د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ولکر تورک: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی

9 سپتمبر 2026
ولکر تورک: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی

انځور: رخشانه رسنۍ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر تورک پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو پر دوام نیوکه کړې وايي، افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی.

رخشانه: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر دفتر نن (چهارشنبې د وږي ۱۸ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې طالبانو د نړیوالو حقونو په چوکاټ کې د کړو ژمنو رعایت کولو ته اړ کړي.

ولکر تورک وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ډېری خلکو وضعیت تر بد بدتره کېږي. میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي، د بشر د اساسي حقونو په وړاندې درناوی مخ په خرابېدو دی او سلګونه زره کسان له ځپلې خوښې پرته افغانستان ته ستنول کېږي.

نوموړي زیاته کړې: «طالبان د هرې میاشتې په تېرېدو سره ځپوونکي محدودیتونه لا پسې سختوي. په دې سره داسې تر سترګو کېږي، چې نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي دي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ویلي، نړیوالې ټولنې د افغانستان خلک د هغه وضعیت په وړاندې، چې ورځ تر بلې ژورېږي، یوازې پرېښودي دي.
تورک د زده کړو، کار، تګ راتګ د آزادۍ او عمومي ژوند ته د لاسرسۍ، حجاب د مراعت کولو او له پرېکړه کوونکو بنسټونو د ښځو ایستلو دوامداره او سخت محدودیتونه غندلي دي.

هغه د زوجینو جلاوالي اصولنامې توشېح ته په اشارې ویلي، دا سند له مېړونو د ښځو جلاوالی لا ستونزمنوي او په ضمني ډول د ماشومتوب ودونه او د ښځو او ماشومانو په وړاندې تاوتریجوالی روا بولي.

تورک وايي، د ملګرو ملتونو د تړلو بنسټونو دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو د ممنوعیت یوکال کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وايي، له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې تر اوسه پورې، شاوخوا ۲.۲ میلیونه افغان نجونې او ښځې له منځنیو او عالي زده کړو محرومې شوې دي.

دی وايي، له عمومي ژوند څخه د ښځو او نجونو دا سیستماتیک حذفول، د بشري حقونو نه مننونکې سرغړونې دي، چې د طالبانو له لوري په یوه عادي او بنسټیز امر بدل شوی دی.
ده زیاته کړې ده: «دا ډول محدودیتونه چې په ښځو او نجونو پلي کېږي او د جنسیتي توپیر په مانا دي، په هېڅ ټولنه کې ځای نه لري.»

په دې اړه نور ولولئ...

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

تورک وايي، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې لږ تر لږه ۴۴۹ افغان مېرمنو او نارینه وو ته د طالبانو له خوا بدني سزا ورکړل شوې ده.
هغه ټینګار کړی، چې د مخکني نظام د کارکوونکو او امنیتي ځواکونو په وړاندې د طالبانو د بشري حقونو سرغړونې دوام لري او مذهبي لږکي له هغې جملې شیعه او اسماعیله ټولنې لا هم د محدودیتونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر پر دوام وايي، افغانستان کې رسنۍ هم د طالبانو تر سانسور او د نورو محدودیتونو لاندې فعالیت کوي.

نوموړي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د کډوالو جبري ستنولو ته په اشارې ویلي، له ۴۰۰ زره زیات وګړي په جبري توګه، تر ډېره له ایران او پاکستان، څخه و دغه هېواد ته ګرځول شوي دي.

ولکر تورک وايي، د افغانستان کابو ۲۱.۹ میلیونه وګړي، یا شاوخوا ۴۵ سلنه نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او بهرنۍ مرستې هم په شدت سره کمې شوې او د خلکو کړاونه یې نور هم زیات کړي دي.

اړوندې لیکنې

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026
ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي
خبر

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

3 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه