د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د «افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ» غړو، د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، افغانستان کې له زده کړو د نجونو محرومولو، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د دې هېواد محرومول دي.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (دوشنبې د تلې ۱۳ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، افغان ښځینه ښوونکې په سختو شرایطو، محدودیتونو او تر زیاتو فشارونو لاندې خپلې دندې تر سره کوي.

په اعلامیه کې راغلي، هېڅ ټولنه د کیفیت لرونکو زده کړو او د ښوونکي مقام ته له درناوي پرته، سولې، پراختیا او تل پاتې ثبات ته نه شي رسېدای.

د دې غورځنګ غړو ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د زده کړو او پوهنې سکتور له ژورو اقتصادي، ټولنیزو او جوړښتني ستونزو سره مخ دی.

د دوی په وینا، بېوزلي، د امکاناتو او ښوونیزو سرچینو کمښت، د ښوونکو د استوګنې ستونزې، کاري محدودیتونه، او د زده کړو د فرصتونو کمېدا، د هېواد راتلونکی نسل له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
معترضو ښځو ویلي، د طالبانو له خوا د ثانوي او لوړو زده کړو څخه د نجونو محرومیت او د زده کړې په برخه کې د ښځو پر فعالیتونو لګول شوي محدودیتونه نه یوازې د دوی بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د افغانستان علمي او انساني راتلونکې ته هم زیان رسوي.

دوی ټینګار کړی، چې زده کړې د هر انسان بنیادي حق دی او نه باید د جنسیت، بېوزلې، د ژوند ځای یا ټولنیزو شرایطو پر بنسټ له چا واخیستل شي.

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ غړو له هېوادوالو وغوښتل، چې د نجونو له زده کړو د محرومیت او د پوهنې نظام د کمزوري کېدو په وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.

معترضو ښځو د ټولو نجونو او هلکانو لپاره د زده کړې د برابرولو، د ښوونکو د ملاتړ، د هغوی د اقتصادي او مسلکي حالت د ښه کولو او د زده کړې لپاره د خوندي او له تبعیضه پاک چاپېریال د رامنځ ته کولو غوښتنه وکړه.

دوی له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو نه هم وغوښتل، چې له ښوونکو او د افغان نجونو د زده کړو له حق څخه ملاتړ وکړي.

طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو په وړاندې له ۱۰۰ زیات فرمانونه صادر کړي، چې د تبعیض په بنسټیز کولو سره یې له هغوی خپل اساسي حقونه اخیستي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د وروستیو اټکلونو له مخې، که د نجونو په زده کړو او تحصیل د طالبانو محدودیتونه همداسې دوام ولري، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې ښايي ۲۵ زره ښځینه ښوونکي او روغتیايي ځواک له لاسه ورکړي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه