افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال پلاوي (یوناما) اعلان کړی، چې کابل او هرات کې د ۲۰۲۶ له جولای تر سپټمبر پورې کابو ۵۲ ښځې او نجونې د طالبانو له خوا توقیف یا نیول شوې دي.
رخشانه: دې بنسټ نن (پنشنبې د تلې ۱۶ مه) وايي، د ښځو د نیولو پېښې ښايي، د ځینو قضیو د نه خپرېدو له امله، له دې شمېرې هم زیاتې وي.
یوناما د ښځو او نجونو نیونې او توقیف ته په اندېښنې ویلي، د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې یو شمېر ښځې د نیولو له ګواښ سره مخ دي.
د یوناما د موندنو پر بنسټ، دا نیونې او توقیفونه تر ډېره د هغه څه په ترڅ کې تر سره شوي، چې د طالبانو د خوښې وړ جامو له اغوستلو سرغړونه شوې ده.
د ټکري نه په سرول، د ویښتانو ښکاره کېدل، د رنګه پړونیو کارول او سینګار د هغو مواردو له ډلې وو، چې د ښځو د نیولو یا توقیف په تړاو مطرح شوي دي.
همدارنګه ځینې ښځې په عمومي ځایونو کې د محرم نه درلودو له امله د څو ساعتونو لپاره توقیف شوې دي. یوناما وايي، دا ښځې تر څو ساعته نیولو وروسته خوشې شوې دي.
د ملګرو ملتونو دې بنسټ په ورته وخت کې د ښځو د لفظي سپکاوي، وهلو ټکولو او ګواښلو له هغې، جملې د هټۍ لرونکو ښځو په اړه سخته اندېښنه ښودلې ده.
یوناما ټینګار کړیو چې دا ټول اقدامات د ښځو او نجونو حقونه، له هغې ډلې د تګ راتګ خپلواکۍ، د بیان آزادۍ او د هغوی د فردي حقونه محدود او ماتوي.
د دې بنسټ په وینا، د ښځو او نجونو توقیف او نیونه د هغوی د آساسي آزادیو د محدودولو تر څنګ کولی شي، په هغوی ټولنیزه کړۍ راتنګه کړي او په ټولنه کې ښځې لا نورې څنډې ته کړي.
یوناما خبرداری ورکړی، چې د دغه ۵۲ ښځو او نجونو د نیولو شمېر یوازې هغه دي، چې یوناما یې په کابل او هرات کې پخلی کوي او ښايي دا ډول پېښې لا زیاتې وي، ځکه ځینې پېښې د امنیتي، محافظتي او ټولنیز ننګ له امله نه وي خپرې شوې.
افغانستان کې د یوناما پلاوي له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو په وړاندې له تبعیضه ډکو چلندونو ته پای ورکړي او د افغانستان د خلکو حقونه او انساني کرامت رعایت کړي.
دغه راز یوناما له طالبانو غوښتي، چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان کړو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د ښځو او نجونو حقونو او اساسي آزادیو ته د درناوي زمینه برابره کړي.







