د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

له خونریزۍ سره دهلیزونو کې ساعتونه انتظار، هغه میندې چې روغتونونه یې نه ژغوري

13 اکتوبر 2026
له خونریزۍ سره دهلیزونو کې ساعتونه انتظار، هغه میندې چې روغتونونه یې نه ژغوري

رخشانه رسنۍ

کله چې د ۳۶ کلنې عزیزګلې* د زېږون دروده پیل شول، کورنۍ یې په ساعتونو ساعتونو موټر پسې وګرځېدل، تر څو هغه یوه روغتیايي مرکز ته ورسوي، خو بریالۍ نه شوه. بالاخره یې هغه یوه خره سپره کړه او درې ساعته وروسته یې نېږدې کلېنیک ته ورسوله.

خو د دې سفر پای د عزیزګلې لپاره وروستۍ کرښه او د کورنۍ لپاره یې ماتم وو. هغه د لارې په اوږدو کې له خونریزۍ سره مخ شوه. روغتیايي کارکوونکو  ویل، د هغې رحم شلېدلی دی.

د عزیزګلې خور ۴۷ کلنه ګل اندام* وايي، خور ته یې دغه پېښه د سږ کال په غبرګولي میاشت کې پېښه شوه: «له کلنېک نه یې موږ ځواب کړو. په ډېره سختۍ مو موټر پیدا کړ او یو ساعت لار مو و وهله تر څو روغتون ته ورسېدو. کله چې د ننه ورغلو، ډاکترانو ویل، مور نیم ساعت مخکې ژوند له لاسه ورکړی او ماشوم یې هم ژوندی نه دی، ماشوم یې مړ له خېټې را وایست.»

رخشانې رسنۍ په دې راپور کې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې له میندو، کورنیو او روغتیايي کارکونکو سره مرکې کړې دي. د دوی کیسې دې ګډې بېلګې ته رسېږي، چې روغتیايي خدماتو ته د امیندواره میندو په وخت د لاسرسي امکان کابو له منځه تللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي په افغانستان کې په هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو ږېږنونو کې د میندو مړینه شاوخوا ۶۰۰ مورده ده. د دې سازمان په وینا، د طالبانو محدودیتونو حیاتي او ژغورونکو خدماتو ته د مور او ماشوم لاسرسی محدود کړی دی.

«د شپې ۱۲ بجې وې. د عملیاتو په جریان کې له ملا ښکته بې حسه وم. خو په خود وم او لږ لږ مې شاوخوا غږونه اورېدل، هغه قابلې چې راته ولاړې وې او دو تنو چې عملیات یې کول، یوې قابلې بلې ته ویل، غلطه د کړه «تېروتنه وشوه» دغې خوا ته یې غوڅه کړه.»

دا د ۲۴ کلنې معصومې* خبرې دي، چې د سږ کال د وږي میاشتې په ۲۸ مه نېټه، د ویم ماشوم د زېږون لپاره، د یفتل ولسوالۍ د «کولدره» ولسوالۍ څخه د بدخشان د فیض آباد ولایتي روغتون ته راغلې وه. هغه وايي، په سختۍ یې عملیات تېر شول، خو ماشوم یې ژوندی پاتې نه شو. «خدای دې دا درد نه درښيي.»

د هغې د ماشومان د مړینې طبي دلیل، د جنین څخه د هغه د نوم تاوېدل یاد شوي دي. خو خپله معصومه باور لري، چې د عملیاتو څنډ یې د ماشوم د مړینې لامل شوی دی. «پنځه ورځې مې درد تېر کړ، هم عملیات شوم او هم مې په اخر کې ماشوم له لاسه ورکړ.»

معصومې ځان په داسې وضعیت کې روغتون ته ورساوه، چې د ماشوم د اوبو خلته یې څیرې شوې وه. د شپې ۱۰ بجې روغتون ته ورسېده. هر قابلې ته یې چې د مرستې غږ کاوه، ځواب یې دا وو، چې متخصص په عملیات خونه کې دی. معصومه د هغه عملیات لپاره چې باید ژر شوی وای، باید صبر یې کړی وای تر څو اته نورې ښځې چې له دې مخکې وې عملیات شي. «په همدې وخت کې زه له سخت درد څخه مړه کېدم او متخصص ته انتظار وم.»

معصومه چې کله روغتون ته ورسېده، لا یې هم د ماشوم زړه حرکت درلود. «کله یې چې معاینه وکړه ویل یې د ماشوم زړه غورځي.»

په دې اړه نور ولولئ...

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

معصومه یوه دوه کلنه لور لري او هغه جنین چې له لاسه یې ورکړ، هلک وو.

معصومه هغه شپه ډېره سخته یادوي. وايي، د روغتون بسترونه له ولادي ناروغانو ډک وو او په هغه بسترونو کې چې باید یو ناروغ پرې پروت وای، د بسترونو د کمښت او ناروغانو د زیاتوالي له امله، په هر یوه تر له درې تر څلورو ناروغان پراته وو. هغه وايي، ان په دهلیزونو کې ناروغان وو، ځکه د کوټو د ننه یې ځای نه درلود. په دهلیز کې د درد له امله تاوېدلې.

په هغه شپه معصومې ولیده، چې یوه بله مور هم په رسېدو کې د ځنډ له امله، خپل ماشوم د دې په شان له لاسه ورکړ.

۲۳ کلنه کریمه* د خپل درېیم ماشوم د زېږون لپاره د بدخشان ولایت د زېباک ولسوالۍ د «سنګاج» کلي څخه فیض آباد ته راغلې ده. کریمه وايي، څلور ورځې کېږي په دې روغتون کې بستر ده او درد لري. خو تر اوسه د عملیات نوبت نه دی ورته رسېدلی. «راته ویل یې ماشوم دې په پښو دی او د زده ټکان یې هم ډېر کمزروی دی، باید عملیات شې. خو دا چې متخصصان بوخت دي او زیات وخت واسطه لرونکو ته ورکوي او هغه عملیاتوي، زموږ پوښتنه څوک نه کوي، چې څه حال مو دی.»

د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد ښار کې یو مرکزي دولتي روغتون شتون لري. هغه ځای چې د ټول ولایت ورته سترګې دي. د فیض آباد ښار د اوسېدونکو په ګډون د دې ولایت د ډېری ولسوالیو خلک په ځانګړې توګه امیندواره میندې هلته ځان رسوي.

د فیض آباد ولایتي روغتون ۱۲۰ بستره لري.

په دې روغتون کې د یوې سرچینې په وینا، د دې مرکز د پرسونل شمېر ۱۹۶ تنه وو، خو اوس به کې ۱۶۸ تنه پاتې دي. دا روغتون د ورځې له ۸۰۰ زیات سرپا ناروغان او شاوخوا له ۶۰ تر ۷۰ ناروغان په نورو بېلا بېلو څانګو کې بستر کېږي.

د دې مرکز روغتیايي خدمات، د جراحۍ، ماشومانو، عمومي داخلې او نسايي ولادي برخو کې وړاندې کېږي.

خصوصي روغتونونو ته ورتلل د ناروغانو یوه بله حل لار ده. خو د بدخشان ولایت د ډېری بېوزله کورنیو لپاره خصوصي روغتون ته تګ ممکن نه دی.

کریمه د دوه پنځه او درې کلنې لوڼو مور ده. وايي، لوڼي یې د تره ښځې ته پرېښې دي او د زېږون لپاره فیض آباد ته راغلې ده او د دې څلورو ورځو په اوږدو کې د هغوی له وضعیت څخه هېڅ ډول خبر نه لري.

له خونرېزۍ سره په دهلیز کې درې ساعته انتظار

۴۵ کلنه بي بي ګل، د ۲۶ کلنې مروه* مور ده. وايي، لور یې کابو یوه میاشت کېږي، چې څلور میاشتنۍ جنین یې د زیاتې خونرېزۍ او ښځینه ډاکترانو د کمښت له امله له لاسه ورکړی دی. « کله چې روغتون ته رارسېدلې یم، له لیکه ناروغانو پرته نه قابلې وې او نه متخصص. قابلې په عملیات خونه کې وې او هېڅ یو متخصص نه وو.»

هغه سره له دې چې لور یې زیاته خونرېزي او ډېر بد حالت درلوده، یوې نرسې له هغوی غوښتي وو چې انتظار وکړي. «لور مې د زیاتې خونرېزۍ او درد له لاسه په دهلیزې کې ضعف وکړ او ولوېده. چې ومې لیدل څوک نشته، مېړه ته مې یې و ویل، چې شخصي روغتون ته یې یوسو، ځکه دلته څوک نشته او لور مې مري.»

د بي بي ګل* په وینا، دوی د سهار له شپږو تر کابو نهه بجو پورې په دولتي روغتون کې انتظار پاتې شول، خو په دې موده کې هېڅوک د دې د لور د کتلو لپاره حاضر نه شول. یوه خصوصي روغتون ته یې د لور تر لېږدولو وروسته متخصص دوی ته ویلي چې د ماشوم د ژغورلو لپاره یې ناوخته شوی دی. «کله یې چې معاینه وکړه، ویل یې ناوخته راغلي یۍ، ماشوم په بشپړه توګه له منځه تللی او لور مې هم نېږدې وه، چې له منځه لاړه شي.»

د فیض آباد ولایتي روغتونونو ته د راغلو ناروغانو ستونزې یوازې د کریمې او مروه د تجربې بېلګه نه ده. د فیض آباد ښار د پنځمې ناحییې اوسېدونکې او ۲۱ کلنه عالیه* ۱۵ ورځې مخکې، هغه وخت چې د دې ښار ولایتي روغتون ته راغله، متوجه شوې وه، چې په نس کې یې د ماشوم خوځښت درېدلی دی. هغې تازه د امیندوارۍ اتمه میاشت پوره کړې وه.

عالیه وايي، د ماښام شاوخوا شپږ بجې روغتون ته ورسېده. د پذیرش په کوټه کې یوازې یوه قابله او څو زده کوونکې رضاکارانې وې. هغه کسان چې د عالیې په وینا، ناروغانو ته د رسېدنې کافي تجربه یې نه درلوده. هغه وايي، یوې رضا کارې یې څو ځلې د وینې فشار وکاته، خو و یې نه شوای کولی شمېر یې تشخیص کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو  په افغانستان کې پر ښځو د زده کړو د بندیز تر څنګ، د روغتیايي زده کړو موسسې هم د نجونو پر مخ تړلې دي.

عالیه* له درې ساعته زیات انتظار وکړ تر څو یې یو متخصص وګوري، خو څوک پیدا نه شول چې دا وګوري. هغه شخصي روغتون ته ولاړه او هلته عملیات شوه. «په دولتي روغتونو کې داسې پایوازان هم وو، چې د قابلو او رضاکارو پښو ته به لوېدل تر څو یې ناروغ وګوري. د دولتي روغتونو وضعیت خورا خراب دی.»

دا د فیض آباد له روغتون څخه د عالیې لومړنۍ تجربه نه ده. هغه وايي، مخکې وضعیت په دې ډول نه وو. د هغې په وینا، ان لومړني امکانات لکه «د ټپ پلستر، بنداژ او ګاز پټ» هم په روغتون کې نه پیدا کېږي او ناروغان یې باید خپله واخلي.

عالیه چې خپله د قابله ګۍ له څانګې فارغه شوې او د لومړي ماشوم له زېږون وروسته نه ده توانېدلې چې کار وکړي وايي، هغه څه یې چې ولیدل د باور وړ نه دي.

د فیض آباد د ولایتي روغتون یوه قابله ثنا کریمي* وايي، ستونزې د دوی له توان لوړې دي. «موږ ناروغانو ته د رسېدنې لپاره ټولې هڅې کوو، خو اصلي ستونزه له پاسه ده.»

ثنا چې په دې روغتون کې له اووه زیاتو کلونو راهیسې کار کوي وايي، دا لومړی کال دی، چې د دې په وینا، د روغتون خدمات تر دې کچې نابسندویه شوي دي. هغه زیاتوي، په نسايي ولادي څانګه کې د ناروغانو شمېر زیات دی. هره ورځ له ۷۰ تر ۸۰ او ان۱۰۰ تنو هم رسېږي، په داسې حال کې، چې دا څانګه د متخصصو له کمښت سره مخ ده. «دا چې ناروغان زیات دي او رسیدګي نه شي ورته کېدای، باور وکړی په هغه شپو چې نوکري د (شیفت مسووله) وم تر سهاره پورې له یوه متخصص او له ۵۰ تر ۶۰ ناروغانو پورې ویښ پاتې وو. کله داسې هم شوي، چې په یوه شپه کې له ۱۰ تر ۱۲ عملیاتونه مو درلودل او ان ۱۵ دقیقې مو هم خوب نه شوای کولی.»

د فیض آباد په ولایتي روغتون کې د ستونزو جرړه چېرته ده؟

د فیض آباد په ولایتي روغتون کې یو ډاکتر چې د امنیتي ننګونو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ویلي دي، د روغتون په مدیریت کې، چې اوس د طالبانو تر څار لاندې دی فساد او ناتواني دا وضعیت رامنځ ته کړی دی.

د دې ډاکتر په وینا، د فیض آباد ولایتي روغتون د خدماتو مدیریت له ۲۰۰۹ راهیسې تر پروسږ کال پورې تر ډېره د آغاخان موسسې په واک کې وو او له هغې وروسته د روغتون مدیریت کورنیو موسسو ته سپارل شوی دی.

په دې دلیل چې رخشانه رسنۍ ونه توانېده، له دې موسسو سره خبرې وکړي، د هغو نومونه په دې راپور کې نه دي راغلي.

دا ډاکتر ادعا کوي، چې دا موسسه «د امارات له څو تنو مشرانو سره شریک دي او ملاتړ یې کېږي.»

دغه ډاکتر وايي، د روغتون لپاره ځانګړې شوې بودیجه د ۲۰۲۶ کال له مارچ میاشتې تر ډسمبر پورې شاوخوا ۱۵ لکه ډالره ده، خو د دې پیسو یوه برخه د روغتیايي خدماتو د ښه کولو پر ځای حیف میل کېږي.

هغه همدارنګه وايي، د روغتون ځینو متخصصانو او تجربه لرونکو کارکوونکو په دې وروستیو میاشتو کې د مدیریتي او مالي ستونزو له امله له خپلو دندو استعفا وکړه. روغتون اوس د ملکي ځواک له جدي کمښت سره مخ دی او د ناروغانو شاوخوا ۸۰ سلنه نخسې له بازار څخه چمتو کېږي.

د دې سرچینې په وینا، د داخله څانګې یو متخصص، د نسايي ولادي یو متخصص، د قابله ګانو مدیر، د فیزیوتراپۍ مسوول، لابراتوار واله، او څو پخونۍ نرسانې او یو شمېر خدماتي کارکوونکي، له هغې جملې ګارد او پاکوونکي، هغه کسان دي، چې دندې یې پرېښې دي.

دا سرچینه وايي، تر یوه کال مخکې پورې، په روغتون کې څلورو نسايي ولادي متخصصینو کار کاوه. اوس د نسايي ولادي دوه ښځینه متخصصې او ۱۱قابلې فعالیت کوي، د شپې په نوکرۍ کې تر ډېره یو نسايي ولادي متخصص، درې رسمي قابله ګانې او څو رضا کاره قابله ګانې شتون لري.

هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وايي، روغتیايي تجهیزاتو هم په جدي توګه ستونزه لیدلې ده. ډېری تجهیزات د آغاخان موسسې د فعالیت له دوران څخه پاتې دي او د روغتون د مدیریت له پرېښودو وروسته، د پام وړ تجهیزات نه دي اخیستل شوي.

هغه وايي، شاوخوا ۹۰ سلنه شته تجهیزات سره له دې، چې کافي بودجه شته، د نه پاملرنې له امله د وخت په تېرېدو له کاره لوېدلي دي. دا ډاکتر په ځانګړې توګه ا کسیجن تجهیزاتو ته اشاره کوي. هغه ماشینونه چې ارزښت یې شاوخوا ۲۰۰ زره ډالره دی، شاوخوا شپږ میاشتې کېږي، چې نه دي ارزول شوي. هغه همدارنګه وايي، د عملیات سیټونه د کارولو وړ نه دي، د انستزۍ ماشینونه «د بې هوښې ماشینونه» د منځلو ماشینونه خراب شوي او تر اوسه نه دي ترمیم شوي.

د دې ډاکتر په وینا، د تجهیزاتو او متخصصانو کمښت د دې لامل شوی، چې یو شمېر خراب ناروغان د خدماتو تر لاسه کولو لپاره، په آمبولانس کې د قندوز ولایت ته ولېږي.

د بدخشان له مرکز فیض آباد څخه تر قندوز پورې له ۲۰۰ کلیو متره زیاته لار ده او د دې لارې طی کول د موټر په واسطه کابو څلور تر پنځو ساعتونو پورې وخت نیسي. «ډېره دردونکې ده، چې د نسايي ولادي یو متخصص تر سهاره ویښ وي او ګڼل شمېر وخیم ناروغان د امکاناتو  د نه شتون له امله قندوز ته لېږل کېږي.»

د دې ډاکتر په وینا په تېر یوه کال کې په بدخشان ولایت کې د مور او ماشوم مړینه، خوارځواکي او همدارنګه سقط جنین زیات شوی دی. هغه د دې زیاتوالي لامل په دې ولایت کې د امکاناتو کمښت او د ټیټو روغتیايي خدماتو وړاندې کول بولي.

په ورته وخت د ده په وینا، د ټولو کارکوونکو د استعفا په دلیل د روغتیايي مدیریت د معلوماتي سیستم څانګه (HMIS)، دا مهال د مور او ماشوم د مړینې او سقط جنین کره شمېره نه وړاندې کوي.

رخشانه رسنۍ ونه توانېده د دې روغتون له مسوولینو سره خبرې وکړي.

ټولنیز درد

د طالبانو واکمني له یوه لوري او له بل لوري د امریکا د مرستو بندېدلو په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو وضعیت ډېر زیانمن کړی دی.

د ۲۰۲۵ کال تر پای پورې د بودیجې د کمښت له امله په ټول افغانستان کې ۴۴۵ روغتیاي مرکزونه وتړل شول یا یې فعالیت وځنډول شو او د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ میاشتې راهیسې شاوخوا ۱۵۰ نور مرکزونه هم تړل شوي یا یې فعالیت بند شوی دی.

Refugees International موسسې  په یوه راپور کې روان میلادي کال د افغانستان په شپږو ولایتونو کې ۳۲۰ روغتیايي مرکزونو په څېړلو سره موندلې، چې د هرات په روغتونونو کې د ۲۰۲۶ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور او ماشوم مړینه د ۲۰۲۵ کال په پرتله کابو پنځه برابره ته رسېدلې،  د ننګرهار د شپږو ولسوالیو په روغتونو کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله په ۲۰۲۵ کې ۶۰ سلنه زیاته شوې او د امریکا د مرستو د بندېدو څخه وروسته کابو دوه پر درېیمه برخه قابله ګانو خپل کار له لاسه ورکړی دی.

د همغه کلېنیک چې عزیزګل هلته رسېدلې وه قابله فرېبا رحیمي رخشانې رسنۍ ته و ویل: «کله یې چې ناروغ راوړ، نیمه په بیداره وه او زیاته وینه یې ورکړې وه، رحم یې څیرې شوی وو، زموږ په مرکز کې یوازې نورمال زېږونونه کېږي، د اړتیا وړ تجهیزات او متخصص مو نه درلود، په رښتیا زموږ په توان کې څه نه وو.»

په دې کلېنیک کې یوه قابله، یوه نرسه او یو فارمسست کار کوي، په داسې حال کې چې د مرستدو بندېدو څخه مخکې یې د کارکوونکو شمېر شپږ تنه وو. د بودیجې په کمېدو سره د کارکونکو شمېر دریو تنو ته ټیټ شوی او د کلېنیک متخصص هم کډه شوی دی.

په دې راپور کې چې د سرپل ولایت له قربانیانو او سرچینو سره خبرې شوې وايي، د روغتیايي خدماتو د کمښت درد په ځانګړې توګه د امیندواره مېرمنو لپاره هر ځای شته.

د زمري میاشتې له ماسپښین وروسته کابو ۴ بجې د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ  ۳۳ کلنه کوثر* د خپل څلورم ماشوم د زېږون لپاره د دې ولایت ولایتي روغتون ته مراجعه کړې، خو په روغتون کې د متخصص ډاکتر د نه شتون له امله یې ماشوم له لاسه ورکړ.

د کوثر په وینا، کله چې دا په بېړني حالت کې روغتون ته ورسېده، هلته هېڅ متخصص نه وو او دوی اړ شول، جوزجان کې یوه شخصي کلېنیک ته ولاړ شي. خو په ډېر ځنډ: «نه میاشتې مې د امیندوارۍ زحمت تېر کړ، خو د دې خلکو د نه پاملرنې له امله مې ماشوم له لاسه ورکړ.»

په ورته وخت د سرپل په ولایتي روغتون کې یو روغتیايي کارکوونکی، چې د امنیتي ننګونو له امله نه غواړي هویت یې څرګند شي وايي، د شپټمبر په ۲۶ مه د شنبې په شپه یوه ځوانه ښځه چې شاوخوا ۲۴ کلنه به وه، د روغتیايي خدماتو د نه لاسرسي له امله په دې روغتون کې ژوند له لاسه ورکړ.

د دې روغتیايي کارکوونکي په وینا، هغه د دریو میاشتو امیندواره وه او جنین یې روغتون ته تر راتګ لس ورځې وړاندې سقط شوی وو. «ښځه په ډېر خراب وضعیت کې روغتون ته راورسېده، خونریزي یې درلوده او د نسايي هېڅ ډاکتر هغه مهال په روغتون کې نه وو. ډاکتر ته د روغتون له خوا زنګ و وهل شو تر څو ډاکتر روغتون ته رسېد، ښځې ډېره وینه ورکړې وه. په خواشینۍ سره زړه یې کمزوری شوی وو او تر انستیزۍ لاندې مړه شوه.»

هغه و ویل: «ښځه بې چاره ځوانه وه او پر دویم ماشوم یې دا ډول مړه شوه. که هغه مهال متخصص ډاکتر په روغتون کې وای او ناروغ په وخت تر درملنې لاندې شوی وای، د ژوندي پاتې کېدو امکان یې وو.»

د سرپل ولایتي روغتون په نسايي ولادي څانګه کې کې یوازې دوه متخصص ډاکتران شتون لري. د سرچینې په وینا، ډاکتران د غرمې له ۱۲ بجو وروسته او شپې له خوا په روغتون کې شتون نه لري.

د دې وضعیت جرړې که هر ځای وپلټل شي، قرباني یې افغان مېرمنې دي.

لکه عزیزګل چې د افغانستان په یوه لرې پرته شمالي سیمه کې ژوند کوي. هغه د څلورو اولادونو مور وه او دا یې د امیندوارۍ پنځم زېږون وو. «عزیزګل د امیندوارۍ پر مهال یو ځل هم نه دي شوي چې قابلې ته ورشي. کمزورې او ډنګره شوې وه او تل به یې د نس لاندې دردونو څخه سر ټکاوه، حال یې ښه نه وو، خو له بدې ورځې ډاکتر ته هم ولاړه نه شوای شوه.»

اړوندې لیکنې

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

17 اکتوبر 2026
«له درس ویلو ژوندي پاتې کېدل مهم دي»: بامیانو کې د کارګرو ماشومانو کیسه
دسته‌بندی نشده

«له درس ویلو ژوندي پاتې کېدل مهم دي»: بامیانو کې د کارګرو ماشومانو کیسه

16 اکتوبر 2026
ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي
خبر

ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي

15 اکتوبر 2026
راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي
خبر

راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي

15 اکتوبر 2026
د ښځو کیسې، هېڅ نجلۍ باید د تاوتریخوالي زغمولو ته اړ نه کړو
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، هېڅ نجلۍ باید د تاوتریخوالي زغمولو ته اړ نه کړو

14 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه