د ملګرو ملتونو عملي، ښوونیز او فرهنګي سازمان (یونسکو) د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، له وخته مخکې واده او امیندواري په ټوله نړۍ کې د نجونو د زده کړو په وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.
رخشانه: دې بنسټ نن (یکشنبې د تلې ۱۹ مه) د یوه راپور په خپرولو سره د ماشومتوب ودونو د پای ته رسېدو پر اړتیا، له وخته مخکې امیندوارۍ او د ځوانو میندو د تحصیل د دوام پر حق ټينګار کړی دی.
یونسکو لیکلي دي: «سره له دې چې په زده کړو کې جنسیتي درځ کموالی کړی خو په ځینو سیمو کې ډېرې لږ نجونې له زېږون وروسته بېرته ښوونځي ته ګرځي.»
د یونسکو په وینا، سره له دې، چې نړۍ په تېرو څو لسیزو کې د زده کړو په برخه کې د جنسیتي برابرۍ لپاره د پام وړ لاس ته راوړنې لرلې دي، خو لا هم ګڼل شمېر نجونې زده کړو ته د لاسرسي، د تحصیلي دورو د بشپړولو او په ښوونیز چاپېریال کې د پرمختګ له خنډونو سره مخ دي.
دې بنسټ زیاته کړې، جنسیتي برابري د یونسکو یو له نړیوالو لومړیتوبونو دی او دا بنسټ د دولتونو او خپلو شریکانو په ګډون په ټوله نړۍ کې هڅه کوي، تر څو د نجونو د زده کړو له حقه ساتنه وکړي.
یونسکو وايي، افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې او ښځې د طالبانو د محدودیتونو له امله لا هم د زده کړو له اساسي حق نه محرومې دي.
دغه بنسټ ویلي، د سیمه ییزه ښوونیزو لارو، سوادي زده کړو د پروګرامونو او د مهارتونو د پراختیا له لارې یې افغانستان کې د نجونو لپاره د یادونې او همدارنګه بدیل او رواني- ټولنیزو ملاتړ هم کړی دی.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر هېواد له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي بره نجونې پر زده کړو بندیز ولګاوه او په پوهنتونونو کې یې د نجونو تحصیل هم بند کړ.
د نړیوالو بنسټونو او نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره سره، طالبانو تر اوسه په هېواد کې د نجونو پر زده کړو او تحصیل لګولي بندیزونه پای ته نه دي رسولي.







