د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق (یونیسف) د نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د هېواد په ځینو سیمو کې، له هرو دو نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو مخکې واده کوي.

رخشانه: دې بنسټ نن (پنشنبې د تلې ۱۹ مه) په یوه اعلامیه کې د ماشومتوب ودونو د پای غوښتنه کړې او د هغوی د راتلونکې په اړه یې پر پانګونه ټينګار کړی دی.

یونیسف په خپله اعلامیه کې د نجونو په ملاتړ ټینګار کړی او له کورنیو، ټولنو او خپلو شریکانو یې د ماشومتوب ودونو د پای ته رسولو برخه کې د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ زیاته کړې، د افغانستان د (۲۰۲۲-۲۰۲۳) د څو شاخصونو د کلستر سروې پر بنسټ، د ۲۰ او ۲۴ کلونو تر منځ ۲۸.۷ سلنه ښځې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو مخکې واده شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق ویلي، د افغانستان په ځینو سیمو کې له هرو دوو نجونو یوې یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو مخکې واده کړی دی.
دا بنسټ وايي، د ماشومتوب واده د نجونو پر روغتیا او هوساینې ژورې پایلې لري، د هغوی زده کړې ګدوډوي او د راتلونکې فرصتونه یې محدودوي.

د دې بنسټ په وینا، د ماشومانو د واده پدیده، د تاوتریخوالي او ټولنیزې انزاو خطر زیاتوي او تر وخت مخکې امیندوارۍ او زېږون څخه خورېدونکي خطرونه شدیدوي.

یونیسف وايي، په امیندوارۍ پورې تړلې مړینې، په افغانستان کې د ۱۵ تر ۱۹ کلنو نجونو کې د مړینې اصلي لامل دی.

دې بنسټ «د نجونو د زده کړو د حق پر ساتنې، د ملاتړ پر پیاوړتیا، د زیان مننونکو کورنیو او ټولنو ملاتړ، د نجونو غږ اورېدلو او په اړینو خدماتو کې په پانګونې» ټینګار کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

دغه سازمان زیاتوي «که څه هم زده کړې په یوازې توګه نه شي کولی د ماشومتوب ودونه پای ته ورسوي، په ښوونځیو کې د نجونو ساتل د هغوی د حقونو د خوندیتوب تر ټولو اغېزمنه لار ده.»

افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکتر تاج الدین اویوالي ویلي دي «هره نجلۍ د ماشومتوب د دورې وړ ده. هغه حق لري زده کړې وکړي، وده وکړي، په امن کې وي، خپلو مهارتونو ته وده ورکړي او د خپلې راتلونکې د جوړولو فرصت ولري.»
نوموړي زیاته کړې، د ډېرو نجونو ماشومتوب د کم عمره ودونو له امله له وخته مخکې پای ته رسېږي او له هغو فرصتونو بې برخې کېږي، چې باید د ژوند دغه مهم کلونه یې جوړي کړي.

دې بنسټ له طالبانو غوښتي، چې له شپږم ټولګي بره نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

اړوندې لیکنې

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي
خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه