د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

حال وش: د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ افغان کډوال ایران کې له تندې مړه شوي

15 سپتمبر 2026
حال وش: د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ افغان کډوال ایران کې له تندې مړه شوي

انځور: X/@haalvsh

د «حال وش» بشري حقونو سازمان، چې د سیستان او بلوچستان خبرونه پوښي وايي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ افغان کډوال د ایران د سروان ولسوالۍ د روتک سیمې په پولو کې له تندې مړه شوي دي.

رخشانه: دې سازمان په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا پېښه د پنشنبې په ورځ د «وږي ۱۹ مه) د ایران د سراوان ولسوالۍ د «مک ستوخته» په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

حال وش لیکلي، د دې کسانو جسدونه له سیمې سړو خونو ته لېږدول شوي دي.

د راپورله مخې، له قربانیانو پنځه تنه له هغې جملې یوه ۴۵ کلنه ښځه او څلور، ۱۴،۱۶،۱۸او۲۲ کلنې نجونې د بغلان ولایت او د یوې کورنۍ غړې دي.

د حال وش د بشري حقونو سازمان لیکلي، د دې پېښې د نورو مړو شویو کسانو په منځ کې شپږ ماشومان، چې له ۱۴ کلنۍ ټیټ عمر لري شته.

دا کسان د لارې په اوږدو کې د اوبو له کمښت سره مخ شوي او یو شمېر یې یو بل ته په ډېر نېږدې واټن کې د تندې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
حال وش ویلي، د دې ټولو قربانیانو د هویت او د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

تر اوسه ایراني رسنیو او د ایران دولت په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې هم په ورته پېښه کې څو تنه چې له قاچاقي لارو ایران ته روان وو، په دښتو کې د تندې له امله ژوند له لاسه ورکړی وو.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه