د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«هزاره دیاسپورا شبکې» له نړیوالې ټولنې د هزاره ګانو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه وکړه

26 سپتمبر 2026
«هزاره دیاسپورا شبکې» له نړیوالې ټولنې د هزاره ګانو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه وکړه

انځور: هزاره دیاسپورا شبکه

«هزاره دیاسپورا شبکې» د سپټمبر په ۲۵ مه د عبدالرحمان له لوري «په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» په مناسبت په افغانستان کې د هزاره ګانو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې او د هغوی د حقونو، امنیت او انساني کرامت د ساتنې غوښتنه وکړه.

رخشانه: هزاره دیاسپورا شبکې په یوه لیک کې له دولتونو، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو بنسټونو او مدني سازمانونو وغوښتل، چې افغانستان کې د هزاره ګانو وضعیت ته پاملرنه وکړي.

په دې لیک کې راغلي دي: «هزاره ګان د نولسمې پېړې په وروستیو کې له پراخو وژنو، مالکیت له سلب، غلامۍ او جبري ځای پر ځای کېدو سره مخ شوي. د تاریخي اسنادو او شواهدو له مخې، د ۱۸۹۱ تر ۱۸۹۳ کلونو پېښې د هزاره ګانو تاریخي نسل وژنه ګڼو.»

د دې لیک لیکوالانو ویلي، افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې په رسمیت پېژندل د هزاره ګانو په وړاندې د تاریخي تبعیض او زیان مننې ریښو د پېژندلو یوه برخه او د دا ډول ناورینونو د تکرار د مخنیوي لپاره یو ګام دی.

دوی لیکلي، له هغو پېښو د ۱۳۴ کلونو په تېرېدو سره، هزاره ګان لا هم د تبعیض، امنیتي ګواښونو، مذهبي او ټولنیزو محدودیتونو، عدالت ته د نه لاسرسي له ستونزو، د ملکیت له سلبېدو، ایستلو او جبري ځای پر ځای کولو سره مخ دي.

هزاره دیاسپورا شبکې ویلي، «د دې برخې د ځینو نمونو دوام، نه یوازې د ناوړه تاریخي پېښو یادونه کوي، بلکې بلکې د نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې او مسوولانه اقدام ته اړتیا لري.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

د دې شبکې غړي وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې هزاره ګان له سختو محدودیتونو او جدي زیانونو «ځاني امنیت، مالکیت او ځای، عدالت ته لاسرسي، زده کړو، مذهبي او عقیدوي خپلواکۍ، بیان آزادۍ او په ټولنیز او کلتوري ژوند کې د برابر ګډون، ایستلو او جبري ځای پر ځای کولو» له ستونزو سره مخ دي.

دوی د هزاره ګانو له بشري حقونو د سرغړونو د مستندولو او خپلواکو څېړونو، د قربانیانو او د دوی له کورنیو د ملاتړ، د راتلونکې ځواب وینې لپاره د شواهدو د خوندیتوب او پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره د ديپلوماتیکو او بشري حقونو د وسایلو د کارولو غوښتنه وکړه.

د «هزاره دیاسپورا شبکې» له نړیوالې ټولنې وغوښتلو چې د ۱۸۹۱ تر ۱۸۹۳ کلونو کې د هزاره ګانو د ډله ییزې وژنې اړوند تاریخی شواهدو او اسنادو ته پاملرنه وکړي او د دې پېښو د مستند کولو او څېړلو لپاره د خپلواکو هڅو ملاتړ وکړي.

د دې شبکې غړو له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو او دولتونو نه وغوښتلو، چې په خپلواکه او دوامداره توګه د ملیتونو د هدفي وژنې، د توکم پر بنسټ د ځورونې پېښې مستندې او وڅېړي.

دوی په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې د عاملینو سره د محاسبې د ټینګښت او د شواهدو ساتلو غوښتنه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، پر طالبانو فشار راوړي، تر څو دا ډله مجبوره شي، چې د هزاره ګانو څخه د ملکیت له اخیستو او ایستلو ډډه وکړي.

د «هزاره دیاسپورا شبکې» غړو په افغانستان کې د هزاره قربانیانو، کورنیو او مدني ټولنو پر ملاتړ ټینګار وکړ وايي، نړیواله ټولنه باید د هزاره ګانو د وضعیت په اړه چوپه خوله پاتې نه شي.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه