د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«ګابریلا هرسټ» برنډ او فیروزکوه بنسټ: د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی

15 اکتوبر 2026
«ګابریلا هرسټ» برنډ او فیروزکوه بنسټ: د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی

د انځور سرچینه: د «ګابریلا هرسټ» برنډ

د پاریس فېشن اوونۍ کې د لګدوۍ نمونې د اصلیت د نه یادولو په اړه د هزاره ټولنې د یو شمېر فعالانو له نیوکو، د ګابریلا هرسټ برنډ او فیروزکوه بنسټ ویاندې جنیفر ککانلي وايي، «د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی.»

رخشانه: جنیفر کانلی د رخشانې رسنۍ د لیکل شوې پوښتنې په ځواب کې وايي، د ګابریلا هرسټ برنډ او فیروزکوه بنسټ د ۲۰۲۷ کال د پسرلي او دوبي ټولګې په ۱۲ مه شمېر طرحه کې د ګلدوزۍ کارول شوې نمونه، د هزاره ګانو اړوند ده.

هغې، ګابریلا هرسټ برنډ او فیروزکوه بنسټ ته د هزاره ټولنې د شمېر فعالانو د اعتراض لیک له لیکونکو مننه وکړه، له هغه لیک نه چې په کې د پاریس فېشن اوونۍ کې د ګلدوزۍ د وړاندې شوې نمونې د نه یادولو په اړه یې نیوکه شوې وه.

کانلی لیکلي دي، د ګابریلا هرسټ او فیروزکوه بنسټ د ۲۰۲۷ کال د پسرلي او دوبي ټولګې ۱۲ مه شمېره نمونه «د هزاره وګړو اړوند ده او دا اثر د هزاره صنعت ګرو مېرمنو د هنر او هڅو حاصل دی، چې هغه یې په خپلو لاسونو ګنډلی دی.»

نوموړې لیکلي: «دا ډیزاین له هغه تاریخي اثر څخه الهام اخیستی، چې په ۱۹۵۰ میلادي کال په غزني کې هزاره مېرمنو جوړ کړی وو. فیروزکوه بنسټ کابل کې د هزاره ګلدوز مېرمنو سره په همکارۍ د ډیزاین او انتخاب په اړه سلا مشورې وکړې او هزاره ښځینه هنرمندانو د نوي ډیزاین د لاسي ګنډلو برخې جوړې کړې.»

کانلي زیاته کړې، ګابریلا هرسټ برنډ او فیروزکوه بنسټ، د هزاره ټولنې د فعالانو د اعتراض لیک تر لاسه کولو وروسته، په خپلو انسټاګرام پاڼو خپاره شوي مطالب اصلاح کړل او مستقیم یې د لیکوالانو لیک ته ځواب ورکړ.

هغې ادعا کړې، چې د فیروزکوه بنسټ مشرې شوشانا استوارت د پاریس فېشن اوونۍ اړوند اعلامیه کې، د غزني د هزاره وګړو دودیزې جامې د دې ټولګې د الهام اخیستو د سرچینې په توګه یادونه کړې.

د ګابریلا هرسټ برنډ او فیروزکوه بنسټ ویاندې په ټینګار سره ویلي، ښه ترا پوهېږي، چې د ګلندوزۍ دا هنر تر کومې کچې د هزاره ټولنې لپاره ارزښت لري.

ګابریلا هرسټ برنډ او فیروکوه بنسټ ټينګار کړی، چې افغان ښځو ته ځانګړی درناوی لري او په خپله همکارۍ سره به د هغوی ملاتړ ته دوام ورکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د یادونېد ه، دوه ورځې وړاندې د هزاره ټولنې یو شمېر فعالانو د پاریس فېشن اوونۍ په مراسمو کې د مشهور فېشن ډیزاینر ګابریلا هرسټ برنډ او فیروکوه بنسټ له خوا د افغان کلتور او لاسي صنایعو څخه الهمام اخیستل شوي جامو ټولګې په نندارې اعتراض وکړ.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه