د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستل کېدو

رخشانه: ښاغلي کرزي نن (یکشنبې د تلې ۱۹ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره ویلي، افغانستان د پرمختګ او پراختیا لپاره باید تل د نجونو پیاوړتیا ته پاملرنه وکړي.

هغه لیکلي دي: «د نجونو پیاوړتیا په هغه صورت کې امکان لري، چې نجونې له ټولو تعلیمي فرصتونو برخمنې وي او وکولی شي د لوړو علمي پړاونو په طی کولو سره د خپلو خلکو او هېواد د خدمت جوګه شي.»

د هېواد پخواني ولسمشر د نجونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ژر تر ژره یې د هغوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستو غوښتنه کړې ده.

نوموړي لیکلي، د افغانستان خلک د لرغوني کلتوري تاریخ او ښځو او نجونو ته په ژور درناوي سره په کورنیو او نړیوالو کړیو کې د هغوی حیثیت، بریا او زړورتیا په ویاړ سره یادوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر هېواد له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي بره نجونې پر زده کړو بندیز ولګاوه او په پوهنتونونو کې یې د نجونو تحصیل هم بند کړ.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

د نړیوالو بنسټونو او نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره سره، طالبانو تر اوسه په هېواد کې د نجونو پر زده کړو او تحصیل لګولي بندیزونه پای ته نه دي رسولي.

اړوندې لیکنې

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله
خبر

افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله

10 نوومبر 2026
کونړ کې یوه ښځه او ځوان زوی یې وژل شوي
خبر

کونړ کې یوه ښځه او ځوان زوی یې وژل شوي

9 نوومبر 2026
اوچا: لوږه او د طالبانو محدودیتونه افغان ښځې او ماشومان ګواښي
خبر

اوچا: لوږه او د طالبانو محدودیتونه افغان ښځې او ماشومان ګواښي

9 نوومبر 2026
غور او لغمان کې ترافیکي پېښو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۲ تنو ژوند واخیست
خبر

غور او لغمان کې ترافیکي پېښو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۲ تنو ژوند واخیست

8 نوومبر 2026
ننګرهار کې د یو ښوونځي د دوو زده کوونکو نجونو مړي موندل شوي
خبر

ننګرهار کې یوه مېړه خپله ښځه وژلې ده

7 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه