د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښځو حقونو فعاله: افغان ښځې د ډوډۍ لپاره د ګدایۍ اجازه لري، خو د کار نه

17 سپتمبر 2026
د ښځو حقونو فعاله: افغان ښځې د ډوډۍ لپاره د ګدایۍ اجازه لري، خو د کار نه

انځور: UN Web TV

د ښځو د حقونو فعاله او د «فراګیر» بشري حقونو بنسټ مسووله نرګس نهان وايي، افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له امله، هغوی اجازه لري د یوې ګولې ډوډۍ لپاره ګدايي وګړي، خو د کار اجازه نه لري.

رخشانه: نهان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي دي «د افغانستان خلک په خپل حال پرېښودل شوي او نور د نړیوالو په پام کې نه راځي.»

د فراګیر بشري حقونو د بنسټ مسوولې زیاته کړې «ښځه توب جرم دی او په افغانستان کې نړۍ ته د ښځې راتګ تر هغې لوی جرم.»

نوموړې په هېواد کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پنځه کلونو محدودیتونو ته په اشارې وايي، ښځې اجازه لري، چې د یوې ګولې ډوډۍ لپاره ګدايي وکړي، خو دا اجازه نه لري، چې کار وکړي او له غزته ډکه ګټه ولري.

مېرمن نهان زیاته کړې: «یو پلار اجازه نه لري خپله لور ښوونځي ته ولېږي، خو کولی شي هغه په کم عمر کې ۷۰ کلن سړي ته په نکاح کړي یا هغه د ۵۰۰ ډالرو په بدل کې وپلوري.»

د بشري حقونو دې فعالې ټینګار کړی، هغه څه چې نن پر افغان ښځو او نجونو تېرېږي، سیاسي ښځ وژنه او د جنسیتي توپیر تر ټولو ناوړه شکل دی.

د هغې په وینا، د افغانستان بحران په هلکانو هم اغېز کړی. که څه هم هغوی زده کړو ته لاسرسی لري، خو د زده کړو محتوا او ماهیت د پام وړ بدلون کړی دی.

نرګس نهان وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو ډلو په پټنځای او د افراطي نسل د روزنې او دیني مدرسو په مرکز بدل شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

د فراګیر بنسټ مسوولې زیاته کړې، د افغانستان بحران د بشري حقونو یو ژور بحران دی.

د دې په خبره، پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو او مدني فضا د محدودېدو سره سره، ښځو په تېرو پنځو کلونو کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره جګړه کړې.

هغې له ملګرو ملتونو غوښتي، یو داسې پرېکړه لیک تصویب کړي، چې افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې بنسټیز شوی تبعیض په رسمیت وپېژني.

د بشري حقونو دې فعالې د جرمونو ضد نړیوالې محکمې څخه غوښتي، چې د طالب مشرانو د نیولو حکم صادر کړي.

نوموړې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو څخه غوښتي، چې د افغانستان وضعیت د جنسیت توپیر په توګه په رسمیت وپېژني او هغه د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د یوه نړیوال جرم په توګه وپېژني.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه