د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بښنې نړیوال سازمان: د افغان نجونو پنځه کاله له زده کړو محرومیت «بې عدالتي» ده

17 سپتمبر 2026
د بښنې نړیوال سازمان: د افغان نجونو پنځه کاله له زده کړو محرومیت «بې عدالتي» ده

انځور: رخشانه رسنۍ

د بښنې نړیوال سازمان آسیايي څانګه وايي، افغانستان کې د طالبانو له لوري د میلیونونه نجونو، پنځه کاله له زده کړو محرومیت «پنځه کاله بې عدالتي» ده.

رخشانه: دې بنسټ نن پشنبنې د (وږي ۲۶ مه) په خپله اېکس لیکلي، نن له هغې ورځې پنځه کاله تېرېږي، چې طالبانو د نجونو زده کړې بندې کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، افغانستان کې د نجونو په زده کړو د طالبانو له محدودیت سره سره، لا هم ډېری د هغو مقاومت ته دوام ورکوي.

د بښنې نړیوال سازمان په وینا، افغان نجونې د زده کړې لپاره په پټو انلاین ټولګیو کې ګډون کوي او یا هم د زده کړو د دوام لپاره د هېواد بهر ځي.

دې بنسټ د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې طالبان د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو لپاره تر فشار لاندې راولي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق (یونیسف) هم په خپله اېکس پاڼه لیکلي، له هغې ورځې پنځه کاله تېرېږي، چې افغان نجونې له منځنیو زده کړو محرومې شوې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د دې بنسټ په وینا، په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له لوري د دې محدودیت له لګولو وروسته، ۲.۶ میلیونه افغان نجونې له منځنیو زده کړو بې برخې شوې دي.

یونیسف په ټينګار سره وايي، د دې وخت رارسېدلی، چې نور افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانستل شي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه