د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

انځور: ټایم مجله

د افغان ښځو د رهبرۍ ښوونځي (سوله) بنسټګره او مشره شبانه راسخ وايي، د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره یې ۲.۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

رخشانه: نوموړې د شنبې شپه ناوخته (د تلې ۱۸ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، دا پیسې یې د اکسفورډ پوهنتون د یوه مرستندویه بنسټ «وایډنلفډ- هافمن ترسټ» په همکارۍ ځانګړې کړې دي.

راسخ په خپله اېکس پاڼه زیاته کړې: «راتلونکی منی به په اکسفورډ پوهنتون کې د یوې افغان ښځې ژوند او مشري پیل شي. کال وروسته به بله ښځه ورسره یو ځای شي او دا پروسه به کال په کال له یوې ښځې و بلې ته دوام ومومي. بې صبره انتظار یم و وینم هر یو له دې ښځو به څه ډول راتلونکې رامنځ ته کړي.»

هغې ویلي، دا پیسې کولی شي دا امکان برابر کړی تر څو هر کال لږ تر لږه یوه افغان مېرمن وتوانېږي په اکسفورډ پوهنتون کې د ماسټرۍ په کچه زده کړې وکړي.

د نوموړې په وینا، پر دې پیسو سربېره به د زده کوونکو د خوراکي توکو او استوګنې د لګښتونو پوره کولو کلني تخصص تر څنګ د نورو لګښتونو لپاره هم یوه برخه ځانګړې کړي.
مېرمن راسخ وايي، د بورسیو تر لاسه کوونکې به د «وایډنفلډ- هافمن ترسټ» موسسې له خوا د وړاندې شوي مشرتابه مهارتونو روزنیز پروګرام کې هم برخه واخلي.

نوموړې زیاته کړې، دا بورسیې به د هغو کسانو لپاره وي، چې د اکسفورډ پوهنتون د ۲۰۲۷ کال د سپټمبر میاشتې ښوونیز کال پیل کولو لپاره غوښتنه کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

طالبانو پر هېواد له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي بره نجونې له زده کړو راګرځولې دي.

د طالبانو د دې محدودیتونو په ترڅ کې شاوخوا ۲.۵ میلیونه نجونې زده کړو او تحصیل ته له لاسرسي محرومې شوې دي.

اړوندې لیکنې

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي
خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه