د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

13 اکتوبر 2026
ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

انځور: رکنا

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد په مشهد ښار کې یوه ځوان افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن په «وحشیانه» ډول وهلې ټکولې او وژلې یې ده.

رخشانه: «رکنا» رسنۍ راپور ورکړی، چې دا ځوانه ښځه دوه میاشتې وړاندې د خپل۲۲ کلن خاوند له خوا د مشهد ښار په «شهید رجايي» ښارګوټي کې وژل شوې ده.

د راپور له مخې دا ځوانه ۱۵ کلنه ښځه «شریفه . ب» نومېده او افغان وګړې وه.

په راپور کې راغلي، شریفه په «مجازۍ نړۍ د انځور خپرولو» په دلیل د مېړه له خوا «په لغتو، سوکانو او د موبایل د چارجر په لین په وحشیانه ډول وهل شوې» او وژل شوې ده.

د شریفې مېړه ویلي، په مجازي نړۍ یې د خپلې ښځې د انځور لیدلو څخه «غوسه» شو او هغه یې «په لغتو، سوکانو او د موبایل د چارجر په لین» وهلې ده.

راپور زیاتوي، شریفه د خپل خاوند د وهلو له امله بې هوښه شوې او وروسته روغتون ته لېږدول شوې، خو له څلور ورځو بستر کېدو وروسته یې هلته د مغزي خونرېزۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د شریفې خاوند د دې پېښې له رامنځ ته کېدو وروسته له سیمې تېښته کړې وه، چې د روان لمریز کال د وږي په ۲ مه نېټه د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

هغه په لومړنیو اعترافونو کې د خپلې ښځې وژل منلي وايي «دا تمه مې نه وه، چې شریفه به خپل انځور په مجازي نړۍ نورو خلکو ته لېږي.»

د افغان وګړو له خوا په بهرنیو هېوادونو کې د خپلو مېرمنو وژل کومه تازه موضوع نه ده. له دې وړاندې هم په یو شمېر نورو هېوادونو کې ورته پېښې رامنځ ته شوې دي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه