افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په وروستیو اتو میاشتو کې افغانستان کې له جګړو د پاتې ناچاودو توکو د چاودنو ۷۸ سلنه قربانیان ماشوم دي.
رخشانه: دې بنسټ نن (چهارشنبې د تلې ۱۵ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، افغانستان کې د ناچاودو توکو پاتې شوني لا هم ورځنی ګواښ ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستیو د همغږۍ دفتر په خپل راپور کې وايي، د افغانستان د خلکو د ژوند خوندیتوب لپاره د ماین پاکۍ پروژو دوامداره ملاتړ ته اړتیا ده.
د دې بنسټ په وینا، د ګواښ کچې د لوړوالي سره سره، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ماین پاکولو پروژو مالي ملاتړ کم شوی دی.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د اړتیا وړ ۱۴.۵ میلیون ډالره بودیجې څخه یوازې ۴.۳ میلیونه ډالر برابر شوي او دا پروژه د ۱۰.۲ میلیون ډالرو بودیجوي کسر لري.
افغانستان کې د دې سازمان د فتر غړي اولګا چرفکو وايي، د افغانستان په ځمکه کې داسې شیان پټ دی، چې ښايي د خلکو د مړینې یا غړو د پرېکېدو لامل شي.
هغه زیاته کړې، افغانستان کې د ماین پاکولو ټیمونو د کار دوام «خورا مهم» دی، ځکه دا ډلې په ټول هېواد کې د خلکو د خوندیتوب لپاره، د لسیزو جګړو پاتې ناچاودي توکي کشف او شنډوي.
اولاچرفکو ټينګار کړي، د ماین پاکۍ له پروژو د مالي ملاتړ کمښت په دې مانا دی، چې خلک له داسې ګواښ سره ژوند وکړي، چې په سترګو یې نه ویني.
نوموړي په پای کې ویلي، افغانستان کې د ماین پاکۍ پروژې د ملاتړ اړتیا لري، تر څو «له جګړو د ټولو پاتې ناچاودي توکي پاک شي.»
په هېواد کې هر کال لسګونه کسان په ځانګړې توګه ماشومان، د څو لسیزو جګړو د پاتې شونو ناچاودو توکو د چاودنو قرباني کېږي.







