د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د کابل دشت برچي کې «فاطمه الزهرا کلېنیک» بند کړ

28 سپتمبر 2026
طالبانو د کابل دشت برچي کې «فاطمه الزهرا کلېنیک» بند کړ

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمه کې ځايي سرچینې وايي، طالب ځواکونو «فاطمه الزهرا کلېنیک» چې د «ایرانیانو په کلېنیک» مشهور دی، بند کړی دی.

رخشانه: دشت برچي کې لږ تر لږه دریو سرچینو ویلي، دا کلېنیک چې د «د مدرسې تمځای» کې موقعیت لري، پرون یکشنبې د (تلې ۵ مه) د طالب ځواکونو له خوا تړل شوی دی.

د سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونو پرون په دې روغتیايي مرکز ورغلي او د ناروغانو په ګډون یې ټول کارکوونکي له ودانۍ ایستلي او وروسته یې هغه تړلې ده.

سرچینو زیاته کړې، طالب ځواکونو د دې روغتیايي مرکز کارکوونکو ته ویلي «د دې کلېنیک ځمکه د دولتي او شنې ساحې اړوند» ده.

د سرچینو په وینا، طالب ځواکونو له قانوني حکم درلودو پرته، دا روغتیايي مرکز وتاړه او د هغې ټول روغتیايي فعالیتونه یې درولي دي.

فاطمه الزهرا کلېنیک د یوې ایرانۍ موسسې « د سبز پارسیان ملاتړي خیریه بنسټ
» له خوا په دشت برچي کې جوړ شوی وو او خلکو ته یې په کمه بیه خدمات وړاندې کول.
دا روغتیايي مرکز خاتم النبیین مدرسې ته نېږدې جوړ شوی دی. دا مدرسه هم تېره اوونۍ د طالب ځواکونو له خوا وتړل شوه.

د طالبانو له خوا د فاطمه الزهرا کلېنیک تړلو خلکو، په ځانګړې توګه د دشت برچي اوسېدونکو ته اندېښنې راپورته کړې دي.

د سیمې اوسېدونکو د دې روغتیايي مرکز د بیا پرانستو غوښتنه کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

طالبانو تر اوسه د دې روغتیايي مرکز د تړلو په اړه څه نه دي ویلي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه