د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښځو حقونو فعالانو نیویارک کې د ملګرو ملتونو غونډه کې د افغانستان په اړه څه و ویل؟

22 سپتمبر 2026
د ښځو حقونو فعالانو نیویارک کې د ملګرو ملتونو غونډه کې د افغانستان په اړه څه و ویل؟

انځور:UN Web Tv

د ښځو د حقونو فعالانو نیویارک کې د ملګرو ملتونو په څنګ ناسته کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د افغان ښځو وضعیت او په دې هېواد کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پېژندنې څخه د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

رخشانه: دا غونډه د دوشنبې په شپه (د وږي ۳۰ مه) د «افغانستان کې ښځو، سولې، عدلت، ملي روغې جوړې» تر نامه لاندې نیویارک کې د یو شمېر هېوادونو د استازو او ښځو او بشري حقونو د افغان فعالانو په ګډون جوړه شوه.

د بشري حقونو فعالې او د نوبل جایزې ځوانې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په دې ناسته کې و ویل، هغه څه چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پښېږي، د سلطې بنسټیز کولو یو ډول دی.

د هغې په وینا، څه چې په افغانستان کې رامنځ ته کېږي، باید جنسیتي توپیر وبلل شي، ځکه ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول ځپل کېږي.

د بشري حقونو دې فعالې افغان ښځو د ته د نړیوالې ټولنې پر نه پاملرنې نیوکه وکړه وايي، افغان ښځې او نجونې غواړي خپله د خپل راتلونکي برخلیک په اړه تصمیم ونیسي.
هغې ویلي دي: «افغان ښځې باید په ټولو هغو خونو کې حضور ولري، چې د هغوی د راتلونکې په اړه په کې تصمیم نیول کېږي. موږ نه شو کولی د نجونو له حقونو د ساتنې په برخه کې کوم جوجاړی وکړ.»

او گفته است: «زنان افغانستان باید در همان اتاق‌هایی حضور داشته باشند که درباره آینده آن‌ها تصمیم گرفته می‌شود. ما نمی‌توانیم درباره حفاظت از حقوق دختران هیچ سازشی انجام دهیم.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په دې ناسته کې ویلي، یوازې افغان ښځې قرباني نه دي، هغوی ګټه رسوونکې او د ټولنې مشرانې دي.

نوموړي، له خپلو اساسي حقونو د افغان ښځو او نجونو تېر پنځه کلن محرومیت ته په اشارې زیاته کړې، هغوی په دې موده کې، سره له دې چې د طالبانو محدودیتونه وو، د زده کړو، عدالت او خپلو اساسي حقونو لپاره مبارزه کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه

یوناما: کابل او هرات کې کابو ۵۲ ښځې او نجونې توقیف یا نیول شوې

فایق د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب وباله او د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وايي، د ښځو ګډون باید مستقیم، مانا لرونکی او د هر سیاسي بهیر په متن کې وي.

نوموړي ټینګار کړی، یوازې افغان ښځې قرباني نه دي، هغوی ګټه لرونکې او د ټولنې مشرانې دي او هېڅ ډول سوله د ټولنې د نیمايي وګړو د نه پام کې نیولو او حذفولو سره امکان نه لري.

د ښځو د حقونو فعالې ګیسو یاري په دې ناسته کې ویلي، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې له ۲۰۰ زیات فرمانونه صادر کړي او د هغوی د ژوند ټول اړخونه یې تر اغېز لاندې راوستي دي.

هغه زیاته کړې، طالبانو د امربالمعروف قانون په توشېح سره، پر ښځو محدویتونه لا زیات کړي او د هغوی غږ او څېره یې عورت بللی دی.

د ښځو د حقونو دا فعاله وايي، طالبانو د «زوجینو جلاوالي» اصولنامې په توشېح کولو سره، په افغانستان کې د ماشومتوب واده په رسمیت پېژندلی دی.

هغې دې قانون ته په اشارې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له دوام اندېښنه ښودلې وايي، د طالبانو نظام له بنسټیزې ځپنې جوړ نظام دی او جنسیتي توپیر به د راتلونکي نسل لپاره خورا ناوړه پایلې ولري.

نوموړې له طالبانو سره د یو شمېر بنسټونو او هېوادونو په تعامل نیوکه کړې ویلي یې دي، له طالبانو سره اړیکې د دې لامل شوې، چې دا ډله «د جنسیتي توپیر رژیم» لا کلک کړي.

د ښځو د حقونو دې فعالې ټینګار کړی، افغان ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو سره سره، د هغوی د سیاسیتونو او قوانینو په وړاندې مبارزه کوي.

ګیسو یاري له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې د بشري حقونو د وضعیت په ځانګړې توګه د طالبانو تر واک لاندې افغان ښځو او نجونو د وضعیت له عادي کولو مخنیوی وکړي او د ښځو او نجونو غږ ته غوږ شي.

د ښځو د حقونو فعالې میترا مهران هم په دې غونډه کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته اشاره کړې وايي، افغانستان کې روان وضعیت «جنسیتي توپیر» دی او باید د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپېژندل شي.

د هغې په وینا، تر اوسه پورې ۱۴ هېوادونو په نړیوالو قوانینو کې د «بشریت په وړاندې جرم په توګه» د جنسیتي توپیر د په رسمیت پېژندنې څخه ملاتړ کړی دی.

مهران ټینګار کړی، سرهله دې چې افغان ښځې او نجونې په تېرو پنځو کلونو کې، د طالبانو له سختو او پراخو محدودیتونو سره ژوند کړی، خو د هغوی په وړاندې د نړیوالې ټولنې دریځ روښانه نه وو.

اړوندې لیکنې

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي
خبر

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

7 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي
خبر

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

6 اکتوبر 2026
د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه