د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

انځور: سرحد راډیو/ غور ولایت کې یوه سیمه ییزه راډیو

غور کې یوې باوري سرچینې ویلي، د دې ولایت تیوره ولسوالۍ کې یوه ښځه د خپل خاوند له خوا په «وحشتناک» ډول شکنجه او وژل شوې ده.

رخشانه: سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا ځوانه ښځه دوه اوونۍ وړاندې د تیوره ولسوالۍ د «پشت تنګي سرپنک» کلي کې د خپلو ماشومانو د سترګو په وړاندې وژل شوې ده.

د سرچینې د خبرو له مخې، دا ښځه نوریه نومېده، ۳۲ کاله یې عمر او د څلورو زامنو مور وه.

سرچینې زیاته کړې، نوریه په اصل کې د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ د «خواجه» کلي اوسېدونکې او کابو ۱۰ کاله وړاندې یې واده کړی وو.

د سرچینې په وینا، نوریه له خپلې خواښې سره تر لفظي شخړې وروسته، د مېړه له خوا په ناوړه ډول شکنجه شوې او بدن یې په سره سیخ داغل شوی وو.

سرچینه وايي، د نورې مېړه هغه د خپلو ماشومانو د سترګو په وړاندې وهلې ټکولې او بدن یې په سره سیخ ور داغلی دی.
په هغه ویډیو کې چې د نوریې له سوځول شوي جسد څخه رخشانې رسنۍ تر لاسه کړې، د هغې د بدن ډېره برخه توره او ټوکلې ښکاري، چې د خپرېدو وړ نه ده.

د دې ویډیو شالید کې د ښځو د چیغو او زاریو غږ اورېدل کېږي، چې د نوریې خپلوانې دي.

سرچینې رخشانې رسنۍ ته ویلي، د نوریې جسد یوه شپه او ورځ د خپلو ماشومانو په وړاندې په کور کې ساتل شوی او وروسته خاورو ته سپارل شوی دی.

د سرچینې د ادعاوو په وینا، په هغه ورځ د نوریې مېړه د کلي په جومات کې د لمانځه تر ادا کولو وروسته، د خپلې ښځې په وژلو اعتراف کړی او ځان یې طالبانو ته تسلیم کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

تر اوسه غور کې طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د روان لمریز کال په لومړیو کې یوه بله مېرمن هم د غور ولایت پسابند ولسوالۍ کې د خپل خاوند له خوا په ناوړه ډول وژل شوې وه.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي
خبر

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

3 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه