د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی

15 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی

انځور: کابل کې د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو نیولو جریان/ ټولنیزې شبکې

افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر (EU) وايي، افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه، له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو په وړاندې خنډ ګرځېدلی دی.

رخشانه: دې بنسټ نن (پنشنبې د تلې ۲۳ مه) په یوه اعلامیه کې کابل ته د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس فریلیسن د دوه ورځني سفر د پای ته رسېدو خبر ورکړی دي.

افغانستان کې د اورپايي ټولنې استازولۍ په خپله اعلامیه کې لیکلي، توماس فریلیسن په دې سفر کې له طالبانو، د ملګرو ملتونو له استازو، اسلامي همکاریو سازمان او مدني ټولنې له غړو سره لیدلي دي.

د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې ځانګړي استازي په دې لیدونو کې د بشري حقونو د وضعیت او پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو په اړه خبرې اترې کړې او پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو له دوام نه یې اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي په دې لیدنه کې، کابل کې د طالبانو غړو ته ویلي، پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګول، له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو په وړاندې خنډ ګرځېدلی دی.

همدارنګه توماس فریلیسن په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړو پر کمېدو ټینګار کړی او له دې ډلې یې غوښتي، چې د ملکي وګړو او غیرنظامي بنسټونو خوندیتوب وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

نوموړي ویلي دي «په نړیواله ټولنه کې د افغانستان بیا ادغام» «د افغانستان د نړیوالو ژمنو عملي کولو او ټولګډونه حکومت ته په اهمیت ورکولو» پورې تړلی دی.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه