د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د کاناډا ونکوور ښار کې مېشتو یو شمېر افغان کډوالو، افغانستان کې د عبدالرحمن خان له خوا د «هزاره ګانو د نسل وژنې» ۱۳۴ مې کلیزې یاد غونډه جوړه کړه.

رخشانه: دا پروګرام پرون یکشنبې د (د تلې ۱۲ مه) د «د برېټیش کلمبیا هزاره ګانو د ټولینز انجمن» په کوربتوب د لسګونو افغان وګړو په ګډون جوړ شوی وو.

د دې پروګرام جوړونکو جوړونکو ویلي، افغانستان کې د عبدالرحمن خان له خوا «د هزاره نسل وژنې کلیزه» د لسګونه، ځورولو، تبعیض، ډلیزو وژنو او هزاره ګانو د هدفي تاوتریخوالي یادونه کوي.

دوی ویلي، چې د هزاره ګانو ځورول یوازې په تېر پورې اړه نه لري، هزاره ګان لا هم د قومي او مذهبي هویت په دلیل افغانستان کې د نسل وژنې له اقداماتو سره مخ دي.

د دې پروګرام د جوړونکو په وینا، کاناډا د هزاره ګانو په وړاندې سیستماتیک تبعیض او تاریخي ځورول په رسمیت پېژندلي او د هزاره ټولنې په وړاندې بریدونه یې په ښکاره ډول غندلي دي.

د «برېټش کلمبیا هزاره ټولنیزې ټولنې» ویلي، د هزاره ګانو په وړاندې د نسل وژنې اقدامات لا هم دوام لري.
دوی د بلاق شنوونکو شبکې د راپور پر بنسټ ویلي، «په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د عواملو او وسله والو کسانو له خوا لږ تر لږه ۳۶ وژونکي ترهګریز بریدونه او د مستقیمو وژنو ۴۷ مستندې قضیو کې د هزاره ټولنې د ۸۱ ښځو او ۲۴ ماشومانو په ګډون په لږ تر لږه ۴۹۷ کسان وژل شوي او ۳۶۳ تنه ټپیان شوي دي.»

د دې پروګرام جوړونکو زیاته کړې، هزاره افغان ښځې او نجونې د نژادي او جنسیتي تبعیض له لمنځه وړلو له امله، د خورا سختو جبري او خپلسرو توقیفونو سره مخ دي.

دوی د کاناډا له دولت او دې هېواد له پارلمان نه غوښتي، چې د هزاره ګانو په وړاندې د جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو مستند کول او څېړنه پیاوړې کړي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو، خپلواکو څېړونکو او نورو نړیوالو بشري حقونو ادارو سره همکاري وکړي.

د برېټش کلمبیا هزاره ټولنې ویلي «د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خپلواک پلټوونکی میکانېزم (IIM-A) باید د هزاره ګانو په وړاندې د ډلیزو جرمونو په اړه د دوی په بشپړ تاریخي شرایطو کې څېړنې ته لومړیتوب ورکړي.»

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

دوی د کاناډا پر حکومت او پارلمان غږ وکړ، چې د هزاره ګانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو د قانوني ماهیت د ټاکلو لپاره د مناسبو نړیوالو قوانینونو، میکانېزمونو او واک لرونکو محکمو له لارې، د نسل وژنې کنوانسیون او نورو پلي کېدونکو نړیوالو قوانینونو سره سم، د نړیوالو هڅو ملاتړ وکړي.

د غونډې جوړونکو ویلي، د هزاره ګانو او نورو لږکیو لپاره چې له جدي او مستندې ځورونې سره مخ دي، کاناډا ته د بشري او ملاتړ لارې باید وساتل شي او پیاوړې شي.

د «برټش کولمبیا هزاره ټولنیزې ټولنې» غړو په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې د قربانیانو په پېژندلو سره د اسنادو، د دې پېښې د عاملینو د حساب ورکولو او د عدالت غوښتنه وکړه.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه