استرالیا کې څو کلتوري او ټولنیزو بنسټونو اعلان کړی، چې د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان په یوه تاریخي اقدام کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت پېژندل شوې ده.
رخشانه: د هزاره ګانو د نسل وژنې طرحه د نیوساوت ولز ایالت (پارلمان د مشرانو جرګې» د غړي آنتوني دادام له خوا وړاندې شوه.
د دادام له خوا د وړاندې شوې طرحې پر بنسټ د سپتمبر ۲۵ مه د «هزاره ګانو لپاره د تورې ورځې» او هزاره ګانو د نسل وژنې قربانیانو د یاد ورځې په توګه په رسمیت پېژندل شوې ده.
دا طرحه د هزاره ګانو د ځورنې او جبر، له هغې جملې د طالبانو له راتګ وروسته د هغوی په نښه کول او د داعش خراسان څانګې د فعالیتونو پراخېدو دوام ته اشاره کوي.
د هزاره ګانو د نسل وژنې رسمي اسناد به د نیوساوت ولز په ایالتي پارلمان کې ثبت شي.
د دې طرحې وړاندې کوونکو همدارنه د استرالیا له فدرال دولت څخه غوښتي، چې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني او هغه وغندي.
د سیدني د هزاره ګانو کلتوري ټولنې، د کاتب هزاره ټولنې، د سبا ډلې، دای کلتوري ټولنې او د هزاره کلتوري خونې، له آنتوني دادام څخه د دې طرحې د وړاندې کولو او نیوساوت ولز قانون جوړونې شورا څخه له هغې د ملاتړ په پار مننه کړې ده.
دې بنسټ په یوه بیانیه کې د هزاره ټولنې لپاره د هزاره ګانو د نسل وژنې په رسمیت پېژندل خوا مهم بللي او ټینګار یې کړی، چې دا عمل به د قربانیانو په یاد کې مرسته وکړي، د هغو کړاوونو به ثبت کړي، چې د هزاره ګانو بېلا بېلو نسلونو زغملي او دا تاریخي حقیقت به راتلونکو نسلونو ته ورسوي.
دوی د تاریخي حقیقت د ساتنې او د بشري تاریخ له تیارو فصلونو څخه د زده کړې په اهمیت هم ټینګار کړی، تر څو د داسې غمیزو د بیا تکرار مخه ونیول شي.
د نیوساوت ولز ایالتي پارلمان کې د دې پرېکړه لیک تصویب په داسې حال کې کېږي، چې د هزاره ګانو د نسل وژنې په رسمیت پېژندلو لپاره د استرالیا د فدرال دولت او نورو نړیوالو بنسټونو له خوا غوښتنې دوام لري.







