کاناډا کې مېشته افغان پېژندل شوې انځورګره ربابه محمدي کاناډا کې د مکس ګالا«Max Gala» بنسټ له خوا د ۲۰۲۶ کال د غوره هنرمندې جایزه تر لاسه کړه.
رخشانه: د دې جایز د ورکړې مراسم شنبې د (تلې ۱۸ مه) د کاناډا د لسګونه مطرح هنرمندانو په ګډون په «تورنټو» ښار کې جوړ شوي وو.
ربابه محمدي په خپله انسټاګرام پاڼه د یوه انځور او یوې ویډیو په خپرولو سره، د دې جایزې ګټلو خبر ورکړی او خوښي یې ښودلې ده.
نوموړې په خپله انسټاګرام پاڼه لیکلي: «د هنري لاس ته راوڼو په لاس ته راوڼو مې یوه بله هم ور زیاته شوه، د کاناډا د مکس ګالا د ۲۰۲۶ کال د غوره هنرمند جایزه ما ته ورسېده.»
د محمدي په وینا، په دې سیالۍ کې ۲۰۰ هنرمندانو ګډون کړی وو، چې له عمومي رایې اچونې او داورانو له ارزونې وروسته، دا د دریو وروستیو نوماندانو تر منځ د کال غوره هنرمنده وټاکل شوه.
د مکس ګالا بنسټ په ۲۰۲۵ ام کال کې په شمالي امریکا کې د مسلمانانو د فعالیتونو د ملاتړ په موخه جوړ شو او هر کال په کاناډا کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په بېلا بېلو برخو کې د مسلمانانو د برجسته فعالیتونو لمانځنه کوي.
دې بنسټ د ربابه محمدي د یوه انځور په خپرولو سره هغه د مکس د ۲۰۲۶ کال د «کال د غوره هنرمند» جایزې ګټونکې اعلان کړه او هغې ته یې د دې لاس ته راوړنې په پار مبارکي ویلې.
یاد بنسټ لیکلي دي: «موږ ویاړو چې د ربابه لمانځنه کوو. افغان هنرمندوه او نوښتګره چې د SMILE سازمان په OpenShop پروګرام کې فعالیت لري. دا ستاینه د هغې د وړتیا او نوښت د څرګندولو او په رسمیت پژندلو وړ دی.
ربابه محمدي یوه پېژندل شوې افغان انځورګره ده، چې د لاسونو او پښو د معلولیت له امله په خوله انځورګري کوي.
هغې واک ته د طالبانو تر بیا رسېدو وروسته، افغانستان پرېښود او اوس شاوخوا دوه کاله کېږي، چې په کاناډه کې اوسېږي.







