د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی

15 اکتوبر 2026
بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د پولنډ «یاګیلونیا» پوهنتون کې د دکتورا دورې څېړونکي بسم الله تابان په دې هېواد کې د یوې ناستې پر مهال ویلي، افغان ښځو او نجونو د نورو په پرتله د طالبانو له محدودیتونو زیات زیان لیدلی دی.

رخشانه: دا غونډه پرون (چهارشنبې د تلې ۲۲ مه) د افغانستان پېژندنې او د دې هېواد د اوسني وضعیت په اړه، د یو شمېر پولنډي وګړو، څېړونکو او پوهنتون د محصلینو په ګډون د پولنډ «کراکوف) ښار په عمومي کتابتون کې جوړه شوې وه.

بسم الله تابان په دې ناسته کې ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې له خپلو لومړنیو انساني حقونو، له هغې جملې له زده کړو، کار او په ټولنیز ژوند کې له ګډون څخه محرومې شوې دي.

هغه زیاته کړې، طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې په افغانستان کې په ځپلوپه تکیې سره خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړی دی.

د نوموړي په وینا، طالبانو د پخواني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي، د رسنیو کارکوونکي، د بشري حقونو مدافعین او معترضې ښځې هم له ځورولو او آزارولو سره مخ کړې دي.
تابان دځینو قومي او مذهبي ډلو په ځانګړې توګه د هزاره ګانو د سیستماتیکې او هدفي ځورونې په اړه اندېښنه ښودلې وايي، په ځينو مواردو کې د دې ډلې پر غړو فشار راوړل شوی او اړ ایستل شوي، چې خپل کرونه، ملکیتونه او د استوګنې ځایونه پرېږدي.

هغه د کابل لوېدیځ د امید سبز شهر څخه د سلګونو کورنیو د ایستلو په تړاو د طالبانو هڅې ته په اشارې سره ویلي، دغو اقدامانو په افغانستان کې د ملکیت حقونو، د کورنیو امنیت او د زیان منونکو کورنیو د وضعیت په اړه جدي اړېښنې راپارولې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د بشري حقونو دې فعال د غوندې له ګډونوالو غوښتي، چې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او زیان منونکو ډلو غږ و اوسي او په نړیواله کچه د هغوی د وضعیت د منعکسولو لپاره هڅې وکړي.

تابان د افغان نجونو له زده کړو په عملي ملاتړ ټینګار کړی او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د امکان په صورت کې ان که د یوې نجلۍ لپاره هم وي، د خپل استوګن ښار کې د پوهنتون لوستلو زمینه دې ورته برابره کړي.

د دې غونډې جوړونکو و ویل، د دې لړۍ د پروګرامونو د پیلولو هدف د افغانستان معرفي کول، د هغه سیاسي او ټولنیزو پرمختګونو ته کتنه او د دې هېواد د خلکو د وضعیت په اړه د پولنډي اوسېدونکو د پوهاوي لوړول دي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه