د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ: د نجونو پر زده کړو د طالبانو محدودیت ظلم او کېدای شي د بشریت ضد جرم وګڼل شي

17 سپتمبر 2026
بنټ: د نجونو پر زده کړو د طالبانو محدودیت ظلم او کېدای شي د بشریت ضد جرم وګڼل شي

انځور: د ریچارد بنټ له پاڼې

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، له شپږم ټولګي بره افغان نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیت ظلم دی او ښايي د بشریت په وړاندې جرم وګڼل شي.

رخشانه: بنټ نن پنشنبې د (وږي ۲۶ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، ۱۸۲۶ورخې کېږي، چې له شپږم ټولګي بره افغان نجونې ښوونځي ته له تګ محرومې دي.

هغه ویلي: «نن ورځ دقیقا د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو پنځه کاله تېرېږي. یو نسل نجونو د منځنیو زده کړو ټولې دورې له لاسه ورکړې دي.»

د هغه په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په نړۍ کې یوازینۍ هېواد دی، چې نیمايي وګړي یې د منځنیو او لوړو زده کړو څخه محروم دي.

بنټ ټینګار کړی، چې دې وضعیت نه یوازې پر نجونو پراخه اغېزې له هغې جملې د هغوی په رواني روغتیا اغېز کړی، بلکې په اوسني وضعیت او د هېواد په راتلونکې یې هم ژورې اغېزې لري.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، دا وضعیت نه یوازې د منلو نه دی، بلکې ټکان ورکوونکی او ښايي د بشریت په وړاندې جنایت وګڼل شي.

هغه له طالبانو غوښتي، چې د یوې جامع درسي پروګرام په ترڅ کې له شپږم ټولګي پروته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

بنټ ټینګار کړی، د هغه حکومت عادي کول، چې په سیستماتیک ډول ښځې او نجونې ځوروي او ځپي، د منلو نه دی.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د افغان نجونو تر څنګ د درېدو غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه