ما اړ کړي، چې ځان ښکاره کړم.»

د خالدې په وینا، زوی یې په همغه ښوونځي کې د څو ساعتونو لپاره د طالبانو له خوا نیول شوی او پوښتنې ګروېږنې ترې شوې دي. وروسته د ښوونځي د مدیر، د سیمې د مخورو او د خالدې د نېږدې قومیانو په منځګړیتوب، دې پېښې پای وموند او زوی یې حوزې یا کوم بل ځای ته ونه لېږدول شو.

خالده وايي، له زوی او هغه کسانو چې له ده سره یې مرسته کړې، ژمنه واخیستل شوه، چې بیا د دې پېښې په اړه له چا سره خبرې ونه کړي.

د خالدې په خبره، د سږ کال په غوايي میاشت کې یې د پلار کور ته هم، د دې د احضارولو حکم لېږل شوی وو. په دې حکم کې له هغې غوښتل شوي وو، چې د ژمنې ورکولو لپاره اړونده حوزې ته مراجعه وکړي.

هغې د دې حکم له ترلاسه کولو وروسته، یو ځل بیا د ژوند کولو ځای پرېښود: «له دې پېښې وروسته، د مور د خپلوانو یوه کلي او کور ته ولاړم او دوه میاشتې هلته پاتې شوم.»

خو په کلي کې یې د اولادونو لپاره ژوند ستونزمن وو او هغه بېرته ښار ته ولاړه، دا ځل د ښار مرکز ته نه: «درې میاشتې یو ځای پاتې شوم او پنځه میاشتې بل ځای، له هېڅ عاید پرته. خدای شاهد دی، د هغو کسانو په وړاندې چې ما ته یې پناه راکړې شرمنده یم، ځکه ټول لګښتونه مې د هغوی په غاړه دي.»

د طالبانو ګواښونه د خالدې یوازینۍ اندېښه نه ده. له مېړه سره یې اړیکه، چې د دې په خپله وینا، له نشې سره لاس او ګرېوان دی، د وېرې او بې پنايۍ یوه بله سرچینه ده.

خالدې ۲۰ کاله کېږي، چې واده کړی، یوه ۱۹ کلنه لور او یو ۱۵ کلن زوی لري. مېړه یې د مخکني حکومت تر سقوط وړاندې د امنیتي ځواکونو غړی وو. دا وايي، خاوند یې د واده په څلورم کال، د خپلوانو سره د یوې کورنۍ دعوا له امله یو څه موده بندي شو.

له خوشي کېدو وروسته یې مېړه د طالبانو تر راتګ وړاندې ایران ته ولاړ.

خالده وايي، د ګډ ژوند ډېری کلونه یې د ژوند د لګښتونو او اولادونو د ساتنې مسوولیت په خپله غاړه وو: «یو کال کېږي، چې مېړه مې له ایران نه راغی او راته په یوه بل غم واوښت. تل مې په اولادونو ګواښي او وايي هغه ستا نه دي او له تا یې اخلم.»

د هغې په وینا، مېړه یې د دې کور ته، چې له پلار په میراث ورپاتې دی، سترګې پټې کړې او غواړي هغه وپلوري تر څو یې پیسې په نشه يي توکو ولګوي.

خالده زیاتوي، له واده شاوخوا درې کاله وروسته یې قصد درلود، له مېړه جلا شي، خو کورنۍ یې له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ.

دا وايي، مور یې ورته ویلي وو: «که طلاق واخلې، خپلې شیدې نه دربښم.»

مشرې خور یې هم ورته ویلی وو، د کورنۍ د عزت خبره ده او له دې یې غوښتي وو، چې ګډ ژوند وزغمي.

خالده وايي، مېړه یې د تاوتریخوالي چلند کوي.

دې و ویل: «مېړه مې یوه ورځ له لفظي شخړې وروسته، په چاقو سره په ما برید وکړ او غوښتل یې ومې وژني، اولادونو مې چیغې کړې او ځانونه یې راباندې راواچول.» دا زیاتوي، چې خاوند یې له حملې وروسته تېښته وکړه او لور یې د مرستې لپاره ګاونډیانو ته ورغږ کړ.

هغه انځورونه، چې خالدې رخشانې رسنۍ ته په واک کې ورکړي دي، د هغې په بدن د ټوکل کېدو او ټپونو نښې ښيي، کوم چې د هغې د مېړه د تاوتریخوالي په اړه د هغې د بیان سره سمون لري.

د خالدې لور مینا وايي، د مور د کړاو لیدل ورته ستونزمن دي، په ځانګړې توګه داسې مهال چې پوهېږي له دې سخیتو ډېرې هغه یې مور د ښځتوب په پار زغمي.

د دې په خپله وینا: «انسان په ډېرو ځایونو کې ان د یوه پردي انسان د درد لیدو توان نه لري، د مور درد خو پر ځای پرېږده. کله چې مور ته ګورم او هغو سختیو ته چې دې ګاللې فکر کوم. له پښو مې غورځوي. زغمل یې خورا سخت دي. دلته ګواکي، چې ښځه توب جرم دی او موږ هم مجرم یو.»

د مینا په خبره، خالده ډېری وخت نه غواړي اولادونه یې د دې له ستونزو خبر شي. خو مینا وايي، د مور ځینې عادتونه د هغې د ژړا پر مهال پېژني او د هغې له مخې متوجه کېږي، چې وضعیت یې ښه نه دی، یا تر کومې کچې تر فشار لاندې ده.

اوس خالده نه ثابت کور لري، نه خپلواک عاید او نه دا ډاډ چې سبا به چېرته وي.

هغه ښځه چې یو وخت یې په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره فعالیت کاوه او په واټونو یې د طالبانو د محدودیتونو پر ضد شعارونه ورکول، اوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره په چوپتیا کې ژوند کوي. دې و ویل: «کوم کړاو او سختۍ چې ما په دې کلونو کې ګاللې دي، یوازې زه او زما پر سر ولاړ خدای پرې پوهېږي.»

اړوندې لیکنې

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي
دسته‌بندی نشده

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

6 سپتمبر 2026
قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

5 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: افغان مرستندیه ښځې باید وکولی شي په خوندي او تګ راتګ کې له محدودیت پرته کار وکړي
خبر

ملګري ملتونه: افغان مرستندیه ښځې باید وکولی شي په خوندي او تګ راتګ کې له محدودیت پرته کار وکړي

2 سپتمبر 2026
«اوس باید پوهنتون کې وای او کال ته به فارغېدم» هغه ارمان چې فاضله یې د ځان وژنې تر بریده ورسوله
دسته‌بندی نشده

«اوس باید پوهنتون کې وای او کال ته به فارغېدم» هغه ارمان چې فاضله یې د ځان وژنې تر بریده ورسوله

2 سپتمبر 2026
یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ په افغانستان کې له ۴۰ زرو زیات ملکی وګړي وژل شوی
خبر

یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ په افغانستان کې له ۴۰ زرو زیات ملکی وګړي وژل شوی

2 سپتمبر 2026
تر دوو دردونو لاندې مور، زوی یې د ایران په پوله مرمۍ وخوړه او لور یې په زړه سورۍ ده
دسته‌بندی نشده

تر دوو دردونو لاندې مور، زوی یې د ایران په پوله مرمۍ وخوړه او لور یې په زړه سورۍ ده

1 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه