د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په خپل وروستي راپور کې ننګرهار ولایت کې د پولیو د یوې نوې مثبتې پېښې د پېژندل کېدو خبر ورکړی دی.
رخشانه: دې بنسټ پرون (دوشنبې د تلې ۲۰ مه) په خپل تازه راپور کې ولي، د پولیو واقعې مثبته پېښه د ننګرهار ولایت په سرخ رود ولسوالۍ کې پېژندل شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دې مثبتې پېښې په ثبتېدو سره، په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د پولیو د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۶ مورده ته ورسېد.
د دې بنسټ په وینا، یو مورد په جنورۍ، دوه مورده په فبرورۍ، دوه مورده په اپریل، درې مورده په می، ۱۰ مورده په جون، درې مورده په جولای، ۱۴ مورده په اګست او یو مثبت مورد په سپټمبر کې ثبت شوي دي.
دغه سازمان ویلي، تېر میلادي کال، په افغانستان کې په ټولیز ډول په پولیو اخته ۲۱ تنه ناروغان ثبت شوي وو.
د روغتیا نړیوال سازمان سه شنبې د وږي ۱۷ مه راپور ورکړ، چې د پولیو څلور مثبتې پېښې په هلمند، کونړ، نورستان او فراه ولایتونو کې پېژندل شوي دي.
د دې سازمان د شمېرو له مخې، افغانستان دا مهال په نړۍ کې یو له هغه هېوادونو دی، چې په پولیو د اخته کسان شمېر په کې زیات دی.
دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي، چې د پولیو ویروس په لمنځه وړلو نه دي بریالي شوي.







