حوا جوادي
د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي بانکي مون په وړاندې کړي، تحلیلي چوکاټ کې داسې نښو نښانو ته نغوته کړې، چې په لیدو یې کولی شو وړاندوینه وکړو، چې «قومي پاکونه» د پېښېدو په حال کې ده؟
په دې برخه کې هغو نښو ته اشاره کېږي، چې د ملګرو ملتونو له نظره په ځانګړي ډول، «نسل وژنه» یا «قومي پاکونه» ده. د ملګرو ملتونو په تحلیلي چوکاټ کې مشخصا دوه لاملونو ته نغوته کېږي، چې هر یو له دې دوه لاملونو، د ګڼو شاخصونو لرونکي دي.
لومړی لامل: د ډلو تر منځ شخړې (inter-group tensions) یا د قربانیانو په وړاندې د تبعیض لرونکو اقداماتو د نښو شتون
دا لامل هغه وضعیت ته اشاره لري، چې په کې د قربانیانو په وړاندې په تېر تاریخ کې د تجربه شوي یا په اوس کې د تعصب د یوه شدید ډول(serious prejudice) څخه پرده پورته کوي. دا شدید تعصب کولی شي له قربانیانو سره د حاکمې ډلې اړیکې دومره تر فشار لاندې کړي، چې په پای کې د «نسل وژنې» یا «قومي پاکونې» په پلټنه تمامېږي. د دې تعصب ماهیت کولی شي، قومي وي او کولی شي له مذهبي او دیني ښوونو سرچینه واخلي. په ډېری مواردو کې چې ناوړه جرمونه لکه، «نسل وژنه» یا «قومي پاکونه» رامنځ ته کېږي، تر ډېره په کې له قومي او مذهبي تعصبونو یو ترکیب تر سترګو کېږي.
په هر حال د ملګرو ملتونو له نظره، کله چې د یوې زیان مننونکې ډلې په وړاندې د یوه هېواد یا یوې سیمې د واکمنې ډلې سخت تعصبي چلند ولیدل شي، نو د «قومي پاکونې» او «نسل وژنې» د جرم لپاره د پلټنې زمینه برابره ده. اوس دا په نورو ټولنیزو- تاریخي حالاتو پورې اړه لري، چې دا لامل څه ډول واکمنان دې جرمونو ته اړ باسي.
د ملګرو ملتونو د تحلیلي چوکاټ پر بنسټ، لاندې نښې او شاخصونه له موږ سره مرسته کوي، تر څو پوه شو، چې له قربانیانو سره د واکمنانو په چلند کې، شدید تعصب شتون لري که نه:
– د قربانیانو په وړاندې تبعیضي سیاستونه
د ملګرو ملتونو له نظره که په تاریخي تجربه کې د واکمنې ډلې او زیان مننونکې ټولنې تر منځ اړیکې، څه په تېر او څه په اوسنیو شرایطو کې، تبعیضي چلندونه او اقدامات تر سترګو شي، یقینآ د خبرداري نښه ده. دا شاخص ښيي، چې د دواړو تر منځ اړیکې کړکېچنې دي. له دې زاویې تبعیض لرونکي چلندونه او اقدامات عبارت دي له، په قربانیانو د انزوا تحمیلول، د هغوی په وړاندې د محدودیتونو لګول او د داسې قوانینو رامنځ ته کول، چې د هغوی د پېژندل شویو او معمولي حقونو په سلبولو تمامېږي.
له ادارو د زیان منونکې ټولنې د غړو حذفول او پاکونه، د دوی په وړاندې په سیستماتیک ډول د محرومیت تحمیلول، د دوی لپاره د تعلیمي فرصتونو محدودول او د دوی د ځمکو، تاسیساتو او اقتصادي فرصتونو ضبط کول د تبعیضي کړنو بېلګې دي.
په عراق کې، کله چې بعث ګوند واک ته ورسېد، له ځنډ پرته یې داسې شرایط رامنځ ته کړل، چې کرد، ترکمن او آشوري قومونو نه شوای کولی، خپل املاک او شتمنۍ ځای پر ځای کړي، هغوی له اداري او حکومتي جوړښتونو حذف شول.
۲- د زیان منونکو ډلو له شتون نه انکار یا د هغوی هویت په رسمیت نه پېژندل
له دې لید لوري که واکمنه ډله په تېر یا اوسني تاریخي تجربه کې د قربانیانو قومي او مذهبي هویت په رسمیت ونه پېژني او دوی له اداري، سیاسي، اقتصادي او کلتوري جوړښتونو لرې کړي، دا ګمان کېدای شي چې د دې قومي او مذهبي ډلې د فزیکي حذفولو یا پاکونې لپاره بالقوه نیت او انګېزه شتون لري. کله چې د برما واکمنانو د «۱۹۸۲ د تابعیت قانون» پاس کړ، «روهینیایان» په دې هېواد کې د شته قومي ډلو له نوملړ څخه لرې کړای شول. فوري پایله یې دا وه، چې هر څومره «روهینیایان» په دې هېواد کې وو، په یوه شېبه کې تابعیت ترې واخستل شو او په یوه بې هېواد لرونکو وګړو (stateless) بدل شول. په همدې ډول، په عراق کې د بعث ګوند د انقلاب قوماندانۍ د شورا د مصوباتو ټولګې، عملآ کردان، ترکمنان او آشوریان د عراق له اساسي قانون څخه حذف کړل او هغوی د خپل ملکیت د ساتلو او له خپلو حقونو د برخمن کېدو لپاره اړ وو، چې له خپل قومي هویت څخه انکار وکړي او ځان «عرب» معرفي کړي.
۳- د ناوړه جرمونو تر سره کولو په اړه خوندیتوب ((impunity
پر دې بنسټ که په تاریخي تجربو کې د قربانیانو په وړاندې خلک د «نسل وژنې»، «د بشريت په وړاندې جنایت» او «جنګي جنایت» مرتکب شوي وي، خو واکمنه ډله د دې کسانو محاکمه کولو او د دې جرمونو منلو ته تیار نه وي، نو دا د دې نښه ده، چې زیان منونکې ټولنه د «قومي پاکونې» یا ان «نسل وژنې» خطر ګواښي. په ټولو هغو ټولنو کې، چې هلته قومي پاکونه او نسل وژنه رامنځ ته شوې ده، هېڅ وخت واکمنه ډله د جرمونو منلو او په جنایت کې د شاملو کسانو محاکمه کولو ته چمتو شوې نه ده.
۴- له برابرو حقونو د برخمنېدو پر سر شدیدې شخړې
له دې لید لوري، که چېرې په تاریخي تجربه کې هغه که په تېر کې وه او که اوس وي، د واکمنې ډلې او زیان منونکې ټولنې تر منځ د مدني حقونو، اقتصادي سرچینو، سیاسي ګډون او کلتوري فرصتونو څخه د برخمنېدو یا لاسرسي په اړه شدید کړکېچ شتون ولري، نو د یوه شدید بحران نښه، چې کولی شي «قومي پاکونې» یا «نسل وژنې» رامنځ ته کړي، شته ده. دا کړکېچ کولی شي بېلا بېل ډولونه ولري. په تر ټولو بده سناریو کې واکمنه ډله د زیان منونکې ټولنې لپاره هېڅ ډول حق په رسمیت نه پېژني.
د زیان منونکې ټولنې غړي له ټولو حقونو، چې په عادي توګه یو وګړی ترې برخمن وي، محرومېږي. نه له هغوی څوک په حکومتي جوړښت کې استازولي کوي، نه په ښوونیزو او تحصلي بنسټونو کې په رسمیت پېژندل کېږي، نه هم په عدلي او قضايي سیستم کې او نه هم هغوی ته اجازه ورکول کېږي، چې په آزاده توګه اقتصادي فعالیت وکړي.
په پایله کې هغه ټولنه چې له سیستماتیک تبعیض سره مخ وي، تل هڅه کوي، تر څو خپل حقونه تر لاسه کړي او واکمه ډله همېشه دا هڅې کوي، چې په بېلا بېلو لارو یې وځپي.
۵- له هویتي لانجو د رامنځ ته شویو بحرانو د حل لپاره د ملي میکانېزم نشتوالی
د ملګرو ملتونو له نظره که چېرې په یوه ټولنه کې د هویت لانجو څخه د رامنځ ته شویو بحرانونو د حل لپاره تګلارې شتون ونه لري، هغه ټولنه د «قومي پاکونې» او «نسل وژنې» وړ ده. د واکمنۍ ډلې په لاسونو کې د واک او شتمنۍ تمرکز او په هېواد کې د داسې قانوني جوړښت نشتوالی، چې د بې عدالتۍ، زیاتي، زوروینې، تبعیض او د قربانیانو په وړاندې د جرمونو مخه ونیسي، ټولنه د هویتي کړکېچونو د زیاتولو او په پای کې د «قومي پاکونې» او «نسل وژنې» د جرمونو لور ته ورکاږي.
دویم لامل: د یوې زیان منونکې ټولنې د ټولې یا یوې برخې لمنځه وړلو ته د واکمنۍ ډلې د نیت نښې
دا لامل هغه مهال مطرح کېږي، چې د واکمنۍ ډلې له خوا د داسې اقداماتو نښې نښانې ولیدل شي، چې له هغې یې موخې د ټولې یا ټولنې د یوې برخې لمنځه وړل هدف وي.
ملګرو ملتونو د دې عامل د پېژندو لپاره څو نښې او شاخصونه فهرست کړي دي:
۱- اسناد
د داسې اسنادو او لاسوندونو شتون، چې وښيي واکمنه ډله د زیان منونکې ټولنې یا قربانیانو د له منځه وړلو لپاره د پروګرامونو جوړولو په حال کې ده. دا اسناد کېدای شي، د غونډو مصوبې، غږ، لیکونه، سیاسي منشور یا بل هر څه چې د واکمنۍ ډلې نیت او موخې بیان کړي، وي. البته اړتیا نشته، چې دا اسناد د واکمنې ډلې د مشرانو یا رسمي چارواکو په لاسلیک رسېدلي وي. د بېلګې په توګه، په غوندو کې د نفرت خورول، د ډلې د غړو هڅول چې په یوه زیان منونکې ټولنه برید وکړي، ان که دا د واکمنې ډلې د چارواکو یا ټیټ رتبه غړو له خوا تر سره شي، کولی شي په ټولنه کې د «نسل وژنې» او «قومي پاکونې» نیت په ګوته کړي.
ځینې دا اسناد ممکن په ښکاره ډول په نښه ټولنې ته ګواښوونکی پیغام هم ونه لري، خو که د دوی د محتوا په تحلیل کولو سره دا په ضمني ډول اټکل کېدای شي، چې واکمنه ډله غواړي قربانیان له منځه یوسي، نو دا اسناد د شواهدو په توګه کارول کېدای شي. د ملګرو ملتونو له نظره د «نسل وژنې» او «قومي پاکونې» خطر دومره ویجاړونکی دی، چې ډېر لږ شواهد او نښې هم باید کمې ونه ګڼل شي.
۲- فزیکي برید
فزیکي برید کېدای شي بېلا بېل ډولونه ولري، له پراخ برید او ډلیزو وژنو نیولې بیا د هدفي ټولنې په یوې برخې تر بریدونو پورې، د بېلګې په توګه، که چېرې په یوه ځانګړې سیمه کې واکمنه ډله شرایط دومره تنګ کړي، چې هلته د ناامنۍ، غیرقانوني وژنو، ځورولو، په کلتوري او مذهبي مرکزونو د بریدونه، له امله د قربانیانو لپاره ژوند کول سخت شي، نو کولی شو هغه د نسل وژنې یا قومي پاکونې رامنځ ته کېدل وبولو.
۳- پراخ او سیستماتیک تبعیض
تبیعضي کړنې، له هغې جملې د قربانینو د له منځه وړلو لپاره د هغوی د آزادۍ، یا هویتي عناصرو په وړاندې د تاوتریخوالي اعمال، د واکمنې ډلې د ارادې نښه ده. د ملګرو ملتونو له نظره اړتیا نشته، چې دا اقدامات دې حتمن د فزیکي حذف په کچه کې وي. همدا چې واکمنه ډله، د زیان منونکې ټولنې په وړاندې د تبعیض تر ټولو سخت ډول پلی کوي او د هغوی په هویتي نښو برید کوي، کولی شو پوه شو، چې د قربانیانو د حذف پروګرام د واکمنې ډلې تر لاس لاندې دی.
۴- د داسې پالیسو جوړول چې په نښه شوې ټولنه کې د ښځو زېږون ته زیان رسوي
په ځینو هېوادونو کې د قربانیانو د زېږون د مخنیوي لپاره دولتونه یا واکمه ډله، د هغوی په شنډولو لاس پورې کوي او په ځینو مواردو کې یې اولادونه ترې اخلي.
۵- د قرباني ټولنې تحقیر او سپکاوی
دولت یا واکمنه ډله په داسې اقداماتو لاس پورې کوي، چې له هغې یې موخه د قرباني ټولنې، سپکول، سپکاوی او وېرول وي، داسې اقدامات لکه مذهبي ځایونو، قومي نښو ته نه درناوی، په هدیرو بریدونه، تحقیر او سبمولیک سپکاوی.
۶- د قرباني ټولنې د کابو کولو په خاطر د خوښې او ویاړ څرګندول
دا شاخص په دې مانا دی، چې د واکمنې ډلې غړي، دا چې د قربانیانو برخلیک د دوی په واک کې دی، په عام محضر کې د غرور، خوښې او ویاړ احساس کوي.
۷- د قربانیانو په اراضي او ملکیتونو برید
د دې شاخص پر بنسټ که چېرې د قربانيانو، ځمکې، ملکیتونه، شتمنۍ کروندې او کورونه د واکمنې ډلې د غړو له برید سره مخ شي، دا څرګندې نښې دي، چې که ژر وي یا وروسته «نسل وژنه» یا «قومي پاکونه» به ښايي رامنځ ته شي.
لنډیز
د ملګرو ملتونو له نظره تر ټولو وېروونکي او ناورین زېږونکي جرمونه، د «نسل وژنې» یا «قومي پاکونې» جنایت دی، البته دا جنایت په یوه وار او ناڅاپه نه پېښېږي، د پاکولو او نسل وژنې تګلاره کولی شي، کلونه، لسیزې او ان پېړۍ اوږدې شي او په تدریج او د وخت په تېرېدو سره عملي شي. د همدې لپاره داسې نښې نښانې او شاخصونه شتون لري، چې کېدای شي رامنځ ته کېدل یې اټکل شي او د هغې پر اساس په داسې اقداماتو لاس پورې شي، چې د هغې له رامنځ ته کېدو مخنیوی وشي.
د ملګرو ملتونو تحلیلي چوکاټ له دې امله مرسته کوونکی دی، تر څو «نسل وژنه» او «قومي پاکونه» مخکې له مخکې وپېژندل شي. د جنایت نه مخنیوی تر ټولو مهم کار دی، چې بشري ټولنه یې باید تر سره کړي، ځکه چې له یوې خوا د انسانانو په ژوند ژغورنې تمام شمېرل کېدای شي او له بلې خوا نه پرېږدي، چې د ټولنې تر منځ شته ټولنیز درځونه، چې ناوړه جرمونو ته زمینه برابرونکي دي، لا پراخ شي او د تاوتریخوالي ارټ په ناورین زېږونکي ډول دوام پیدا کړي.
د لا زیاتې مطالعې لپاره سرچینې:
Established Pursuant to Security Council Resolution 780 (1992), S/1994/674.
International Court of Justice (ICJ) (2007): Case Concerning Application of the Convention on the Prevention and Punishment of the Crime of Genocide (Bosnia and Herzegovina v. Serbia and Montenegro), Judgment of 26 February 2007.
Petrović, D. (1994): “Ethnic Cleansing” – An Attempt at Methodology, European Journal of International Law, 5(1), 342-359.
Schabas, W. A. (2009): Genocide in International Law: The Crime of Crimes, Cambridge University Press.
Bell-Fialkoff, A. (1993): “A Brief History of Ethnic Cleansing”, Foreign Affairs, 72(3), 110-121.
United Nations Office on Genocide Prevention: Definitions: Ethnic Cleansing, UN Official Framework of Analysis for Atrocity Crimes.







