د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنې ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

10 اکتوبر 2026
نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنې ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

انځور: ډیزاین کړای شوی- رخشانه رسنۍ.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه (UN Women) د نجلۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو مخکې واده کوي.

رخشانه: دې بنسټ نن (شنبې د تلې ۱۸ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ماشومتوب واده، د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

دې سازمان اعلان کړی، چې نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي، یعنې په هرو دریو ثانیو کې له هرو پنځو نجونو یوه یې د ماشومتوب په دوران کې واده کوي.

ملګرو ملتونو لیکلي: «د دې هرې یوې شمېرې تر شا یوه داسې نجلۍ شتون لري، چې زده کړې، روغتیا، امنیت، د غواري حق او راتلونکې یې له خطر سره مخ کېدونکې ده.»

دې بنسټ د ماشومتوب ودونو په مخنیوي ټینګار کړی وايي، هره نجلۍ باید په خپلواکه توګه لویه شي تر څو وکولی شي خپله راتلونکې انځور او جوړه کړي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې، ماشومانه ودونه د مخنیوي وړ دي او په دې برخه کې پرمختګ امکان لري.

د دې بنسټ په وینا، په تېرو ۲۵ کلونو کې یې د نجونو د زده کړو، قوانینونو د اصلاح او ټولنیز ملاتړ په برخه کې مرسته کړې تر څو د شاوخوا ۶۸ میلیونه ماشومانه ودونو مخنیوی وشي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

ملګرو ملتونو له دولتونو، نړیوالې ټولنې او خصوصي سکتور څخه غوښتي، چې د ملاتړو قوانینو په پلي کولو، د نجونو د زده کړو زمینې برابرولو او اساسي خدماتو په پراختیا سره، د هغوی له حقونو ملاتړ وکړي.

همدارنګه دې بنسټ له ناوړه باورونو سره د مبارزې او د بېوزلۍ، جګړې، بې ځایه کېدو، معیوبیت او بحرانونو په وړاندې د زیان مننونکو نجونو پر ملاتړ ټينګار کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې هم ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې د ماشومانه ودونو پدیده په بې مخینې توګه زیاته شوې ده.

طالبانو غړو هم په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې کم عمره نجونې په جبري توګه واده ته اړ کړې دي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه