د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یان اګلنډ: د مرستو کمېدا د افغان نجونو او ښځو لپاره ناورین دی

12 سپتمبر 2026
یان اګلنډ: د مرستو کمېدا د افغان نجونو او ښځو لپاره ناورین دی

انځور: آرشیف- رخشانه رسنۍ

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) مشر یان اګلنډ له افغانستان سره د بشري مرستو په کمېدا نیوکه کړې وايي، په هېواد کې د نجونو او ښځو لپاره د خدماتو رسولو د بودیجې کمښت ناورین دی.

رخشانه: اګلنډ د فرانسې خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، د بشري مرستو له کمېدا سره هممهاله، د افغان ښځو د حقونو د رعایت کولو لپاره غوښتې «مخ روڼی» دی.

هغه وايي، بهرني هېوادونه حق لري «د افغان نجونو لپاره د زده کړو او کار غوښتنه وکړي، خو دا مخ روڼی دی، چې یو څوک له افغانستان نه د باندې د اروپا له پلازمنې څخه په یوه سیمنا کې، دا ډول غوښتنې مطرح کوي او په ورته وخت کې د افغان نجونو لپاره د خوړو مرستې او ان د لومړنیو زده کړو لپاره مرستې بندوي.»

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره نړیوالې مرستې په شدت سره کمې شوي دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د روان میلادي کال د اګست میاشتې تر وروستیو پورې په افغانستان کې د ژغورونکو بشري مرستو د وړاندې کولو لپاره له ۳۰ سلنې کمه بودیجه برابره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق هم په اګست میاشت کې خبرداری ورکړی وو، چې روان کال د ماشومانو د حادې خوارځواکۍ کچه بحران ته رسېدلې او شاوخوا یو میلیون ماشومان یې تر اغېز لاندې راغلي دي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر د افغان ښځو او نجونو لپاره د بودیجه کمښت «ناورین زېږوونکی» بللی وايي «څوک چې فکر کوي د افغانستان له خلکو د مرستو په اخیستو سره کولی شي طالبانو ته سزا ورکړي، شته واقعیتونه یې نه دي درک کړي.»

یان اګلنډ ویلي، د بودیجې د کمښت له امله اړ شوي د مرستندویه ښځینه کارکوونکو او د نجونو د لومړنیو زده کړو ښوونځې وباسي، ځکه کافي پیسې په واک کې نه لري.

هغه په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاند د طالبانو سختو محدودیتونو ته په اشارې، دې ډلې ته په خطاب کې ویلي دي که چېرې «نجونو ته د زده کړو اجازه ونه کړل شي، له یوه ناورین سره به مخامخ شي.»

د ناورې د کډوالو شورا رییس ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د محدودیتونو د دوام په صورت کې به «راتلونکې کې هېڅ متخصصه ښوونکې، نرسه، ډاکتره یا افغان ښځینه قابله ونه لرو.»

هغه د زده کړو په اساسي رول ټينګار کړی ویلي یې دي: «زده کړې یو اساسي او نړیوال حق دی. موږ اوس هغو ته اړتیا لرو او باید همدا اوس له هغو برخمن و واوسو.»
اګلنډ په خپله اېکس پاڼه په یوه بل پوسټ کې لیکلي دي، چې کابل او کندهار کې یې له طالب مشرانو سره ولیدل او له شپږم ټولګي بره نجونو د زده کړو د زمینې برابرولو په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

هغه لیکلي، د هر کال په تېرېدو زره ګونه ښوونکې او د روغتیا برخې ښځینه کارکوونکې له کاري بازاره ایستل کېږي او د هغوی د ځای ناستې لپاره هېڅ فارغ التحصیل شتون نه لري.

د نوموړي په وینا، دا موضوع د افغانستان لپاره یوه جدي اندېښنه ده او په همدې دلیل موږ په ټولو کچو کې د نجونو او ښځو د زده کړو د بیا پیل لپاره، د افغانستان له دودونو سره سمې هڅې کوو.

د ناروې د کډوالو شورا رییس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو او هېوادونو د دیپلوماتانو او ځانګړو استازو په نه شتون د نیوکې تر څنګ وايي، دا کسان دې د ښځو د حقونو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.

اګلنډ له اروپايي حکومتونو، شمالي امریکا او نورو هېوادونو غوښتي، چې خپل سفارتونه بېرته په افغانستان کې پرانیسي، له طالبانو سره تعامل وکړي او «د ښځو او نجونو حقونه وغواړي او په ورته وخت کې هغوی ته مرستې ورسوي.»

د ناروې د کډوالو شورا مشر اشاره کړې، چې دا مهال په افغانستان کې نړیواله مرستندویه بنسټونه، په لومړۍ کرښه کې دي او «په بشپړه توکه یوازې» پرېښودل شوي دي.
نړیوالو مرسته رسوونکو بنسټونو تل د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري بحران د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی، چې وړ مرستو رسولو لپاره د بودیجې د نه برابرېدو په صورت کې به، په دغه هېواد کې بشري وضعیت له دې هم خراب شي.

اړوندې لیکنې

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026
ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي
خبر

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

3 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه