کندهار او پروان کې ځايي طالب چارواکي وايي، په دغو ولایتونو کې په دوه جلا ترفیکي پېښو کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
رخشانه: کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، د دې ولایت دامان ولسوالۍ کې د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي بس موټر او یوه باروړونکي موټر تر منځ د ټکر له امله پنځو تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه نن سهار وختي ۴:۳۰ بجې (پنشنبې د تلې ۲۲ مه) د کابل- کندهار پر لویه لار د دامان ولسوالۍ د اعظم کلا په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د دې پېښې ټپيان د درملنې په موخه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي، خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې معلومات په لاس کې نشته.
بل خوا پروان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې ولایت شینوارو ولسوالۍ کې د یوه سراچه موټر د چپه کېدو پېښه کې د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون شپږو تنو ژوند له لاسه وکری دی.
خبرپاڼه کې راوړل شوي، دا پېښه نن (پنشنبې د تلې ۲۲ مه) سهار ۵:۳۰ بجې د شینوارو ولسوالۍ اړوند «باغ افغان» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې له غوربند ولسوالۍ کابل ته پر لار له مسافرو ډک سراچه موټر له سړک نه اوښتی او سیند ته لوېدلی.
په دې پېښه کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون شپږو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی. د څلورو قربانیانو جسدونه موندل شوي، خو د ماشومانو جسدونه چې اوبو وړي، تر اوسه نه دي پیدا شوي.
طالبان وايي، د ورکو شویو ماشومانو د جسدونو موندلو هڅې روانې دي.







