د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

6 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د «ښځو د آزادۍ شبکې» غړو د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، ډېری ښوونکي د کار او زده کړې له حق نه بې برخې شوي دي.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (سه شنبې د تلې ۱۴ مه) په یوه اعلامیه کې ټولو افغان ښوونکو ته د ښوونکي د نړیوالې ورځې مبارکي ویلې ده.

د «ښځو د آزادۍ شبکې» په اعلامیه کې راغلي، ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حق نه پاتې شوي او میلیونونه نجونې ښوونځي ته د تګ له حق نه محرومې شوې دي.

د دې اعتراضي غورځنګ د غړو په وینا، دا موضوع یوازې د ښوونې موضوع نه ده، بلکې د یوه نسل او هېواد د رتلونکې مسئله ده.

معترضو ښځو لیکلي دي: «کله چې ښوونکی په کور وي، ټولګی تش وي او نجونې د ښوونځیو د تړلو دروازو تر شاه انتظار پاتې شي، څنکه کولی شو، د ښوونکي د نړیوالې ورځې په اړه خبرې وګړو؟»
د «ښځو د آزادۍ شبکې» غړو ویلي، دوی د افغان ښوونکو او زده کوونکو تر څنګ ولاړ دي او د هغوی د ملاتړ غوښتنه کوي.

دوی له نړیوالو بنسټونو، د ښوونې او بشري حقونو له سازمانونو وغوښتل، چې د محرومو ښوونکو او زده کوونکو نجونو غږ واوري او د هغوی د زده کړې او کار د حق لپاره عملي ګام پورته کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو په وړاندې له ۱۰۰ زیات فرمانونه صادر کړي او هغوی یې خپلو اساسي حقونو ته له لاسرسي بې برخې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، که د نجونو د زده کړې او تحصیل په وړاندې د طالبانو محدودیتونه همداسې دوام وکړي، نو افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې ۲۵ زره ښوونکي او روغتیايي ځواک له لاسه ورکړي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه