د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

د «نسل وژنې د څار» سازمان، په افغانستان کې د هزاره ګانو د وضعیت په اړه یوه راپور کې ویلي، هزاره ښځې او نجونې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له ګواښ سره مخ دي.

رخشانه: د دې بنسټ په راپور کې، چې نن (دوشنبې د تلې ۱۳ مه) خپور شوی راغلي، افغانستان کې هزاره ښځې او نجونې، د قومي، مذهبي او جنسیتي هویتونو په دلیل، په ناانډوله توګه په نښه شوې دي.

په دې راپور کې ویل شوي، د ۱۸۰۰ مې پېړۍ په وروستیو کې د افغانستان د پخواني پاچا لښکرو د هزاره ګانو ښځې او نجونې د غلامۍ، جبري کډوالۍ او جنسیتي تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ کړې وې.

د دې سازمان په وینا، د طالبانو تر بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د هزاره ګانو وضعیت لا خراب شوی او دا قومي ډله د خپل ژوند او ځمکو د له لاسه ورکولو سره مخ شوې ده.

په راپور کې راغلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې هزاره ګان، لا هم د ژوند، ځمکو، ټولنیزو جوړېښتونو د لمنځه تلو، جبري کډوالۍ او محرومیت سره مخ دي.
دې سازمان زیاته کړې، په افغانستان کې هزاره ګان له یوې پېړۍ زیاتې مودې راهیسې، د خپل قومي او مذهبي هویت په دلیل، له ځورولو او هدفي ځپلو سره مخ دي.

د نسل وژنې څار ډلې د طالبانو په لومړۍ دوره کې د هزاره ګانو ټولوژنې ته اشاره کړې وايي، دې قومي ډلې په هغه دوره کې پراخه ځپنه تجربه کړې، چې په ډېری مواردو کې یې د نسل وژنې اندېښنې رامنځ ته کړې دي.

د دې سازمان په وینا، مذهبي نه زغم او د احتمالي مخالفینو د ځپلو لپاره لېوالتیا د ۱۹۹۸ کال د اګست میاشت کې د مزارشریف ښار کې د طالبانو له خوا د هزاره ګانو د ډلیزې وژنې لپاره تر ټولو احتمالي انګېزې وې. د نسل وژنې څار ډلې ویلي، دا پېښه د طالبانو له خوا د نسل وژنې د ارادې یوه څرګنده بېلګه وه.

په دې اړه نور ولولئ...

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

دې بنسټ په خپل راپور کې له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۱ پورې د هزاره ګانو په وړاندې هدفي بریدونو ته اشاره کړې ویلي یې دي، په دې موده کې یې له ۶۵ زیات بریدونه په افغانستان کې ثبت کړي، چې هزارګان په کې په نښه شوي او په ټول کې له ۷۵۰ زیات ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.

دغه راز یاد سازمان په افغانستان کې د هزاره ګانو په وړاندې د داعش ډلې بریدونو ته هم اشاره کړې وايي، داسې ښکاري، چې داعش د هزاره ګانو په وړاندې د فزیکي تاوتریخوالي اصلي عامل وي.

د دې بنسټ په وینا، داعش په افغانستان کې پر هزاره ګانو د مرګونو بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي، خو طالبان بیا د تاوتریخوالي له نورو جنجالي ډولونو کار اخلي.

د هزاره ګانو د نسل وژنې سازمان له ملګرو ملتونو غوښتي، چې افغانستان کې پر هزاره ګانو د داعش د بریدونو په اړه پلټنې وکړي او د دې تحقق پایلې دې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي.

اړوندې لیکنې

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه