د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضو ښځو پاکستان کې د دو لادرکه افغان وګړو د برخلیک معلومولو غوښتنه وکړه

16 سپتمبر 2026
معترضو ښځو پاکستان کې د دو لادرکه افغان وګړو د برخلیک معلومولو غوښتنه وکړه

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د «افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ» د کویټې څانګې غړو د پاکستان پلازمېنه اسلام آپاد کې د افغان خبریال سید قاسم هاشمي او سینمايي لوبغاړي حامد احساس د برخلیک معلومېدو غوښتنه وکړه.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو په یوه اعلامیه کې لیکلي، دا دوه افغان وګړي له یو څه مودې راهیسې لادرکه شوي او کورنۍ یې په بې خبرۍ او اندېښنه کې دي.

د دوی په اعلامیه کې راغلي، د دې وضعیت دوام د هغوی د امنیت، روغتیا او اساسي حقونو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

د دې غورځنګ غړو ویلي، ژوند، شخصي خوندیتوب او له جبري ورکېدو خپلواکي د هر انسان بنسټیز حق دی او هېڅ فرد نه باید له قانوني کړنلارو او د کورنۍ له خبرتیا پرته له لاسرسي ووځي.

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ غړو د پاکستان له دولت نه غوښتي، چې د سید قاسم هاشمي او حامد احساس د لادرکه کېدو په اړه بېړنۍ، رڼې او خپلواکه څېړنې وکړي.

معترضې ښځې وايي، که دا دوه افغان وګړي د پاکستان د دولت له خوا نیول شوي وي، باید د هغوی د ساتل کېدو د ځای، روغتیايي حالت او حقوقي وضعیت ژر تر ژره معلوم او کورنۍ یې په جریان کې کړای شي.

په دې اړه نور ولولئ...

«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه

یوناما: کابل او هرات کې کابو ۵۲ ښځې او نجونې توقیف یا نیول شوې

دوی د بشري حقونو له بنسټونو، ملګرو ملتونو، د خبریالانو له مدافعې بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې دا قضیه جدي تعقیب کړي او د هغوی د برخلیک په اړه اقدام وکړي.

سید قاسم هاشمي او حامد احساس د روان لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۳ مه ماخوستن کابو اته بجې د پاکستان له اسلام آباد ښار څخه لادرکه شوي دي.

د دې دوه افغان وګړو لادرکه کېدو، د خبریالانو، رسنیزو فعالانو او د بشري حقونو د بنسټونو له هغې جملې د بښنې نړیوال سازمان غبرګونونه له ځان سره درلودل.

رسنیز فعالان، خبریالان او د بشري حقونو بنسټونه د دې دوه افغان وګړو د برخلیک د معلومېدو غوښتنه کوي.
د دې دوه افغان وکړو له ورکېدو د شاوخوا دریو میاشتو په تېرېدو سره، تر اوسه د پاکستان حکومت د دې پېښې په اړه هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.

اړوندې لیکنې

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي
خبر

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

7 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي
خبر

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

6 اکتوبر 2026
د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه