د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستان نه د افغان محصلو نجونو ایستل به جدي پایلې ولري

10 سپتمبر 2026
د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستان نه د افغان محصلو نجونو ایستل به جدي پایلې ولري

انځور: khro.org

د بښنې نړیوال سازمان آسیايي څانګې، د پاکستان د طبي شورا د دې پرېکړې په غبرګون کې، چې د طب او ستوماتولوژۍ زده کوونکې نجونې به د طالبانو ترواک لاندې افغانستان ته وباسي ویلي، دا پرېکړه د محصلو نجونو لپاره جدي پایلې لري.

رخشانه: دې سازمان په یوه اعلامیه کې لیکلي، د پاکستان د طبي شورا دا پرېکړه په ښکاره ډول له «تبیعض څخه ډکه او خپل سرې» ده.

د بښنې نړیوال سازمان د آسیا څانګې ویلي، د دې پرېکړې پایلې به په زده کوونکو نجونو خورا سختې وي، ځکه ډېری د هغو، په افغانستان کې لوړو زده کړو ته له لاسرسي محرومې شوې دي.

یاد سازمان زیاته کړې، افغان زده کوونکې نجونې به له پاکستان څخه په ایستلو سره، د زده کړو او خپل مسلکي فعالیت د دوام لپاره ډېر لږ پاتې فرصت هم له لاسه ورکړي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې، ډېری له دې زده کوونکو زیات وخت د طب په څانګه کې زده کړې کړې، خو تحصیلات یې په ناڅاپي او د توجیه نه وړ ډول سره پای ته رسېدلې او دوی په بل ځای کې د خپلو زده کړو د بیا پیل لپاره لږ تمه لري.

دې سازمان ویلي، د پاکستان دولت باید د نړیوالو بشري حقونو له قوانینو سره سم، موظف دی، چې د زده کړې حق له تبعیض پرته د ملیت پر اساس رعایت کړي.

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له دولت نه غوښتي، چې یوه انساني او عملي حل لاره ونیسي، چې افغان زده کوونکو، له هغې جملې ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي، چې په دې هېواد کې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

د پاکستان طبي شورا تازه امر کړی، ټول هغه افغان زده کوونکي، چې په پاکستان کې د طب او ستوماتولوژۍ په څانګو کې په زده کړو بوخت دي، باید دا هېواد پرېږدي. دغه راز دې شورا د نویو افغان محصلینو جذب هم بند کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

دې شورا افغان محصلینو ته ویلي، دا پرېکړه یې له دې امله کړې، چې طالبان د پاکستان له دولت سره په جګړه کې دي.

د پاکستان د طبي شورا له خوا د طب او ستوماتولوژۍ د افغان محصلینو ایستل، پراخ غبرګونونه له ځان سره لري.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه