د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې د نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، په ټوله نړۍ کې له هرو۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ مخکې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی دی.
رخشانه: دې بنسټ نن (یکشنبې د تلې ۱۹ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، نړۍ کې ۱۲۲ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې ویلي، «۶۴۰ میلیونه نجونې او ښځې چې نن ژوندی دی، په ماشومتوب کې یې ودونه کړي دي.»
د دې بنسټ په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې په نړۍ کې ۱۲.۳ میلیونه نجونو زېږون کړی دی.
ملګرو ملتونو زیاته کړې، له ۱۰ تر ۱۴ کلونو پورې نجونې د هلکانو په پرتله ۱۶۰ میلیونه ډېر ساعتونه، بې له ګټې د کور په کارونو او د نورو په پاملرنه کې تېروي.
دې بنسټ لیکلي، هغه ځوانې نجونې چې تحصیل پرېږدي، ډېری یې د امیدوارۍ له خطر سره مخ کېږي او امیدواري کولی شي نجونې له ښوونځي لرې کړي او هغوی به بېوزلۍ کې وساتي.
ملګرو ملتونو ویلي دي، نجونې باید د غوراوي، د خپل ژوند په اړه د پرېکړې کولو او د خپل نظر د څرګندولو حق ولري.
دا بنسټ زیاتوي، باید د نجونو خبرو ته غوږ ونیول شي او د هغوی د روغتیا او راتلونکې اړوند پرېکړو ته باید درناوی وشي.
ملګرو ملتونو د نجونو لپاره «د کیفیت لرونکو زده کړو، جنسي زده کړې او روغتیايي پاملرنې» زمینو په برابرولو ټینګار او د کم عمره ودونو د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.







