د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

فایق: له خپلو اساسي حقونو د افغان ښځو محرومول هېڅ توجیهه نه لريد

17 سپتمبر 2026
فایق: له خپلو اساسي حقونو د افغان ښځو محرومول هېڅ توجیهه نه لريد

انځور: نصیر احمد فایق اېکس پاڼه

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، افغان ښځې او نجونې لا هم له خپلو اساسي حقونو محرومې دي، او دا محرومیت نه شو کولی د دین، کلتور یا دود په توګه توجیهه کړو.

رخشانه: فایق پرون چهارشنبې د (وږي ۲۵ مه) د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د وضعیت په اړه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د هزاره ګانو او شعیه وګړو په وړاندې د طالبانو د فشارونو د زیاتوالي پر دوام اندېښنه وښوده.

هغه په دې غونډه کې ویلي، افغان ښځې لا هم د کار، تګ راتګ او په عمومي ژوند کې د ګډون له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

فایق زیاته کړې: «شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې لا هم له لومړنیو زده کړو محرومې دي. افغانستان په نړۍ کې یوازینۍ هېواد دی، چې نجونې په کې له لومړنیو ورپورته زده کړو څخه په رسمي ډول محرومې کړای شوې دي.

د فایق په وینا، طالبانو دیني مدرسو ته د رسمي زده ګړو د ځای ناستې په توګه پراختیا ورکړې. دغه موضوع چې د ترهګرۍ په اړه یې د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سیاسي استازولۍ سرپرست ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د زده کړو بحران، یوازې د ښځو د حقونو بحران نه، بلکې یو ملي بحران دی، چې د افغانستان اوږد مهاله اقتصاد، روغتیا او پراختیا یې تر اغېز لاندې راوستې ده.

هغه په ډاګه کړه، هېڅ ډول سیاسي بهیر د مشروعیت ادعا نه شي کولی، په داسې حال کې، چې ښځې د هېواد د راتلونکې په اړه له پرېکړې څخه بې برخې دي.

فایق د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو غوښتي، چې د افغان ښځو او نجونو په اړه ځانګړی دریځ ولري او د هغوی له اساسي حقونو دفاع وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه

یوناما: کابل او هرات کې کابو ۵۲ ښځې او نجونې توقیف یا نیول شوې

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وايي، له طالبانو سره اړیکې باید هېڅکله د بنسټیز تبیض منلو باندې بدلې نه شي.

هغه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اندېښمنوونکی وباله او ویې ویل یوازې د مي او جولای میاشتو تر منځ یوناما، د پخوانیو چارواکو او امنیتي ځواکونو په وړاندې د ۱۲ مورده وژنو، ۱۳ مورده خپل سرو نیونو او درې مورده ربړونې یا ناوړه چلند پېښې مستندې کړې دي.

د هغه په وینا، د خلکو په وړاندې هدفي وژنې او د طالبانو غچ اخیستنې دوام لري.
فایق زیاته کړه، طالبانو د خبریالانو نیولو ته دوام ورکړی، د رسنیو فعالتیونه یې درولي او د هغوی منځپانګه یې سانسور کړې، بدني سزاوې یې تر سره کړې او مدني فضا یې په شدت سره محدوده کړې ده.
نوموړی وايي، افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او ۱۳.۸ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي. ده له افغانستان سره د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ، سیاسي بهیر، بشري حقونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغانستان سره د بشري مرستو د ملاتړ لباره یې منسجمه تګلاره ولري.

اړوندې لیکنې

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي
خبر

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

7 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي
خبر

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

6 اکتوبر 2026
د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه